Announcement

Collapse
No announcement yet.

د دعاء د قبلېدلو شرطونه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د دعاء د قبلېدلو شرطونه

    :-الله جل جلاله د دعاء د قبلېدلو لپاره دا شرط کړې ده، چي دعاء به د الله لپاره وي او پوره باور به موجود وي: ( وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ ) (البقرة:186)
    ژباړه: او کله چي زما بنده ګانو ستا څخه زما په اړه پوښتنه وکړه، نو بېشکه زه ډېر نژدې يم ، کله چي دعاء کوونکی زما څخه دعاء وغواړي زه ئې قبلوم، نو زما څخه دي زما (د رضا)لپاره دعاء وغواړي اوپر ما دي ايمان لري، ښايي دوی پوه کړه سي.

    نو که چا د الله جل جلاله څخه د دعاء د قبلېدلو طلب نه کاوه يا ئې پوره باور نه درلود، نو دغه شيان د دعاء د اجابت مانع دي.
    ۲:- د دعاء د قبلېدلو هيله به یوازي له الله جل جلاله څخه کوي، د غير الله څخه د دعاء د قبلېدلو هيله کول جواز نه لري: قال ص:" إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللَّهَ وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ." (سنن الترمذي)
    ژباړه:رسول اکرم ص فرمايي: کله چي ته غوښتنه کوې؛ نو د الله جل جلاله څخه ئې کوه او کله چي ته مرسته غواړې؛ نو د الله جل جلاله څخه مرسته غواړه.


    ۳:- د زړه حضور: په زړه کي به هم د دعاء غوښتنه لري؛ ځکه الله سبحانه وتعالی د غافل کس دعاء نه قبلوي:
    عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ص:"وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ لاَ يَسْتَجِيبُ دُعَاءً مِنْ قَلْبٍ غَافِلٍ لاَهٍ." (سنن الترمذي)
    ژباړه: ابوهريره رض وايي: رسول کريم ص وفرمايل: پوه سئ، چي الله جل جلاله د غافل او بې پروا زړه څخه دعاء نه قبلوي.


    ۴:- عدم الاستعجال: د دعاء په قبلېدلوکي به تلوار نه کوي، چي مايوسه سي او دعاء پرېږدي:
    عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللهِ ص قَالَ: "يُسْتَجَابُ لأَحَدِكُمْ مَا لَمْ يَعْجَلْ يَقُولُ دَعَوْتُ فَلَمْ يُسْتَجَبْ لِي." (البخاري)
    ژباړه: ابوهريره رض وايي، چي رسول اکرم ص وفرمايل:ستاسو د يوه کس دعاء په دې شرط قبليږي، چي تلوار ونه کړي يعني داسي ونه وايي،چي دعاء مي وکړه او راته قبوله نه سوه.
    نو که د خپلی دعاء د قبلېدلو اثر وویني او که يې ونه ویني حتمي دي دعاء کوي.


    ۵:- د خوړو، څښاک او لباس پاکوالی: خواړه، څښاک او لباس به په حلاله طریقه حاصل سوي وي. که له ذکر سوو شيانو څخه يو هم په حرامو حاصل سوی و؛ نو د دعاء کوونکي دعاء نه قبلیږي:
    عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ص: أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ اللَّهَ طَيِّبٌ لاَ يَقْبَلُ إِلاَّ طَيِّبًا وَإِنَّ اللَّهَ أَمَرَ الْمُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ الْمُرْسَلِينَ فَقَالَ: ( يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّى بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ) وَقَالَ: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ) ثُمَّ ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ أَشْعَثَ أَغْبَرَ يَمُدُّ يَدَيْهِ إِلَى السَّمَاءِ يَا رَبِّ يَا رَبِّ وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ وَغُذِىَ بِالْحَرَامِ فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لِذَلِكَ." (مسلم)
    ژباړه: ابوهريره رض وايي، چي رسول اکرم ص وفرمايل: اې خلکو! په حقيقت کي اللهپاک دی او د پاک څخه ماسېوا بل څه نه قبلوي او اللهمؤمنان هم په هغه څه امر کړي دي په کوم څه، چي يې رسولان امر کړي دي؛ الله جل جلاله فرمایلي دي: اې رسولانو! د پاکو شیانو څخه خوراک کوئ او صالح عملونه وکړئ. زه ستاسو په کړنو پوره خبر يم. همداسي اللهفرمايلي دي: اې مؤمنانو! د هغه پاکو شیانو څخه خوراک کوئ، چي موږ په رزق درکړی دی. وروسته ئې د يوه کس يادونه وکړه، چي په اوږده سفر ولاړ سي، سر يې ببر او په دوړو وي، خپل لاسونه د اسمان خوا ته (د دعاء په نيت) اوږده کړي او وايي: اې ربه! اې ربه! په داسي حال کي، چي خوراک يې حرام وي، څښاک ئې حرام وي، لباس ئې حرام وي او په حرامو تغذيه سوی وي نو څنګه به د دغسي شخص دعاء قبوله سي؟!


