د یوه افغان سرتیری لخوا دوه المانی پوځیان ووژل سوه.
سچینه: Deutsche Welle
ژباړه او لنډیز: مرضیه تنها
په بغلان ولایت کی دجمعې په ورځ د جرمنی نهه تنو سرتیرو ته په داسی حال کی مرګ ژوبله وواښته چی یوه ورځ وړاندی د ددغه هیواد د دفاع وزیر کارل تیودر ګټنبرګ د سیمی څخه لیدنه کړې وه. د طالبانو ویاند زبح الله مجاهد په پیښه کی د طالبانو لاس لرل رد کړی دی.
افغان سرتیری هغه وخت د خپل ماشنګڼی خوله پرانیسته چی المانی سرتیری د یوه موټر په جوړولو بوخت وه. د پیښی په لومړیو کی یو دیرش کلن المانی سرتیری ووژل سو او اته نور یی ژوبل سوه چی وروسته د المان د دفاع وزارت د یوه بل د وژل کیدلو او درو نورو د نازک روغتیایی حالت لرلو خبر ورکړ. د پیښی رامنځته کوونکی چی باور کیږی د نږدې امنیتی پوستې څخه یی برید کړی په مخامخ ډزو کی وژل سوی دی.
د جرمنی د دفاع وزیر ګویډو ویسټرویل پیښه غندلې او هغه ته یی (دوه مخی ترهګریز برید) ویلی.
المان په افغانستان کی ۴۸۰۰ سرتیری لری چی په دغه هیواد کی یی د وژل سوو سرتیرو شمیره ۴۷ تنو ته رسیږی.
benawa.com
سرپاڼه