Announcement

Collapse
No announcement yet.

بشري: تيره اونۍ تر سلو ډير کسان وژل سوي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • بشري: تيره اونۍ تر سلو ډير کسان وژل سوي


    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په تیره یوه اونۍ کي په هیواد کي تر سلو ډیر کسان وژل سوي او لسګونه نور ټپیان سوي دي.
    د دې وزارت ویاند زمري بشري نن په کابل کي خبریالانو ته وویل، چي په وژل سو کي څلور ویشت ولسي وګړي، نهه ویشت پولیس او نهه پنځوس تنه وسله وال مخالفین شامل دي.
    د ښاغلي بشري په خبره په تیره یوه اونۍ کي په ټول افغانستان کي د وسله والو مخالفینو لخوا درې نوي حملي سوي، چي دوې یې، په کابل او کندهار کي ځان وژونکي حملې وې.
    زمري بشري وویل، چي په تیره اونۍ کي تر ټولو خونړۍ ورځ د جمعې ورځ وه، چي اتلس ولسي وګړي په کي ووژل سوه.


    هيواد - کابل
    benawa.comسرپاڼه
Working...
X