Announcement

Collapse
No announcement yet.

موسیقي په احادیثو کي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • موسیقي په احادیثو کي

    موسيقي رسول الله صلی الله علیه وسلم حرامه ګرځولې ده
    لیکنه: مولوي عبدالهادي حماد
    دهرمسلمان و زړه ته تېره ده ، چي دبشريت ورستى ستر لار ښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دئ، دالله تعالی جل جلاله رضا ، ددوزخ څخه نجات ، جنت ته تلل ، ددنيا اواخرت برياوي درسول الله صلی الله علیه وسلم په پيروۍ كي پیدا کېدای سي يعني كه څوك كامله نېكمرغي غواړي نو په هغه څه دي عمل وكړي ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم امر ورته كړى دئ او د هغه څه څخه دي منع وكړي ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم منع ځني كړې ده.
    څرنګه ، چي مو موسيقي په قران كي وڅېړل نو معلومه سوه ، چي موسيقي قران حرامه كړې ده همدا ډول سترلارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم موسيقي حرامه كړې ده كه څه هم دموسيقۍ دحراموالي لپار ه ډېرحديثونه سته خو د بيلګى په ډول به ځيني حديثونه رانقل كړو:


    لومړی حدیث:
    ليكونن فى أمتى أقوام يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف... (البخارى )


    ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: هغه وخت نژدې دئ ، چي زما په امت كې به داسي خلك پيداسي ،چي زنا ، ورېښم ، شراب اوموسيقي به روابولي.


    په يوه روايت كي داسي راغلي دي: هغه وخت نژدې دئ ، چي زما په امت كي به داسي خلګ پيداسي ، چي شراب به چيښي او په بل نامه به يې نوموي په سرونو باندي به يې سندرغاړي سندري وايي الله جل جلاله به داسي خلك په مځكه ننه باسي او شکلونه به يې د خنزيرانو اوبيزوګيانوپه څېركړي.


    یادونه: په پورتني حديث كي رسول الله صلی الله علیه وسلم دوې خبري وښوولې لومړۍ خبره داچي موسيقي حرامه ده دوهمه خبره داچي موسيقي اورېدل كبيره ګناه ده ځكه دصغيره ګناه په كونكي باندي دومره عذاب نه راځي ،چي بیخي دي بېزوګان سي.


    پورتني حدیث دهغو احادیثو څخه دئ،چي علماوو ورته قوي حدیث ویلی دئ داچي ځیني کسان وايي: دموسیقۍ دحراموالي لپاره قوي حدیث نسته یوازنۍ وجه یې داده،چي مطالعه یې کمه وي او فکر کوي ،چي دا حدیث یوازي بخاري رانقل کړی دئ حال داچي دپورته حدیث په تخریج کي تاسو وګورئ په حاشیه کي په زیات شمېر داحادیثو کتابونه لیکلي دي،چي یاد حدیث یې رانقل کړی دئ.

    دموسيقی رواکونکي ليکوال یو دليل دادئ چي دموسيقی دحرمت په اړه هيڅ قوي حديث نه سته که کوم حديث راغلی وي هغه هم منقطع اويا ضعيف دئ ځکه نوموړی ليکوال دابن حزم ظاهري هغه ويناوي رانقلوي ، چي وايي : کوم حديث ، چي بخاري شريفي د موسيقۍ دحرمت په اړه روايت کړی دئ هغه قوی نه دئ ځکه دغه حديث منقطع دئ.

    داخبره ما ته دومره عجیبه ښکاره سوه لکه د ورځي ،چي دچا څخه لمر ورک وي او دبل چا څخه پوښتنه کوي،چي لمر کوم دئ؟
    تعجب!!!
    دهند دنيمي وچي ( برصغير) ستر عالم علامه مفتی محمد شفيع رحمة الله علیه ليکی: دابن حزم پورتنۍ وينا دباور وړ نه ده ، چي وايي: بخاری چي کوم حديث دموسيقۍ دحرمت په اړه نقل کړی دئ هغه منقطع دئ ځکه محديثينو دابن حزم پردغه وينا باندي سختي نيوکي کړي دي او دده دزړه خيالي سوالو ته يې په زړه پوري اوقناعت ورکونکي جوابونه ويلي دي ان تر دې ،چي ځينو علماوو يې په مخالفت ځيني مستقلي رسالې ليکلي دي ،چي د ناصرالدين الباني رساله يې ديادوني وړ ده چي د ابن حزم په رد کي يې ليکلې ده.


