د سولې عالي شورا له طالب بندیانو سره د خبرو لپاره ګوانتنامو ته پلاوی لېږي
Tuesday, 02.22.2011, 03:13am (GMT)
ارسلا رحمانيتاند(سې شنبه/فبروري۲۲) یوه جګپوړي افغان مقام وویل، د سولې عالي شورا به ګوانتنامو ته یو پلاوی واستوي چې له بندي طالبانو سره د سولې د پروسې لپاره د هغوی د احتمالي خلاصون په باب خبرې وکړي.





دامطلب ځنګه دی؟ (رایه: 0)
تب
Tuesday, 02.22.2011, 03:13am (GMT)
ارسلا رحمانيتاند(سې شنبه/فبروري۲۲) یوه جګپوړي افغان مقام وویل، د سولې عالي شورا به ګوانتنامو ته یو پلاوی واستوي چې له بندي طالبانو سره د سولې د پروسې لپاره د هغوی د احتمالي خلاصون په باب خبرې وکړي.د لندن د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې د سولې د عالي شورا جګپوړي غړي ارسلارحماني همداراز وویل چې دا پلاوی د امریکا د متحدو ایالتونو په همکارۍ او د دغه هیواد د بهرینو چارو د وزیرې هیلري کلنټن له هغه اعلان وروسته ګوانتنامو ته لېږل کېږي چې ویلي یې وو امریکا د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره دیپلوماتیکې هلې ځلې پیلوي.
په ګوانتنامو زندان کې شاوخوا شل تنه طالب مشران بندیان دي او د افغانستان د سولې عالي شورا باور لري چې د هغوی خلاصون به مرسته وکړي چې د طالبانو په تحریک کې به د دوی پخواني ملګري مشران خبرو اترو ته تیار کړي.
امریکا تر دې مخکې له سیاسي روغې جوړې سره د ګوانتنامو د بندیانو د برخلیک تړل رد کړي وو خو که د سولې د عالي شورا په غوښتنه په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د پخلاینې په ارتباط جوړجاړی وشي نو دا به د امریکا په دې دریځ کې د بدلون په مانا وي.
د افغانستان ولسمشر د دې لپاره چې له طالبانو سره د خبرو لپاره یو ادرس پیدا شي، په ترکیه کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو ملاتړ کړی وو.
ټیلګراف ورځپاڼې روانه میاشت راپور ورکړی وو چې د سولې عالي شورا د طالبانو د یوه پخواني وزیر خیرالله خیرخواه د خوشي کېدا رسمي غوښتنه کړې ده. 
خیرخوا له نژدې نهو کلونو راهیسي بندي دی.
د سولې د عالي شورا د سیاسي بندیانو د کمېټې رييس مولوي ارسلا رحماني وویل،« یو کوچنی پلاوی لېږو چې وضعیت وګوري، خو موږ په عین حال کې غواړو چې (له بندیانو) دا ترې وپوښتو چې که خلاص شي نو اراده یې څه ده او یا څه به وکړي.»
ټیلګراف ورځپاڼه وايي چې په کابل کې د امریکا سفارت ګوانتنامو ته د سولې د عالي شورا د سفر او د بندیانو د خلاصون په باب د خپل دریځ له څرګندولو ډډه وکړه.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ګوانتنامو ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي له سفره بې خبري ښکاره کړه خو ویې ویل، دوی دعا کوي چې بندیان خوشي شي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د جمعې په ورځ هیله څرګنده کړه چې د امریکا په مشرۍ پوځي هلې ځلې به په افغانستان کې طالبان له القاعده څخه بېل او د تلپاتې روغې جوړې لپاره لار اواره کړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې وویل:«نن ورځ زموږ د پوځي فشار زیاتېدا او پراخېدا طالبان بیا له ورته پرېکړې سره مخامخوي چې له القاعده سره اړیکې وشلوي، وسله پرمځکه کښېږدي، او د افغانستان په ټولنه کې د جذبېدو لپاره د افغانستان اساسي قانون ومني.»





دامطلب ځنګه دی؟ (رایه: 0)
تب
