Announcement

Collapse
No announcement yet.

آیا ریښتنې معجزه پیژنئ؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • آیا ریښتنې معجزه پیژنئ؟

    آیا ریښتنې معجزه پیژنئ؟ 28-07-2010 12:42 AM
    لیکنه : الشيخ عائض القرني ژباړه :عبدالرحمن فرقاني
    هر امت لره يوه معجزه، د فخر يومصدر، د شرف يو قاموس وي، زموږمعجزه، فخر او شرف قرآن دی . که قرآن نه وی نو دیانت به لمنځه تللی ؤ ، ژبه به نابوده شوې وه ، هویت به تباه شوی ؤ، برهان به فاسد شوی ؤ، حجت به ساقط شوی ؤ. قرآن د امت ژوند، د تمدن میلاد، د افتخاراتوکتاب ، د فضیلتونو دیوان دی . که د دنیا ټول کتابونه يې لوستی وي، مسکین دی هغه څوک چې قرآن نه لولی ، او که د دنیا په ټول بشري تولید پوه وي، وړکی دی هغه څوک چې په قرآن نه پوهیږي .
    په قرآن کې د قانت عاجزي ، د زاهد پاڼه ، د رهبر عظمت، د مبارز دلاوری ، دشهید عزت ، د حق ښایست ، د فضیلت لویی ده. په قرآن کې د حکم تګلاره ، د عادل حکومت دستور، دشوری ارزښت ، دسولې میثاق ، د پادشاهانو شان اوشوکت دی . په قرآن کې د ایمان نښې ، د وطن سره مینه ، دسیاست پاکوالی ، داقتصاد هیکل ، د پوهې مجلسونه ، د تاریخ عبرتونه، د طبیعت اسرار او د زمانې کیسه دي . په قران کې پاک ، ښه او مبارک هرکلي دي ، او پرهیزګارې نړۍ ته، عادل حاکم ، بردبارکارګر ، دالله په لارکې جواد ورکوونکی ته، شاکر ثروتمند ، صابر فقیر ، په ابتلاء کې پر الله تعالی اعتماد کوونکي ته ، دلاور مبارز ، زیرک عاقل ، عاجز مخلوق ، با تدبیره پوه او پاک لمنې مؤمنې اوشریفې ښځې ته ښه راغلاست وایی. په قرآن کې د الحاد په پیشوایانو، دشرک په مریدانو ، د بت پرستۍ په شیطانانو، د ظلم په نښو ، د بغاوت اواستبداد په نوکرانو ، په فیوډالانو ، په تهمت تړونکو، په رشوتخور اوسودخورو، هر اړخیزه ادبي یرغل شوی ، او پکښې د جبراوزور د پناګاهو ، د جاهلیت د لوبغالو، د جرم د ځالو، او د بیهوده او عبث لوبځاینو تباهي او نابودي ده . په قرآن کې د اسراف کوونکو او بې اندازې شان اوشوکت غوښتونکو ، د غولوونکو مظاهرو مینوالو ، د بې ځای ځان ښودنه اود دروغجنو دعوا کوونکو اړوند کلکه غندنه اوسخت خبرداری ورکړ شوی دی . په قرآن کې د جنګ په جوړوونکو ، د شیطان په پیروانو ، د بهتان او سحرګرو په پیشه ورانو د غضب چیغه شوی . هغه پرسرکشه ، باغی او افراطګرو باندې بدریغه هجوم وروړي ، او زورورو، کبرجنو ، بیکارانو ، بې باکانو، اونا پوهه مخ اړوونکو ، او ظالمو جاهلانوته په سپکه سترګه ګوري . په قرآن کې د نفس اسرار ، د وجدان رازونه ، د سینې رازونه ، د نیتونو ارادې په دقیق ډول څیړل شوی او په ژور ډول کشف شوی دي . اوپکښې د ثروتمند د بخل نه، دحقیقت له منکرینو نه، د مستبد دجبرنه ، د احمق د کبر نه ، او د فاجر د جرات نه ، دعاق له تهمت اوښنکځلو نه ، د شریرله زهرو نه ، د منافق له نقابونونه پرده پورته شوی ده .
    په قران کې د امتونو کیسې، د ملتونو تاریخ ، د دولتونو داستانونه ، د پیړیو نقلونه په ښکلې ډول بیان شوې دي ، قرآن موږ د تجارتی قافلو ، د بحری کیښتیو ، د جنګیالیو له ټولیو ، د صحرا له ژوندانه او د تمدن له کیسو نه خبروي ، همدا رنګه په قرآن کې د بندګانو ژړا ، د پرهیزګارانو دعا ، د پادشاهانودشپې بنډارونه، د شپنوو های های ، د خطیبانو ویناګانې ، د ادیبانو لیکونه ، دسیاست پوهانو بحثونه ، د جنګونو جریانونه ، دسولې هنرونه ، نړیوال تړونونه او تاریخي پروتوکولونه اورو او لولو . په قرآن کې د لمر اړوند په زړه پوری روایت ، د سپوږمۍ اړوند د دلالت نه ډک یادونه ، دستورو او سیارو اړوند درسونه ، د آسمان او کایناتو اړوند سبقونه دي ، اوپکښې دتندر غرهار، دبریښنا څرکونه ، دورېځو ښویدل ، د تندو بارانونو فیض (وريدل)، له میوونه ډک باغونو ښکلا ، له سیورورو ونوډک باغونود خیالی ښایست دی . په قرآن کې د انځورګر انځورګری ، د حکیم قلم ، دپادشاهۍ تخت ، دعابد مصلى، دمفتی حلقه ، د زیارکښ کارګر کارځای ، د نابغه الهام دی .
    قرآن مبارزه او قرباني ، مقاومت او زړورتیا ، صداقت او وضاحت ، اخلاص او پیرزوینه ، سیالی او چټکتیا ، همت اوزړورتیا ، مهارت اوپوه، صبر اوباور ، عدل اوعاجزی ، علم او عمل ، اروا او کالبد ، غیب اوګواهي ، دنیا او آخرت ، مسؤل او رعیت ، ښکاره اوپټ ، ژوند اومرګ دی . په قرآن کې دبیان آزادي ، د قناعت فضیلت ، د جبرنه کرکه ، د خودخواهۍ غندنه ده، او ټولنیز مصالح، انساني ورورولي ، د پوهې مرکزونو جوړولو ، او دعقل ستاینې ، د ګذشت صفت ته بلنه شوې ده . په قران کې د بې حده انتقام ، وحشت اوبربریت ، او کرغیړن اختلاف نه کرکه شوې ده . دا قرآن د هغو لوړو دلالتونو ، سپیڅلو اهدافو ، لویو افکارو ، پخو لارښونو ، حکیمانه وصیتونو ، ژورو پندونو ، درندو دلالتونو اود ځلانده برهانونو ربانی سند دی ، نوتباهی ده هغه چا لره چې له قرآنه مخ اړولي.

    پرنټ کول

  • #2
    آیا ریښتنې معجزه پیژنئ؟ 28-07-2010 12:42 am

    I am no bird, and no nest ensnares me.

    non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

    Comment

    Working...
    X