Announcement

Collapse
No announcement yet.

صرف پنځه شیان

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • صرف پنځه شیان

    حضرت ابوهریره رضي الله عنه فرمايي: که څوک دغه پنځه شیان ولري نو د نورو پنځو شیانو څخه به محروم نه سي :


    (١) شکر: هر هغه څوک چي شکر اداکوي نو د نعمتونو د ډېرېدو څخه به محروم نه سي لکه څنګه چي الله جل جلاله فرمايي :
    لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ . (سورت ابراهيم ايت ۷)
    ژباړه: که چیري تاسي (زما ) شکر وباسئ نو زه به و تاسو ته خامخا نور (نعمتونه ) هم در کړم .


    (٢) صبر : هغه چاته چي د صبر کولو توان ورکول سي نو د ډېر زیات ثواب څخه به محروم نه سي الله جل جلاله فرمايي :
    إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ. (سورت زمر ايت ۱۰)
    ژباړه: بېشکه کوم څوک چي دصبر څخه کار اخلي ، نو و هغو ته بې حسابه اجر او ثواب مقرر دئ .


    (٣) توبه : هغه څوک چي توبه وباسي نو د قبلېدو څخه به محروم نه سي الله جل جلاله فرمايي: وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ. (سورت شوری ايت ۲۵)
    ژباړه: او الله جل جلاله داسي ذات دئ ، چي د خپلو بندګانو توبې قبلوي او ګناهونه ور معافوي او تاسو ، چي څه کوئ په هغوباندي خبر دئ .


    (٤) بخښنه : هغه څوک چي د الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي نو د بخښلو څخه به محروم نه سي الله جل جلاله فرمايي :
    إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ . (سورت زمر ايت۵۳)
    ژباړه : بېشکه الله جل جلاله به ستا سي ټول ګناهونه معاف کړي بېشکه الله جل جلاله ډېر بخښونکئ زيات رحم کونکئ دئ .


    (٥) دعاء : هغه څوک چي دعا وکړي د قبلېدو څخه به يې محروم نه سي الله جل جلاله فرمايي :وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ .(سورت غافر ايت ۶۰)
    ژباړه : او ستا رب فرمایلي دي ، چي ماته دعا کوئ زه به ستاسو دعا قبلوم


    یوه بل عالم شپږم شی هم زيات کړئ دئ ، هغه دا چي څوک د الله جل جلاله په لاره کي مال مصرف کړي نو د ثوابونو څخه به محروم نه سي لکه څنګه ، چي الله فرمايي :
    وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ . (سورت سبا ايت۳۹) ژباړه : او هر هغه څه چي تاسو يې (د الله په لارکي) په مصرف رسوئ نو هغه (الله جل جلاله ) به د دې بدله درکوي او هغه خورا ښه روزي ورکونکى دئ .


    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X