نړيوال ملا
نيټه ۱۳ مۍ ۲۰۱۱
ليکوال- ن م لندن
ملا څه ته وايي؟ په عامه اصطلا کې يو غټ خيټی، پيړ سټی،لوی ګيری او د غټ پټکي څښتن ته ملا وايي، خو دا د ملا برسيره نخښې دي، ملا يوازې د دې برسيره نخښو نه سازيږي، ملا په اصل کې د يو ځانګړي طبعت نوم دی، دا ځانګړی طبعت که هر څوک ولري هغه ملا دی، هغه که په اکسفورډ پوهنتون کې د فزکس څيړونکی وي او که هغه په بانډو او غرونو کې يو نالوستی بې خبره ګډبه وي، دواړه بيخي يو شان دي او بايد يو شان ورته وکتل شي.
اوس غواړم ده دغه ځانګړي طبعت په باب درته وغږيږم چې د اکسفورډ پروفيسر او د بانډو ګډبه يي د يوبل سره هم غږي کوي.که ګډبه داسې فکر کوي چې د پيسۀ او ګډې د يو ځاې کيدو له امله لنګون نه رامنځته کيږي خو دا د خدای امر دی چې ګډې ته وايي ،ای ګډې لنګه شه او ګډه لنګه شي، هم دغه رنګ د اکسفورډ پروفيسر د جاپان د زلزلې په هکله داسې فکر کوي چې ګنې خدای ناراض شو او اور او اوبو ته يي امر وکړ چې د جاپان خلک له منځه يوسه، او اوبه او اور سره يو ځای شو او د جاپان بربادي يي وکړه، نو بايد ووايم چې د بانډو په بانډچي او د اکسفورډ په پروفيسر کې هيڅ توپير نه شته، وبخشئ، ولله يو توپير به سره ولري چې کيداې شي ګډبه پوه شي او له خپلې واوړي خو د اکسفورډ پروفيسر به هيڅکله هم د خپلې وا نه وړي.
تاسې فکر وکوئ چې يو ملا په امريکه کې قران وسوزولو او بل ملا د هغه پر ضد په افغانستان کې د خپل هيواد غړي او کورنۍ ويجاړې کړې، د امريکې ملا پرته له دې چې په افغانستان او پاکستان کې لوبه ګرمه کړي، بل هيڅ يو مقصد نه درلود، او د کابل او اسلام اباد ملا د امريکې د ملا منندويه دی چې دوې ته يي دنده پيدا کړه او دغه رنګ يو د بل سره کومک کوي. دواړه هېڅ يوه موخه نه لري پرته له دې چې د خلکو پام ځان ته راجالب کړي او په ټولنه کې د خپل مقام او ځای يادونه وکوي. او که خلک دې ته غوږ شي چې د ګډې لنګون د پيسۀ او ګډې د کوروالي په نتجه کې رامنځته کيږي او په جاپان کې سيلاب په طبعت کې د يو څه ګډوډې له املا رامنځته کيږي نو خو بيا څوک د بانډې ملا ته غوږ ږدي او نه څوک د اکسفورډ پروفيسر ته غوږ ږدي. دا دواړه سره مداريان دي ماران جنګوي او تماشه جوړوي.او که ماران نه وي نو دوې په خپله تماشه کيږي او وګړي ګډوي.
موږ بايد په دې ولې فکر ونه کوو چې د تايخ په اوږديو کې د ملا دنده څه پاتې ده.موږ بايد د پوپ او باچا تړون له پامه ونه غورزوو چې پوپ به باچا په جنتي تيلو غوړاو او باچا به تر هغه د ټولې اروپا په تخت ناست و چې د پوپ ياري به يي پاله او کله چې به د دواړو تر منځ ترنګګتيا رامنځته شوه نو پوپ به د خدای توره راوويستله او باچا به د جمهور ټوپک ته لاس کړ، يو به د خدای لپاره جنګيدو او بل به د جمهور لپاره ، خو په حقيقت کې نه پوپ د خدای لپاره جګړه کوله او نه باچا د جمهور لپاره، خو د دواړو خپلې خپلې ګټې وي يو خپلو ګټو ته د خدای نوم ورکړی و او بل ورته د جمهور نوم. تر پيړيو ورسته د اروپا ځپل شوي اولس ته معلومه شوه چې نه خو پوپ د خدای سيکتر دی او نه باچا د جمهور وکيل دی او د دواړو بيړه يي غرقه کړه. او نن اروپا ځکه ترقي وکړه چې ملا يي بيخي وويستلو.
ملا او ترقي خوشالي سره ضد دي.که اولس خاندي نو ملا ژاړي، که اولس ترقي کوي نو ملا خپل ځاې بيلي. ترقي او خوشالي هغه وخت کيږي چې د ټولنې څخه ويره ورکه شي او ويره د ملا وسله ده او جنګ د ملا کاروبار دی . موږ بايد په دې ونه غوليږو چې په امريکه کې يو ملا قران وسوزولو او په پاکستان افغانستان کې بل ملا د هغه په ضد مټې راپوته کړې، بلکې دا يو ملا د بل ملا سره يو طبعي تماس ونيولو چې ستا کار بې ځايه نه دی ته به د سيزلوا جرت واخلې او زه به د لاريون اجرت تر لاسه کړم، که ته په قلار کيښنې نو زه ورکيږم او که ته حرکت کوي نو زه ژوندی کيږم.
موږ بايد ملا په طبعت وروپيژنو او د ملا د تاثير نه ځانونه خلاص کړو.ملا د ټولنې يوازينی ناسور دی او هغه ټولنه چې دا ناسور په کې شتون ولري، هيڅ کله هم پرمختګ نه شي کولای.
په نړۍ او هيوادونو، په ټولنو او قبيلو کې په کليو او کورونو کې به تر هغه جنګ وي،تر څو چې د ملا ناسور په کې وجود لري. مړي به کېږي، وژنې په روانې وي، کورنۍ به ورانيږي، ميندې به بې اولادو کيږي، لوڼه او زامن به بې پلاره کيږي، د وينو ويالې به بهږي نو ملا به بريالی وي .
په ټولنه کې بې د ملا د شتون بله هيڅ يوه بدي نشته.نو بايد د ملا سره جنګ وشي خو څنګه؟ د امريکې او روسيې سره جنګ اسان کار دی خو د ملا سره جنګ ډير ګران کار دی خو ملا ته ماتي ورکول له نړۍ تر ټولو اسان کار دی ، فقط ملا مه اورئ، غوږ ورته مه ږدئ ،ملا مړ دی

Comment