    ۶:-دعاء به د خير وي: رسول کريم ص فرمايلي دي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ ص أَنَّهُ قَالَ:"لاَ يَزَالُ يُسْتَجَابُ لِلْعَبْدِ مَا لَمْ يَدْعُ بِإِثْمٍ أَوْ قَطِيعَةِ رَحِمٍ." (مسلم)
    ژباړه: ابوهريره رض وايي، چي رسول اکرمص وفرمايل: همېشه د بنده دعاء قبليږي، تر څو چي بنده د ګناه کولو يا صله رحمۍ د قطعي دعاء و نه کړي.


    ۷:- د دعاء کوونکي به پر اللهجل جلاله حسن الظن وي او د قبلېدلو يقين به لري، نبي کريم ص فرمایلي دي:"عَنْ جَابِرٍ قَالَ سَمِعْتُ النَّبِىَّ ص قَبْلَ وَفَاتِهِ بِثَلاَثٍ يَقُولُ« لاَ يَمُوتَنَّ أَحَدُكُمْ إِلاَّ وَهُوَ يُحْسِنُ بِاللَّهِ الظَّنَّ." (مسلم)
    ژباړه:حضرت جابررض وايي، چي ما د رسول اکرم ص تر وفات درې ورځي مخکي له هغه څخه واورېدل، چي وئې ويل: ستاسويوکس ته دي مړينه نه راځي، مګر په داسي حال کي دي مړ سي، چي دی پر اللهجل جلاله ښه ګمان کوونکی وي.
    وقوله ص:"ادْعُوا اللَّهَ وَأَنْتُمْ مُوقِنُونَ بِالإِجَابَةِ." (سنن الترمذي)
    ژباړه:رسول الله ص وفرمايل: د اللهجل جلاله څخه په داسي حال کي دعاء وغواړئ، چي تاسو ئې پر قبلولو ايمان او باور لرئ.
    له پورته شرطونو څخه څلور حالتونه مستثنی دي که پورته شروط په کښي پوره هم نه سي دعاء قبليږي:


    ۱:- د مضطر دعاء: الله جل جلاله د مضطر دعاء قبلوي، که څه هم مشرک، کافر يا فاجر وي، نو د ګنهکار دعاء خو بيخي قبلوي او د متقي مسلمان دعاء خو په طريق اولی قبلوي. الله سبحانه و تعالى فرمايي:
    ( أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ.) ( النمل:62)
    ژباړه:آيا څوک دی، چي د مضطر دعاء قبوله کړياو له هغه څخه ضرر دفع کړي،کله چي هغه الله راوبولي.
    مضطر: مفسرينو په بېلو- بېلو معناوو تعبير کړی دی، چي خلاصه يې داده: ډېر حاجتمند کس، سخت ناروغ يا داسي کس، چي د زمانې نور مشکلات پر نازل سوی وي او دی الله جل جلالهته خپل ضرورتونه عرض کړي او په عاجزۍ سره يې د حل غوښتنه وکړي.


    ۲:- د والد دعاء د ولد لپاره: پلار يا مور خپل اولاد ته دعاء وکړي الله جل جلالهئې قبلوي؛ ځکه رسول اکرم ص فرمايلي دي: درې دعاوي مستجابې دي(حتمي قبليږي) او په قبلېدلو کي ئې هيڅ شک نسته: د والد دعاء د ولد په حق کي، د مسافردعاء او د مظلوم دعاء.
    عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ النَّبِىَّ صقَالَ:"ثَلاَثُ دَعَوَاتٍ مُسْتَجَابَاتٌ لاَ شَكَّ فِيهِنَّ دَعْوَةُ الْوَالِدِ وَدَعْوَةُ الْمُسَافِرِ وَدَعْوَةُ الْمَظْلُومِ." (ابوداود و ترمذي)
    ۳:- مسافر: مسافر، چي د سفر په جريان کي د اللهجل جلاله څخه خپل حاجت پوره کول وغواړي اللهجل جلاله يې دعاء قبلوي.

    ۴:- د مظلوم دعاء: کله چي څوک مظلوم سي او هغه اللهجل جلاله ته د ظلم او ظالم څخه د نجات دعاء وکړي الله جل جلالهئې نه ردوي د هر ډول ظلم څخه، چي د نجات دعاء وکړي.
    قال ص: "وَاتَّقِ دَعْوَةَ الْمَظْلُومِ فَإِنَّهُ لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ اللهِ حِجَابٌ." (متفق عليه)
    ژباړه:رسول الله ص فرمايلي دي: د مظلوم له دعاء څخه وبېرېږه؛ ځکه د مظلوم او اللهجل جلاله تر منځ حجاب نسته.
    يعني د مظلوم د دعاء مانع نسته، اللهجل جلالهئې دعاء قبلوي.
    عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ الله ص:"دَعْوَةُ الْمَظْلُومِ مُسْتَجَابَةٌ، وَإِنْ كَانَ فَاجِرًا فَفُجُورُهُ عَلَى نَفْسِهِ." (مسند أحمد)
    همداسي امام احمدرح دابوهريرةرض څخه روايت رانقلوي، چي رسول اکرم ص وفرمايل: د مظلوم دعاء قبلېدونکې ده که څه هم فاجر وي؛ ځکه فجور يې خپل دی.
    ----------------
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X