Announcement

Collapse
No announcement yet.

د ډیرو ماشومانو له زیږولو دې ډډه وشي.

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ډیرو ماشومانو له زیږولو دې ډډه وشي.


    که د زیږون ترمنځ فاصله رعایت نه شي، درې لسېزې وروسته به د هیواد نفوس دوه برابره زیات شي. دعامې روغتیا وزارت چارواکي اندېښنه څرګندوي، چې په هیواد کې دهرکال په تیریدو سره د نفوسو کچه لوړیږي. دغه چارواکي له هیوادوالوغواړي، چې د ډیرو ماشومانو له زیږولو دې ډډه وکړي. سربېره پردې، دعامې روغتیا وزارت چارواکي وايي خبر ورکوي، چې په هرنیم ساعت کې یوه افغان مېرمنه د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. د هېواد د نفوسو زیاتېدو په اړه په داسې حال کې خبرداری ورکول کیږي، چې هره ورځ لسګونه افغان وګړي، په جنګ جګړو، ټرافیکي پېښو ورغتیايي او اجتماعي عواملو له امله ژوند له لاسه ورکوي. دعامې روغتیا وزارت سرپرسته مېرمن ثریا دلیل وايي، چې که د میندي د زیږون تر منځ واټن ته پاملرنه ونه کړي، نو درې لسیزې وروسته به دهیواد نفوس دوه چنده لوړ شي: په همدې حال کې دعامې روغتیا وزارت د میندواوماشومانو د مړینې د کچې له لوړوالي اندیښنه څرګندوي او وايي، چې ګڼ شمېرمیرمنې د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. مېرمن دلیل زیاتوي، چې په هرنیم ساعت کې یوه افغان میرمنه د نه پوهاوي له امله د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. اټکل کیږي، چې هېواد به دا مهال شاوخوا ۲۶ میلیونه نفوس ولري، چې په میلیونو یې د کار په لټه بهرنیو هېوادونو ته تللي او میلیونونه نور په هېواد کې بې روزګاره او له لوږې سره مخ دي. کارپوهان وايي، چې په هېواد کې د نا امنۍ یو لوی لامل هم د میلیونه بېکاره وګړیو شتون او شدیده بې وزلي ده. benawa.com
Working...
X