Announcement

Collapse
No announcement yet.

د امریکا پور تر ۱۴ ټریلیونو ډالرو واوښت

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د امریکا پور تر ۱۴ ټریلیونو ډالرو واوښت

    خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کاناډا )
    ليک : (ن . صمد )
    نېټه : ٢٥ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-15

    اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی د امریکا پور په تاریخ کی د لومړي ځل لپاره تر ۱۴ ټریلیونو ډالرو واوښت . راپور وایی چی دا رکود او سقوط دواړه ګوندونه یو پر بل تاوانوی . د جورج بوش په لومړۍ دوره کی دغه پور ۷٫۶ ټریلیونه ډالره و ، خو په دوهمه دوره کی یې ۱۰٫۶ ته ورسېد حال دا چی اوس ۱۴٫۰۲ ته جګ سو چی هیڅ سارﺉ نه لری .
    راپور زیاتوی چی که دا ستر مبلغ پر ټولو امریکایانو تقسیم سی نو هر امریکایی به ۴۵۳۰۰ ډالره پوروړﺉ وی . حکومت د هر ډالر د مصرفولو لپاره ۴۱ سینټه پوروي چی دا خورا ملا ماتونکی او نه راګرځېدونکی بحران دی .

    
Working...
X