اسراء اومعراج د محمدي رسالت ځانګړتیا 14-07-2010 02:15 pm
عبدالرحمن فرقاني
سفر وکاوه موسی طور سینا ته سفر وکاوه ادریس عیسی سما ته محمد وخوت بالذات ((عرش اعلی)) ته مقرب (( قاب قوسین اوادنی )) ته فکروکړه ته بیان د (( ما اوحی )) ته له زړه ځیرشه ته برهان د ((مایغشی )) ته اسراء هغه ځمکنۍ رحله ده، چې الله تعالی د رسول (صلى الله عليه وسلم) لپاره د شپې په اوږدو کې د مکې مکرمې نه فلسطین (قدس ) ته .. د مسجدالحرام څخه مسجد الاقصی ته ممکنه کړه .
اومعراج هغه سیاحت ؤ، چې د ځمکې نه آسمان ته .. د قدس نه سموات العلا ته، دآسمانونوهغې برخې ته چې لدې وړاندې بشر نه ؤ ورسیدلی (سدرة المنتهی) او هغه لوري ته چې الله تعالی پرې عالم دی ..ترسره شو . دغه دواړو سفرونو ته اسراء والمعراج ویل کیږي . د جمهورو علماوو په عقیده ، رسول الله صلی علیه وسلم په ویښه (بجسده المبارک ) معراج ته بیول شوی دى، یوازې د دوه دریو تنو صحابوو څخه نقل شوي، چې رسول الله صلی علیه وسلم دیوه عجیب اوغریب خوب په حالت کې دا سفر تر سره کړی دی، خو د ډيرو جمهورو علماوو په قول او استدلال دا تفسیر د دغې رباني معجزې له غرض سره سمون نه لري، نو ځکه راجح قول دا دی، چې رسول الله صلی علیه وسلم په ویښه دا سفر تر سره کړی دی .
په مکه مکرمه کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په ژوندانه کې اود اسلام دین ته د دعوت په ډګر کې دا دوې رحلې ځانګړی اهمیت لري، وروسته لدې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې د الله جل جلاله د دښمنانو له لوري ډیر کړاونه او دردونه وزغمل، اوبیا ئې ګمان وکړ چې کیدای شي په طایف کې دطایف خلک تر قریشو ښه معامله ورسره وکړي، نو طایف ته ئې تشریف یووړ، خو له بده مرغه هلته ئې تر قریشو ډیر ظالمان اوبې رحمه خلک ولیدل . د طایف خلکو خپل غلامان، لوچک او بې بندباره کسان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځورولو لپاره وګمارل، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ئې په تیږو وویشته، آن تر دې چې له مبارکو پښو ئې وینې بهیدلې، پداسې حال کې چې زید بن حارثه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مولا (آزاد شوي غلام) هڅه کوله چې له رسول الله نه دفاع وکړي، او هغو تیږو ته ئې ځان سپر کړي، چې رسول الله صلی علیه وسلم پرې ویشتل کیده، ترڅوئې سر دوه ځایه څیرې شو.
رسول الله صلی علیه وسلم له طایف نه پداسې حالت کې ووت، چې مبارکې پښې يې زخمي وې ،اووینې ورنه بهیدلې، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپلو پښو زخمونو دومره ونه ځوراوه، څومره چې د خلکو خبرو د ده مبارک زړه زخمي کړ . پدې وخت کې الله تعالی د غرونو پرښته ورته را ولیږله، د غرونو ملایکې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل : که غواړې پر دوی باندې به دوه غرونه یوځای کړم، دوی به د دوه غرونو تر منځ نابود کړم، خو رسول الله صلی علیه وسلم سره له ټول عذابه چې په طایف کې ورسره مخ شو دا ونه منله، چې د طایف خلک د دوو غرنو تر منځ نابود شي، او ویې فرمایل : زه هیله من یم چې د دوی له نسله به داسې خلک پیدا شي، چې د الله تعالی عبادت او بندګي وکړي، اود الله تعالی سره به څوک په خدایۍ کې شریک نه کړي، یا الله ! ته زما دې قوم ته هدایت وکړې، دوی نه پوهیږي ..
