Announcement

Collapse
No announcement yet.

د نبي کريم ﷺ (۳۰) ځانګړتیاوي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د نبي کريم ﷺ (۳۰) ځانګړتیاوي

    ۱: نبي کریم ﷺ خاتم النبيين ؤ، ددې څخه مطلب دا دی چې د الهي رسالت لاره پرېکړل سوه، بل رسول نه راځي او هغه شریعت چې ده ته ورکول سوی دی؛ هغه به تر قیامته پوری باقي وي، او هرهغه څوک چې د نبوت دعوه وکړي؛ هغه کذاب، مرتد او واجب القتل دی.


    ۲: ټول بشري کمالات په نبي کریم ﷺ کې جمع وو.


    ۳: د ټولو انبياء علیهم السلام کمالات او غوره صفات په نبي کریم ﷺ کې موجود وو.


    ۴: نور انبياء علیهم السلام د خپلو قومونو لپاره انبياء او رسولان وو؛ خو حضرت محمد ﷺ د انبياء نبي دی.


    ۵: نور انبياء علیهم السلام عابدان (عبادت کونکې) وو؛ خو حضرت محمد ﷺ امام العابدین ؤ.


    ۶: نور انبياء علیهم السلام به له ظهور څخه ورسته نبيان سول؛ خو حضرت محمد ﷺ د وجود څخه مخکې لا نبي ؤ.


    ۷:نور انبياء علیهم السلام مقرب (نژدې خدای ته) وو؛ خو حضرت محمد ﷺ اول المقربین دی.


    ۸: نبي کریم ﷺ به اول المبعوثین وي، کله چې د قیامت ورځ سي او ټول انسانان له قبرونو څخه راپورته سي نو نبي کریم ﷺ به تر ټولو لومړی راپورته سي.


    ۹: نبي کریم ﷺ به ترټولو لومړی وبلل سي، د قیامت په ورځ باندې به تر ټولو انسانانو لومړی حضرت محمد ﷺ مقام محمود ته وبلل سي.


    ۱۰: د قیامت په ورځ باندې به تر ټولو لومړی حضرت محمد ﷺ سجده وکړي.


    ۱۱: نبي کریم ﷺ به تر ټولو لومړی شافع او مشفع وي، تر ټولو لومړی به دی شفاعت کوي.


    ۱۲: نبي کریم ﷺ ته به شفاعت کبری (لوی شفاعت) ورکول سي، ټول انبياء علیهم السلام به د خپلو امتونو شفاعت کوي؛ خو نبي کریم ﷺ به د ټولو شفاعت وکړي.


    ۱۳: تر ټولو لومړی به نبي کریم ﷺ پرپُل صراط باندې تیر سي.


    ۱۴: تر ټولو لومړی به حضرت محمد ﷺ جنت ته داخل سي.


    ۱۵: نبي کریم ﷺ ته داسې کتاب ورکړل سو؛ چې د مخکنیو ټولو کتابونو ناسخ دی.


    ۱۶: نبي کریم ﷺ ته کامل دین ورکړل سو.


    ۱۷: نبي کریم ﷺ ته د دین غلبه ورکړل سوه.


    ۱۸: د حضرت محمد ﷺ په دین کې اعتدال دی.


    ۱۹: د حضرت محمد ﷺ په دین کې هم ظاهري پاکوالی او هم باطني پاکوالی دی.


    ۲۰: نبي کریم ﷺ ته هم حقیقت او هم شریعت ورکړل سوی دی.


    ۲۱: نبي کریم ﷺ ته اجتهادي مذهبونه ورکړل سوی دي.


    ۲۲: د نبي کریم ﷺ په دین کې د یوې نیکۍ په عوض کې لس چنده اجر ورکول کېږي.


    ۲۳: نبي کریم ﷺ ته پنځه لمونځونه ورکول سوی دي.


    ۲۴: د نبي کریم ﷺ لپاره دا ټوله ځمکه مسجد دی.


    ۲۵: نبي کریم ﷺ ته هم عملي معجزې او هم علمي معجزې ورکول سوي دي.


    ۲۶: نبي کریم ﷺ ته ورکړل سوی کتاب (قرآن کریم) محفوظ دی.


    ۲۷: د نبي کریم ﷺ دفاع خپله الله جل جلاله کړې ده.


    ۲۸: د نبي کریم ﷺ شیطان مسلمان ؤ.


    ۲۹: د نبي کریم ﷺ لپاره بُراق مسخر کړل سو.


    ۳۰: د نبي کریم ﷺ د امت علماء داسې دي، لکه د بني اسرائیلو انبياء.


    ماخذ: نبي کریم ﷺ د غیرمسلمانانو په آند


    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X