رسول الله صلی الله عليه وسلم يو ځلي ټوله شپه په ژړا تېره کړه او تر سهار يې په لمانځه کي دا آية وايه:
( إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ) (118) سورة المائدة.
ژباړه: (اې خدايه!) که ته دوى په عذاب کړي (ستا اختيار دئ) ، دوى ستا بنده ګان دي ( مالک اختيارلري چي خپلو بندګانو ته دګناه په بدل کي سزا ورکړي) او که ته دوى ته مغفرت وکړې ( نو هم ستا اختيار دئ) بېشکه ته ، هم ته غالب يې او د حکمت څښتن يې ( معافي به دي د حکمت موافق وي) بيان القرآن.
د امام ابو حنيفه رحمه الله په اړه راغلي دي چي يوه شپه يې ټوله لاندينى آيات په لمانځه کي لوستي او ژړل يې:
( وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ ) (59) سورة يس.
ژباړه: جلا سئ اې مجرمانو! نن ورځ ( په دنيا کي خو تاسو او سپېڅلي خلګ ګډ اوسېدلاست).
د قيامت په ورځ به مجرمان جلاوي او سپېڅلي خلګ به جلا وي د الله جل جلاله دغه حکم چي سړى واوري هر څومره چي سړى وژاړي لږ ده ځکه نه ده معلومه چي موږ به د مجرمانو په ډله کي يو او که به د سپېڅلو خلګو په ډله کي يو، الله جل جلاله دي مو د نیکانو په ډله کي حساب کړي. آمین