Announcement

Collapse
No announcement yet.

دعاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله دشهادت د

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دعاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله دشهادت د

    دوشنبه, 23 May 2011 07:47 -

    نن دکابل ادارې په اصطلاح استخباراتي ارګان او نورو چارواکو او يوشمير رسنيو لخوا اوازه خپره شوه چې ګنې عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله په پاکستان کې په شهادت رسيدلی، موږ دغه راز بي اساسه ادعا او افواه په کلکه ردوو او خپلو درنو هيوادوالو ، مجاهدينواودنړۍ ټولومسلمانانو ته اطمنان ورکوو چې په داشان بې اساسه راپورونو اواستخباراتي دروغو باندې باور ونکړي ، عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله الحمدلله ژوندی ده او دمجاهدينو رهبري په لاس کې لري او په مصؤونه توګه دلوي خدای جل جلاله په توکل او دخپل وياړلي ملت په کلکه همکارۍ او مرسته ژوندکوي.

    ، داچې دښمن دداسې ا فواهاتو په خپرولوسره کوشش کوي چې دبدرپه نامه دپیل شویوعملیاتوکفر ځپونکي څپه ټکنۍ کړي ،دسنګر مجاهدينو،هيواد والو اومخلصومسلمانانوته تشويش ايجاد کړي او په دې توګه دمجاهدينو توجه دجهادي امورو نه په بلخوا واړوي او دخپلومورال بايللو يرغلګرو او کورنيو اجيرو ځواکونو لوېدلي مورال راکنترول کړي هيڅ کله به هم ونه توانېږي چې په خپل داشان کاذبانه دريځ سره خپلو شومو اهدافوته ورسيږي دوي بايد پوه شي چې ددوئ په وړاندې مبارزه ديوه درانه ملت لخوا په کلک عزم او اراده سره دوام لري چې هيڅ افواه او پوچ تبليغات نشي کولای چې دغه ملت له دغې پخې ارادې او سرښندونکې مبارزې څخه راوګرځوي ، زموږ ملت هوښيار او بادرکه ملت ده ددښمن په ټولو دروغو اوفريبونو باندي پوهيږي هيڅوک به ونشي کړای چې ددې ملت د روا غوښتنو او ارادو په وړاندې په باطله توګه ودريږي او يا يي په لارکې خنډونه ايجادکړي . ان شا الله

    ذبيح الله مجاهدداسلامی امارت ويندوی
    [SIZE="4"][B][CENTER][URL="www.quranawsunnat.com"]www.quranawsunnat.com
    [/URL]
    [URL="www.youtube.com/Sangartube"]www.youtube.com/Sangartube
    [/URL][/SIZE]
    Mullah 4 Life! [/CENTER][/B]
Working...
X