Announcement

Collapse
No announcement yet.

د حجاب فرضیت او د اسلامي حجاب طریقه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د حجاب فرضیت او د اسلامي حجاب طریقه

    بسم الله الرحمن الرحيم
    الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على محمد صلى الله عليه وسلم …
    الله جلا جلاله په قرآنکريم كښي فرمائي : (وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُّبِينًا ) الاحزاب 36.
    ژباړة : او نه دي (روا) هيڅ مؤمن سړي او نه هيڅ مؤمني ښځي ته كله چي حكم وكړي الله او رسول د دغه (الله) په يو امر كار كښي دا چه وي دوي ته اختيار له امره كاره خپله (په خلاف د امر د الله او درسول ) او هر څوك چه اطاعت نه كوي د الله او د رسول د دغه (لله) پس په تحقيق سره ګمراه سو په ګمراهي ښكاره سره. كابلي تفسير
    د حجاب د فرضیت دليل:
    الله جل جلاله مسلماني ښځي د حجاب او پردې كولو په باره كښي فرمائي : (وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا...) النور 31 .
    ژباړه : او ووايه اي محمد ايماندارو ښځو ته چي پټي دي وساتي د(نامحرمو څخه ) سترګي خپلي او ښه ټينګ دي وساتي فرجونه سترونه خپل (دمحرماتو په مقابل كښي) او نه دي ښكاره کوي زينت ښايست (او ځاي دښايست) خپل مګر هغه چي ښكاريږي له دغه ... كابلي تفسير.
    رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي : (المراة عورة) ښځه ټوله عورت دي يعني: ستر كول ضروري او لازم دي هغي ته (ښځي ته).
    كفار دمسلمانانو د ښځو دپاره څه غواړي؟
    په دي كښي هڅ شك نه سته چي حجاب د مسلماني ښځي د پاره پاکوالی تقوا ايمان حياء او عفت دی همداشان ښه او ساتر حجاب د ښځي په ايمان تقوى حياء او پاكوالي باندي دلالت كوي د ايمانداره او حياناكي ښځي دپاره حجاب تر هرڅه اسانه كار دي. *ډیر په تاسف سره بايد ووايم چي غرب او د غرب په ډيمكراسي مست كم عقلان نن ورځ غواړي چي د حريت او ازادۍ په نامه دمسلمانانو د ښځو څخه د اب او ابرو پړني لري كړي.
    او په عوض كښي يي د بې حیایی او بي ديني جامي ورواغندي خو مسلماني خوندي او میندي بايد هميشه د الله جل جلاله د دشمنانو دلومو او دامنو په مقابل كښي بيداره واوسي ولي چي كفار هيڅ كله هم د مسلمانانو نه دوستان كيږي او نه دمسلمانانو په خير خوشحاله كيږي الله جل جلاله د كفارو په باره كښي فرمائي وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُواْ)
    ژباړه : او هميشه به وي دوی (كافران) چي جنګ به كوي دوي له تاسي سره تر هغه پوري چه بيرته و ګرځوي تاسي له دينه ستاسي كه ئي لاس ورسيږي ( موقع ومومي).
    مسلمانه ولي بايد حجاب وكړي؟
    د حجاب په وجوبوالي سره اسلام د ښځي حريت او ازادي نه ده سلب كړي لكه نن ورځ چي يي غرب (كفار) وموږ ته راښي او يا هم هغه خلګ چي اسلام يي د غرب نه زده كړی او يا واسلام ته د غرب په دوربین كښي ګوري بلكي د حجاب وجوبوالي د ښځو دحفاظت او د هغه فساد مخنیوی دی كوم چي د ښځو په بي حجابي باندي رامنځ ته كيږي او د اسلام مبارك دين هيڅ كله نه غواړي چي ښځه د ځینو مفسدينو او اشرارو د بدو ښکار سي لكه نن ورځ چي د غرب ټولنه ورسره لاس او ګريوان ده .
    د مسلماني خور حجاب بايد څنګه يي ؟
    د يوي مسلماني خور حجاب بايد پر اسلامي اصولو باندي برابر او موافق وي كه چيري حجاب پر اسلامي اصولو برابر نه وي نو وهغه ته حجاب نه ويل كيږي لكه نن ورځ چي يي موږ او تاسو وينو يا يي لاسي كارونه پر كړي يي او يا يي هم مرۍ او غميان پر كار كړي يي او يا يي هم په داسي شكل او ډزاين جوړ كړي يي چي هغه ته حجاب نه ويل كيږي. هره مسلمانه خور بايد په دي پوه سي چي حجاب كول د ځان ښكاره كيدو او شو دپاره ندي بلكي حجاب كول يوعبادت او د الله تعالی وحكم ته غاړه اښودل او د خپل ځان حفاظت دی.
    شرعي حجاب بايد څنګه وي ؟
    :1 -حجاب بايد ډير نازك او شفاف ټوکر (تيكه) څخه نه وي جوړ سوي چي تر حجاب لاندي كالي (زيب او زينت) او هم بدن تر معلوميږي.
    2: -پر حجاب باندي لاسي او يا هم دماشين كار نوي او نه غميان او مرۍ ... پر كار سوي يي يعني د ساده ټوكره څخه بايد جوړ سوي يي.
    3: -حجاب بايد تنګ نه يي چي اندامونه (پنډوالی او نازكوالی)ترمعلوميږي.
    4: - حجاب بايد د كفارو د كالو (جامو) سره مشابهت ونلري.
    5: - حجاب بايد د نارينه د كالو (جامو) سره مشابهت ونلري. .
    6: -حجاب بايد ټوله بدن پټ كړي.
    7: - حجاب بايد دشهرت او ځان ښكاره كيدو دپاره نه يي.
    مثلا: حجاب يي د داسي رنګ څخه جوړ كړي يي چي هغه دټولني د حجاب درنګ خلاف وي.
    مثلا: په افغاني ټولنه كښي د حجاب رنګ اسماني دي او يو څوك حجاب د سره رنګه جوړ كړي.
    8: - حجاب بايد خوشبو داره او معطر نه وي.
    -----------------------------
    سرچينه تعليم الاسلام ويب پاڼه
    شيخ قاري طبلاوي
    بیان- د بد مزاج او قهر پېژندنه او علاج
    دوی څه وايي؟
    د ګل او ملغلرې د زړه خواله د حجاب ارزښت
    د نبي کريم ﷺ (۳۰) ځانګړتیاوي
    مرکه- د غیرمسلمانانو سره د مناظرې طریقې
    بوډا !
    ترانه- د جهالت د وخت عجيبه قصه!


