Announcement

Collapse
No announcement yet.

جاري صدقه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • جاري صدقه



    تر مرګ وروسته د ثواب د تر لاسه کولو ډېري وسيلې سته شپږ به يې موږ درته وښيو:

    ۱) قرآن شریف هدیه کول ، خلک به یی تلاوت کوي او ثواب به يې تاسو ته هم در رسيږي.


    ۲) د مسجد په ودانولو کي برخه اخيستل، تر څو چي مسلمانان پکښي عبادت او لمونځونه کوي ثواب به يې ستاسو هم وي.


    ۳) د روغتون سره د معیوبینو د چوکۍ یا بايسکل مرسته کول، مريضان به ګټه ورڅخه اخلي او ثواب به يې تاسو ته هم در رسيږي.


    ۴) په عامو ټولنیزو ځایونو کي د اوبو یخچالونه اېښودل، خلک به يې اوبه څيښي او ثواب به يې ستاسو وي.


    ۵) نیالګي ایښودل، انسانان او حیوانات به يې د سيوري یا مېوې څخه ګټه اخلي ثواب به يې ستاسو وي.


    ۶) د قرآني ایت، حدیث شریف یا هم دعاء او ديني علومو درس ورکول، خلک په پوهول او د خلکو سره يې شریکول. د خلکو پوهه به د دین په اړه ډېريږي هغوی به عمل په کوي دا به جاریه صدقه وي، چي تر مرګ وروسته به هم ستاسو په عملنامه کي ليکل کيږي. (م
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X