Announcement

Collapse
No announcement yet.

خپل دين وساتئ!

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • خپل دين وساتئ!

    د الله تعلی د رسول صلی الله عليه وسلم څخه چا پوشتنه وکړه چي څوک ښه مسلمان دی، د الله تعالی رسول صلی الله عليه وسلم ورته وفرما یل: هغه چي د ژبي او لاس څخه یې بل مسلمان په امان وي. (بخاری)

    په ننۍ نړۍ کي دخلکو برداشت د یو بل په واړندي لږ شوی او ډېر لږ د یوبل سره په ورین تندي خبري کوي خصوصاً ټولنيزو پاڼو باندي لکه فیس بک ، ټویټر وغیره...

    کیداي شي تاسو هم لیدلي وي چي ځیني ملګري قومي، ژبني، مذهبي او سیاسي پاڼي لري چي نه یوازي کومه خاصه فایده نلري بلکي د نفاق لامل کیږي. په داسي حالاتو کي تر ټولو اړینه دا ده چي د خپل دین او ژبي ساتنه وکړو، ډېره اسانه ده چي پر فیس بک باندي د چا پر پوسټ باندي په قهر شو او څه ولیکو خو ګړی ورسته چي ارام سو پوه به شو چي نه یوازي مو خوږ ملګری د لاسه ورکړی بلکي نا مناسبو الفاظو مو نور ملګري هم خوږ کړي.

    نه یوازي چي ملګری به مو خپه کړی وي د شر بنسټ به مو هم ایښي وي، هر څوک چي ستاسو بده لیکنه ګوري او شریکه وي يې تاسو به په ګناهګاره کیږئ.
    فکر وکړئ د یوې لحظې قهر په خاطر ولي خپل آخرت خراب کړو؟

    په همدې باب دالله جل جلاله رسول صلی الله عليه وسلم فرمایلي: غښتلی هغه ندی چي بل را وغورځوي بلکي غښتلی هغه دی چي د غصې په حال کي خپل ځان کنترول کړي. (صحيح بخاری و مسلم)

    الله پاک دي موږ ټول د هغو دجملې کړي چي خپل ګفتار او اعمال د سنت او قران مطابق کړوو.
    امین.
    رالېږونکی: عبدالقدیر پوپل - پلازمينه
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X