    علامه مفتی محمد شفيع رحمة الله علیه دهغو جوابو څخه ،چي محديثينو دابن حزم په رد کي ويلي دي ځيني یې رانقل کړي دي دکوم چا، چي په دومره وينا قناعت نه وي او د نورو جوابو د ليدلوسره يې مينه وي نو وګورئ: اسلام اورموسيقی صفحه: ۱۴۰، تالیف: علامه شیخ محمد شفیع رحمة الله علیه


    بل داچي نوموړي كسان دبخاري په روايت هم نه دي پوه سوي او د بخاري دغه روايت هيڅ ضعيف نه دئ داچي ولي؟ د دليل لپاره تېرو پاڼو ته مراجعه وكړئ هغه خبري بیا تکرارول مناسب نه دي، ځيني خلګ بيا دخپلي شومي موخي دترلاسه كولو له امله دپورتني حديث يو لاروركونكى تاويل كوي چي هيڅ اصل اوبنسټ نه لري؟ دتعجب خبره داده ،چي دحدیث ښکار معنا پریږدي تاویلي معنا مرادوي څو دوی خپل هدف ته ورسیږي اعاذنا الله دپوره تفصیل لپاره وګورئ: اسلام اورموسيقي صفحه:۱۲۶


    دوهم حدیث:
    وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ , أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى الله عَلَيه وسَلَّم قَالَ : يُمْسَخُ قَوْمٌ مِنْ أُمَّتِي فِي آخِرِ الزَّمَانِ قِرَدَةً وَخَنَازِيرَ قَالُوا : يَا رَسُولَ اللهِ ، أَمُسْلِمِينَ هُمْ ؟ قَالَ : نَعَمْ ، وَيَشْهَدُونَ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ، وَأَنِّي رَسُولُ اللهِ ، وَيَصُومُونَ وَيُصَلُّونَ قِيلَ : فَمَا بَالُهُمْ يَا رَسُولَ اللهِ ؟ قَالَ : اتَّخَذُوا الْمَعَازِفَ وَالْقَيْنَاتِ ، وَالدُّفُوفَ ، وَشَرِبُوا هَذِهِ الأَشْرِبَةَ ، فَيَأْتُوا عَلَى شَرَابِهِمْ وَلَهْوِهِمْ ، فَأَصْبَحُوا وَقَدْ مُسِخُوا.( أخرجه أبو نعيم فى الحلية (3/119) . و رواه مسدد وابن حبان ، كف الرعاف جلد: ۱ صفحه:۲۲۰ )


    ژباړه : دابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دئ: دی مبارک فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلی دي: په اخره زمانه کي به زما په امت کي ځيني قومونه مسخه سي د بيزوګيانو او خنزيرانو په شکل به بدل سي اصحابانو وپوښتل: يارسول الله ايا دوی به مسلمانان وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: هو! دوی به کله شهادت وايي اوروژې به نيسي اصحابانو وپوښتل: يارسول الله! دوی به ولي د داسي عذاب سره مخ وي؟ یعني څه ګناه به یې کړې وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: دوی به موسيقي اورېدل ، دسندرغاړو ښځو سندري اورېدل دځان لپاره عادت ګرځولي وي او شراب به څښي يوه شپه به دوی په شراب څښلو، لهو او لعب تېره کړې وي کله چي سهار سي دوی به مسخ سوی وي.


