خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : لراوبر ډاټ کام
نېټه : ١٣ / ١١ / ١٣٨٩ | 2011-02-02
د خوست ولايت مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپانه کي ويل سوي چي د ولایت مقام رسمي وېب پاڼه ( www.khost.gov.af) د يوه ايراني هيکر لخوا څلور ځله تر بريد لاندي راغلې او ړنګه سوې ده .
په خبرپاڼه کي بريد کوونکي د هېواد دښمنان بلل سوي او ويل سوي چي بريدکوونکي نه یوازې د افغانانو پرمختګونه او د سولې راوستل په ټوپک او ماین له منځه وړي ، بلکې دادی ، اوس یې زموږ په هغو مطبوعاتو باندې هم ناوړه او غیرقانوني بریدونه پیل کړي ، چې د خپل هېواد له پرمختګ ، سولې او بیارغونې افغان ولس خبروي او دوی دې ته تیاروي ، چې د خپل ټاټوبي په ساتنه او پرمختګ کې پوره ونډه واخلي .
د خبرپاڼي له مخي د خوست ولايت د مخابراتو وزارت ته رسمي مکتوب هم لېږلی ، چې ترې غوښتنه شوي ، د دا ډول شومو کسانو په پیدا کولو کې دې هلې ځلې وشي او د خپلو غیرقانوني کړنو د ترسره کولو له امله د ورته قانوني سزا ورکړل شي .
په خبرپاڼه کي د ويبپاڼو بندوونکو غندنه سوې او يادونه سوې ده چې هېڅوک په دې ډول ناوړه عملونو باندې زموږ د پرمختګ او فعالیتونو مخه نه شي ډب کولای .ځکه د خوست خلکو کلک هوډ کړی ، چې د خپل اسلامي دولت سره به د سولې ، آبادۍ او پرمختګ په برخه کې اوږه په اوږه ګډ کار کوي او د دغو شومو کسانو مخه به نیسي .

Comment