د بانکونو لخوا له سپوښتنه: ------------- ایا د بانکونو لخوا له معینې ګټې سره پور اخیستل او بیا د دې پور ادا کول څه حکم لري؟ ځواب: --------------- علماوو په اتفاق سره هر هغه پور چې له سود سره مل وي، ربا يا سود بللی دی، ابن قدامه وايي: "د علماوو ترمنځ هېڅ اختلاف نشته چې هر هغه پور چې تر خپلې اندازې په مشروطه ډول زیات ادا شي، حرام دی"، او ابن منذر بیا وايي: "علماوو داسې اتفاق کړی، هرکله چې پور ورکوونکی پر پور اخیستونکي دا شرط کيږدي، چې پر ورکول کېدونکو پیسو زیاتې پيسې ادا او یا کومه ډالۍ يې په مقابل کې ورکړي، دغه زیاتې پيسې او یا هدیه په سود یا ربا کې حسابېږي." له ابی بن کعب، ابن عباس او ابن مسعود نه روایت دی، چې دوی (اصحاب) له سود نه د ډک پور نه منعه کړای شوي " المغني : 6/436 د هغه پور په پایله کې چې په سود مشروط ترسره شوی وي، که هغه له بانک، شرکت، وګړو او داسې نورو څخه وي، په سود یا ربا کې حسابېږي، او که د کورونو د اخیستو، خرڅلاو او یا داسې نورو سوداګريزو معاملو کې هم دا کار وشي، سود ګڼل کېږي، که هغه په شخصي ګټې پورې تړلی وي، يا ډېر کسان پکې شريک وي. علماء وايي هغه کله چې سړی پوهېږي، چې زما پيسې په بانک کې په سودي حسابونو کې اوړي راوړي، او یا ده ته بانک د پیسو په مقابل کې ګټه ورکوي، باید دا کار ونه کړي، ځکه چې حرام دی، خو هغه مهال خپلې پیسې په بانک کې يوازې د دې لپاره ساتلی شي، چې نور اسلامي بانکونه نه وي، په دې حالت کې باید له سود پرته جاري حساب پرانيزي. ځمکه سود خور نه مني پر سود ولاړه راکړه ورکړه او معامله له لویو ګناهونو څخه ګڼل کېږي، او الله تتعالی د سود خوړونکو لپاره سخته سزا او د عذاب ګواښ کړی دی او په قرآن شریف کې فرمايي: "الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبا لا يَقُومُونَ إِلا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ " (البقرة : 275). يعنې: " هغه کسان چې سود خوري، (له خپلو قبرونو) نه به نه پورته کېږي، مګر داسې لکه یو څوک چې د شیطان لخوا سخت پسې اخیستل شوی او لېونی کړی وي ". او فرمايي: "يمحَقُ اللهُ الرِّبَا وَ يرِبي الصَّدَقَات" (البقرة: 276). بل ځای فرمايي: "يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ * فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لا تَظْلِمُونَ وَلا تُظْلَمُونَ" (البقرة : 278-277). يعنې: "ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، له خدایه ووېرېږئ، که مسلمانان یاست له خلکو سره مواېښی سود پرېږدئ، که چېرې دا کار نه کوئ، نو د خدای او د هغه د رسول جګړې ته چمتو شئ، او که چېرې توبه وباسئ، ستاسو پانګونه ستاسو ده، نه به زیاتی کوئ او نه به زیاتی درسره کېږئ. " په حقیقت کې خدا پاک یوازې د دوو کسانو پروړاندې د جګړې اعلان کړی: یو سود خور، داسې لکه په ایت شریف کې يې چې یادونه شوې، او بل هغه چې له اولیاوو، نېکانو او پرهېزګارانو سره دښمني کوي. په قدسي حدیث کې خدای پاک فرمايلي: "من عادى لي وليا فقد آذنته بالحرب" (صحيح بخارى)، يعنې: "هغه څوک چې زما له دوستانو سره دښمني کوي، مبارزې ته یې رابولم." ټول په ګناه کې یوشان دي له جابر رضی الله عنه نه روایت دی چې: "لعن رسول الله صلى الله عليه و سلم آکل الربا و موکله، وکاتبه و شاهديه، و قال : هم سواء" (صحيح مسلم - 1598/1219/3). يعنې: "پيغمبر صلى الله عليه و سلم پر سود خور، سود ورکوونکي، لیکونکي، او دوو شاهدانو یې لعنت ویلی، او ويلي دي چې: ټول په ګنار کې یو شان دي. " له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي: "الربا ثلاثة و سبعون بابا أيسرها مثل أن ينکح الرجل أمه" (په الأوسط کې د طبراني روایت دی او ألباني په صحيح الجامع 3537 کې راخیستی). يعنې: "سود ربا درې اویا دروازې ده، ساده ترین ډول یې دا دی لکه یو څوک چې له خپلې مور سره زنا وکړي ". له عبدالله بن حنظله نه روایت دی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي: "درهم ربا يأکله الرجل و هو يعلم أشد من ستة و ثلاثين زنية" (احمد او طبراني روایت کړی). يعنې: "یو درهم سود چې یو څوک په مالومه توګه خوري، له شپږ ديرش ځلې زنا څخه ډېر سخت او شدید دی ". نو، یو مسلمان باید له سودي معاملو ډډه وکړي، ځکه چې سود خوړول لویه ګناه ده، او خدای پاک پر هغو کسانو لعنت ویلی چې د سود له لارې معاملې کوي، او له خپل رحمت نه یې ليرې ګڼلی دی، مسلمان باید د حلالې معاملې په لټه کې وي، ځکه چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي: "كل لحم نبت من سحت فالنار اولى به" (روايت إمام أحمد در المسند). يعنې: "هره غوښه چې د حرامو له لارې پيدا شي، د دوزخ د اور مستحقه ده". هرکله چې یو سړی د خدای د رضا لپاره یو شی پرېږدي، الله تعالی تر هغه غوره څيز ور په برخه کوي.
مینه هوسۍ
سرپاڼه بېرته شاود نه ډک پورونه اخیستل
مینه هوسۍ
