Announcement

Collapse
No announcement yet.

یوه امریکایی ښځینه پوځی او یو افسر ووژل سو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • یوه امریکایی ښځینه پوځی او یو افسر ووژل سو

    خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کاناډا )
    ليک : (ن . صمد )
    نېټه : ٢ / ١١ / ١٣٨٩ | 2011-01-22

    پنتاګون خبر ورکوی چی طالبانو وړمه ورځ په بغلان ولایت کی یوه ۲۳ کلنه امریکایی ښځینه پوځی هغه مهال ووژله چی یونټ یې د راکټونو او مرمیو تر حملې لاندی راغی .
    پنتاګون وایی چی هغه ۲۶ کلن افسر چی د عمان خلیج څخه یې د ( هیزلی ) نومی بیړۍ څخه پر افغانستان هوایی او راکټی عملیات کول په اوبو کی ډوب سو او جسد یې درې ورځی مخکی پیدا سو .
    پنتاګون زیاتوی چی هغه بهرنی پوځی چی وړمه ورځ د افغانستان په جنوب کی وژل سوی و ، امریکایی و چی په هلمند ولایت کی د طالبانو د حملې ښکار سوی و .
    په دې سره د جنورۍ په روانو ۲۲ ورځو کی د امریکایانو تلفات ۲۰ ته ورسېدل .

    
Working...
X