    دریم حدیث:
    علي بن أبي طالب - رضي الله عنه - قال :قال رسولُ الله -صلى الله عليه وسلم-: «إذا فعلَتْ أُمَّتي خمسَ عشرَةَ خَصْلَة حلَّ بها البلاءُ... وشُرِبَ الخمرُ ، ولبس الحريرُ ، واتُّخِذَتِ القيان ، والمعازف ، ولَعَنَ آخِرُ هذه الأمة أوَّلها ، فلْيَرْتَقِبُوا عند ذلك ريحا حمراءَ ، وخسفا أو مسخا».( أخرجه الترمذى )
    ژباړه : علی رضي الله عنه فرمايي ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : کله ، چي زما په امت کي پنځلس خويونه پيدا سول نو دبلاوو نزول به پيل سې رسول الله صلی الله علیه وسلم ددغو پنځلسو څخه موسيقي اوسندرغاړي ښځي دودېدل وشمېرل.


    څلورم حدیث:
    وَعَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ , قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيه وسَلَّم : يَكُونُ فِي هَذِهِ الأُمَّةِ خَسْفٌ وَمَسْخٌ وَقَذْفٌ قِيلَ : وَمَتَى ذَلِكَ يَا رَسُولَ اللهِ ؟ قَالَ : إِذَا ظَهَرَتِ الْقَيْنَاتُ وَالْمَعَازِفُ ، وَاسْتُحِلَّتِ الْخُمُورُ.( سنن ابن ما جه )


    ژبا ړه : د حضر ت سهل بن سعدڅخه روايت دئ: دی مبا رک فرمايي:رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرما يل: په دې امت کي به په مځکه ننوتل راسي،په حيواني شکلو، اوښتل او د ډبرو اورېدل به راسي ،يو چا وپوښتل: دا به کله وي يا رسول الله ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرما يل:کله چي سندر غاړي ښځي را ښکاره سوې او خلګو شرا ب حلال وګڼل .


    دا چي مو ضوع مو ډيره نه وي اوږد ه کړي ويلای سو ، چي د موسيقۍ د حرمت لپاره ډېراحاديث راغلي دي ، چي د هغو ټولو يوځای کول ګران کار دئ، که څه هم مؤمن مسلمان ته پکار ده ،چي دیوه حدیث په اورېدلو باور وکړي او که په یوه باور ونه کړي نو بیا ،چي هر څومره ورته وویل سي په هغو یې هم باور نه راځي خو دکوم چا ،چي په پورتنیو حديثونو باندي لا پوره باور نه وي راغلی نو نور حديثونه او نور موثق دلايل دلنډي لاری په "اسلام اورموسيقي" صفحه: ۱۲۴ کي ، په جواهرالفتاوی لومړي ټوک صفحه: ۵۵۷ کي ترلاسه کولای سي.


    همدا ډول لاندی معتمد کتابونه مطالعه کړئ ترڅو ټول هغه حديثونه مو تر نظر تير سي ،چي د موسيقۍ د حرمت لپاره ذکرسوي دي:


    بخاری جلد:۱ صفحه : ۸۳۷
    ابن ماجة، صفحه: ۳۰۰
    اغاثة اللهفان جلد:۱، صفحه: ۲۶۱
    نيل الاوطار جلد:۸، صفحه : ۹۷ او ۱۰۰
    ابن حبان، صفحه: ۳۳۶
    ترمذي، جلد: ۲ ، صفحه:۴۴
    کف الرعاع جلد:۱، صفحه: ۱۵
    سنن ترمذي جلد:۱، صفحه: ۴۴
    مسند احمد ،جلد:۲، صفحه:۱۵۸
    مسند احمد ،جلد: ۱، صفحه: ۲۷۴
    مسند احمد ،جلد: ۳، صفحه: ۴۳۳
    مسند احمد ،جلد:۵، صفحه: ۲۶۸
    مسند احمد، جلد: ۶، صفحه:۱۵۰
    ابوداود، کتاب الادب ،باب کراهية الغناء والزمر، جلد:۲ ،صفحه : ۶۷۴
    ابوداود، کتاب الاشربة ، باب ماجاء فی السکر، جلد:۲، صفحه :۵۱۹
    سنن ابی داود، کتاب الاشربة ،باب فی الادعية، جلد:۲، صفحه: ۵۲۰
    ابوداود، جلد: ۴، صفحه: ۴۳۵
    بیهقي ،باب ماجاء فی ذم الملاهی من المعازف والمزامير ،ج:۱ ص:۲۳۱
    بیهقي ج: ۱۰، صفحه: ۲۲۲
    کنزالعمال، جلد:۷ ، صفحه: ۵۳۵
    مسلم ، جلد:۲، صفحه: ۲۰۲

