Announcement

Collapse
No announcement yet.

د خیر او شر کیلۍ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د خیر او شر کیلۍ

    د لمانځه کيلۍ: پاکي.
    د حج کيلۍ: احرام.
    د جنت کيلۍ: توحيد.
    د نېکۍ کيلۍ: رښتيا.
    د علم کيلۍ: ښه سوال او ښه غوږ نيول.
    د برياليتوب او کاميابۍ کيلۍ: صبر.
    د خلاصون کيلۍ: تقوا.
    د زياتوب کيلۍ: شکر.
    آخرت ته د رغبت کيلۍ: په دنيا کي زهد.
    د اجابت کيلۍ: دعاء.
    د ايمان کيلۍ: د الله جل جلاله په نښو او مخلوقاتو کي فکر کول.
    د زړه د ژوند کيلۍ: په قرآن کريم کي فکر کول، د سهار په وخت کي الله جل جلاله ته زاري او عاجزي کول او د ګناهونو پرېښوول.
    د رزق کيلۍ: د استغفار او تقوا سره کوښښ کول.
    د عزت کيلۍ: د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت.
    آخرت ته د چمتو کېدو کيلۍ: لږ امېدونه لرل.
    د هر خير کيلۍ: الله جل جلاله او آخرت ته رغبت.
    د رحمت کيلۍ: د الله جل جلاله په عبادت کي ښه والي او مخلوق ته په ګټه رسولو کي کوښښ کول.


    د شر کيلياني:
    د هر ګناه کيلۍ: شراب، ځکه شراب ام الخبائث (د ګناهونو مور) ده.
    د زنا کيلۍ: سروز او د هغه اورېدل او بې ستري او نامحرمو ته کتل.
    د ناامېدۍ او محرومه کېدو کيلۍ: لټي (ټنبلي) او د راحت خوښول.
    د نفاق کيلۍ: درواغ.


    د بخل او د صله رحمۍ پرېکولو کيلۍ: بخل او حرص کول.


    د هر بدعت او ګمراهۍ کيلۍ: د هر هغه څه څخه مخه اړول چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي وي.



    هغه کس لره دي خوشحالي وي، چي هغه د خير کيلۍ او د شر قلف وي، او هغه کس لره دي هلاکت وي، چي هغه د شر کيلۍ او د خير قلف وي.


    يا الله جل جلاله ! موږ او ټول مسلمانان د خير د کيليو څخه وګرځوې. (آمين)


    و بالله التوفيق
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X