Announcement

Collapse
No announcement yet.

طالبان : د غوږونو پرېکول سخت غندو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • طالبان : د غوږونو پرېکول سخت غندو

    خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کاناډا )
    ليک : (ن . صمد )
    نېټه : ٢١ / ١٢ / ١٣٨٩ | 2011-03-12
    طالبانو په هغه اعلامیه کی چی رسنیو ته لیږلې ، ویلی چی وړمه ورځ په ځینو رسنیو کی راغلي وو چی د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کی نامعلومو وسلوالو د څلورو کسانو څخه غوږونه پرې کړي وو او چارواکو هغه پر طالبانو تاوان کړي وو . طالبان وایی چی دا جنایت او غیر اسلامی عمل دی او موږ د دې کار سخت پر ضد یو . اعلامیه وایی چی د طالبانو د لایحې د دوولسم فصل اویایمه ماده داسی وایی : « د انسان مثله کول ( غوږونه ، شونډی ، پزه پرې کول ) په اسلامی شریعت کی منع دی . »


    اعلامیه زیاتوی چی موږ به کوښښ وکړو چی د دې پیښی عاملین د خلکو په کومک ونیسو او جزا ورکړو خو موږ ګومان کوو چی دا کار پخپله د هغو کسانو د عُمالو دی چی پر موږ یې تاوانوی ، خو خلک اوس پوه سوي دي او په دغسی پروپاګنډ نه غولیږی .

    
Working...
X