    مخکنۍ لیکني:
    موسیقي قران کریم حرامه کړې ده
    موسیقي په اسلام کي
    موسيقي په څلور واړه مذهبه حرامه ده
    موسیقي په اسلام او ساینس کي

    ورپسې لیکني:
    د موسیقۍ د روا والي دلایل
    ---------------------
    ۱: أخرجه البخارى (5/2123 ، رقم 5268) ، وأبو داود (4/46 ، رقم 4039) ، وابن حبان (15/154 ، رقم 6754) ، والطبرانى (3/282 ، رقم 3417) ، والبيهقى (3/272 ، رقم 5895) صحيح البخاري كتاب الاشربة باب ماجاء فى من يستحل الخمر ويسميه بغيراسمه جلد: ۲ صفحه:۸۳۷ ، ابن ماجة كتاب الفتن باب العقوبات صفحه: ۳۰۰ ، اغاثة اللهفان جلد:۱ صفحه : ۲۶۱ مواردالظمان الى زوائد ابن حبان كتاب الاشربة باب فىمن يستحل الخمر صفحه:۳۳۶
    .
    ۲: أخرجه أبو نعيم فى الحلية (3/119) . و رواه مسدد وابن حبان ، كف الرعاف جلد: ۱ صفحه:۲۲۰


    ۳: أخرجه الترمذى (4/494 ، رقم 2210) .


    ۴: اتحاف الخیرة المهرة کتاب الفتن، رقم: ۷۵۵۶، کنزالعمال، الخسف والمسخ والقذف، رقم: ۳۸۷۳۳، سنن ابن ما جه ،کتا ب الفتن ، باب الخسوف ، صفحه:۳۰۴ ، مسند عبد بن حمید، جلد:۱، صفحه: ۱۶۷، رقم: ۴۵۲
    قاري صداقت علي
    د سرور کاينات ژوند سړی بدلوي!
    د جاهلیت د وخت څلور ډوله نکاح
    د زنا څخه د ځان ساتلو لاري
    مرکه- د غیرمسلمانانو سره د مناظرې طریقې
    د آس واقعه! په کره توګه کار کول
    اردو نعت- نبي (ص) کی عظمت




    د همدې برخي نور توکي


    حکم نګاه کردن به زن محرم

    زردکي د روغتیا لپاره
    د حضرت عایشې رضي الله عنها د نکاح حکمتونه

    له حقه تېښته

    د ځوانۍ تعریف
    د پېغمبرانو علیهم السلام د راتگ ضرورت

    لمونځ او ننني مسلمان

    د غوماشي جوړښت

    څو په زړه پوري خبري

    تعذیب نه تأدیب!
    د نيوكې او اعتراض سره چلن

    د استغفار ګټي
    د غيبت اوريدل هم غيبت دى

    خالص عسل څنګه وپېژنو!!!

    د بشر د ژغورني په پلمه د مسلمانو غولونه

    ولادي نسايي ناروغۍ
    د فتنو په دور کي بايد څه وکړو؟

    د انسانیت تعریف
    د میلاد د ورځي په لمانځلو کي منکرات

    حقیقي غیرت
    د قهر چــــــــــــــــــاره
    د تردد او ګډوډۍ مخنيوی
    د نیمګړتیاوو او ستونزو ځني حلونه
    خپل دين وساتئ!
    بالمثله جواب !
    مرکه- د ګناه دنيوي زيانونه



    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X