Announcement

Collapse
No announcement yet.

رويټرز: د کندهار په ښار کي جنګ روان دئ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • رويټرز: د کندهار په ښار کي جنګ روان دئ


    خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
    ليک : سلېمان يوسفي

    نېټه : ١٧ / ٢ / ١٣٩٠ | 2011-05-07


    د رويټرز آژانس له کندهار ښار څخه خبر ورکوي چي په ښار کي وروسته له هغه جنګ وموښتى چي درنې چاودني وسوې.
    رويټرز وايي لومړۍ چاودنه او د سپکو او درنو وسلو ټکان د ولايت مقام او ښاروالۍ رياست ته څرمه په ارګ بازار کي وسوې چي هدف يې د ولايت مقام وداني او د والي کور وو.
    دوهمه چاودنه د ښار په لويديځ کي د ملي امنيت رياست ته نيژدې سوې ده. راپورونه وايي د ښار په فضا کي الوتکي ګرځي، سړکونو له خلګو تش دي او د پوليسو او اردو عسکر يوې او بلي خوا ته ځغلي.
    يوه عيني شاهد لراوبر ته ويلي چي د ولايت پر مقام په حمله کي وسله وال د ارګ بازار د تجارتي مارکيټ سرته ختلي وو او پر ولايت يې ټکان کول.
Working...
X