Announcement

Collapse
No announcement yet.

د مړو څخه لا هم حیا کول

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د مړو څخه لا هم حیا کول

    ه



    حضرت عایشه رضي الله عنها فرمايي، چي زه به خپلي حجرې ته، چي په هغه کي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دفن و، ننوتم؛ نو ويل به مي دغه مي خاوند (د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم قبر) دی او دا مي پلار (د صدیق اکبر رضي الله عنه قبر دی). کله چي حضرت عمر رضي الله عنه له دوی سره دفن کړل سو، په الله جل جلاله دي مي قسم وي، چي زه هیڅکله بېله دې، چي کالي به مي پر ځان ښه نه وه پېچلي، خپلي حجرې ته نه تلم؛ ځکه د حضرت عمر رضي الله عنه څخه مي حیاء کوله. (مشکاة)


    تاسو وګورئ! چي بهترین او پاک انسانان څومره د حجاب مراعات کوي؟! د مؤمنانو مور حضرت عایشه رضي الله عنها د خپل مبارک خاوند او پلار په شتون کي بیا هم د حضرت عمر رضي الله عنه څخه حیاء کوي؛ چي هغه هم وفات سوی دی!


    نن سبا چي فتنې اوج ته رسېدلي دي او قیامت ډېر را نژدې دی، نارینه او ښځي باید څومره زیات د ستر او حجاب پابندي وکړي؟!
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

  • #2
    dalta juwandeyo Ta da spyano haiseyat nawarkawee sok aow dey Sara da morro gham dey.

    "To burn always with this hard gemlike flame, to maintain this ecstasy, is success in life."





    Comment

    Working...
    X