Announcement

Collapse
No announcement yet.

طالبان: معلم اول ګل امريکايانو په لوى لاس و

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • طالبان: معلم اول ګل امريکايانو په لوى لاس و

    خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
    ليک : سلېمان يوسفي
    نېټه : ١٥ / ١١ / ١٣٨٩ | 2011-02-04

    طالبانو د خپل امارت له خوا په ګوانتانامو زندان کي د وژل سوي افغان بندي معلم اول ګل پر مړېنه خواشيني ښودلې او وايي هغه د امريکايي عسکرو له خوا وژل سوى دئ.
    طالبانو په خپله خبرپاڼه کي ويلي چي باراک اوباما د ګوانتانامو زندان د تړلو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه لا هم د دې زندان دروازې د بنديانو پر مخ پرانيستي پاتي دي او په سلګونو بنديان تر ظلم او شکنجو لاندي ژوند پکښي تېروي.
    خبرپاڼه وايي د معلم اول ګل وژل د ټولو ملي او بين المللي قوانيونو او تړونونو خلاف کار دئ او د ياد سوي زندان له بنديانو سره د امريکايي عسکرو د بد چلند بېلګه ده.
    

  • #2
    why is this not on main news channels
    havent heard a thing on the news about this

    Comment

    Working...
    X