    د همدې برخي نور توکي


    خويندو ته د ټولنيز ژوند په هکله پيغام

    حجاب د نوي مسلمانانو خوندو له نظره

    د یوه ملحد په ځواب کي

    د ښځو د لمانځه طریقه

    د ډول او ډمامو ناوې

    د حجاب فرضیت او د اسلامي حجاب طریقه

    په غرب کي د ښځو د مالي حقوقو تاریخ

    ښځو ته د رسول اکرم ﷺ خطاب

    دا گرده گناه زما د خاوند وه
    نارینه څو ودونه کولایسي ښځي يې نسي کولای

    د بې حجابي ښځي خاوند

    کورنۍ ته د پاملرني کولو ارزښت

    له کور څخه د ښځي د وتلو شرطونه

    د تمدنونو د ړنګېدو یوه وسیله

    نرمي سلګۍ

    د خپلي مېرمني زړه څنګه لاسته راوړلای سی؟

    د واده وروسته د ښځي نیمګړتیاوي

    په حجاب کي نغښتي ښېګڼې

    د واده اوله شپه باید څنګه وي؟

    ښځه څوک ده؟

    د ټول ښار ښځي د قرآن کريم حافظاني
    د حیض او نفاس بیلابیل مسایل

    حضرت زینب بنت خزیمه رضي الله عنها
    فرانسوۍ مسلمانه!

    ښځه د دعوت په میدان کي
    د اوداسه فرضونه، مستحبات او...



    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X