لدې ټولو کړاوونو وروسته الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دا رحله برابره کړه، له یوه لوري يې د کړاونو اوتکلیفونو پاداش ورکړ اوله بل لوري يې پدې پوه کړ چې که د ځمکې اوسیدونکي له تا مخ اړوي، خو د آسمان اوسیدونکي دې هرکلی کوي، که دا خلک ستا د دعوت مخنیوي کوي، خو الله تعالی دې هرکلی کوي، او پیغمبران دې امامت مني. دا د الله تعالی له اړخه د رسول الله تکریم او قدرداني وه، او د دوهمې مرحلې لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم روزل او تیارول وو .
اسرا اومعراج او هجرت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوندانه کې هغه روزونکې مرحلې وې، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ئې د هغې بنسټیزې مرحلې لپاره تیارکړ، هغه مرحله چې د جهاد او مبارزې مرحله وه، د ټولو عربانو سره د وسلوالې مبارزې مرحله، داسلامي حکومت د جوړولو مرحله، د الله تعالی د احکامو د پلي کولو مرحله، دا پداسې حال کې چې ټول عربان يې په ګډه دښمنان وو، بت پرستان له یوه لوري او مجوس له بل لوري، او همدا راز یهودان او عیسویان، چې په انجیل کې ئې د خپلو نفسي غوښتنو په بنسټ لاسوهنې کړی وې، او د توحید عقیده ئې له بت پرستۍ سره ګډه کړ ې وه، له دریم لوري ورسره دښمني کوله . نوپکار وه تر څو نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دغې مهمې او لویې مرحلې لپاره تیار شي، تر څو د دغو ټولو جبهو سره پدې لږ شمیر کسانو اوپدې نا چیزه وسله مقابله وکولای شي، نو ځکه الله تعالی وغوښتل چې د آسمانونو او ځمکې نښې او معجزې وروښيي، قال الله تعالى: {سبحان الذي أسرى بعبده ليلاً من المسجد الحرام إلى المسجد الأقصى الذي باركنا حوله لنريه من آياتنا} ژباړه (( پاکي ده هغه ذات لره، چې بیولی ئې ؤ بنده خپل (محمد) د شپې په یوه برخه کښې، د مسجد الحرام نه تر مسجد الاقصی پورې، هغه چې برکت اچولی دی موږ دهغه ګرد راګرد، ترڅو وروښیو خپلې د قدرت نښې . )) تر څو پدې کون اوځمکه اوآسمانونو کې د الله تعالی نښې او معجزې وویني، څرنګه چې الله تعالی په سورت النجم کې فرمایلي :[ لقد رأى من آيات ربه الكبرى ما زاغ البصر وما طغى}. ژباړه : یقینا ده د خپل رب د قدرت هغه لویې نښې ولیدې . نه وی اوښتې سترګې دمحمد بل لوري ته، او نه هم تیرې شوې وې له خپل حده .)) یعنی هر هغه څه چې رسول الله صلی علیه وسلم ولیدل په پوره توجه او اتقان سره ئې ولیدل، وهر هغه څه ئې ولیدل چې باید ده پدې سفر کې لیدلي وی، یعنی د ده مبارک نظر الله تعالی په هغو نښو متمرکز کړی ؤ، چې باید ده پدې سیاحت کې لیدلی وی، الله تعالی ځکه دا لویې نښې وروښودې، چې زړه ئې قوت پیدا کړي او اراده ئې د کفر اوطاغوتونو په وړاندې د مبارزې لپاره ټینګه شي، څرنګه چې الله تعالی د موسی علیه السلام سره هم په قرآن کریم کې ورته صورتحال موږ ته بیان کړی، کوم مهال چې موسی علیه السلام جابر فرعون ته ورته، الله تعالی ده ته د خدایۍ نښې او معجزې وروښودې، تر څو ئې اراده ټینګه اوعزم ئې پوخ شي، اود هغه سرکشه فرعون څخه ونه ویریږي چې خلکو ته ئې ویل : [انا ربکم الاعلی، وما علمت لکم من اله غیري ] ژباړه : (( زه ستاسو تر ټولو لوړ رب یم، زه ستاسو لپاره ترخپل ځان پرته بل اله نه پیژنم)).
کله چې الله تعالی موسی علیه السلام مخاطب کړ او ورته ئې وفرمایل : {وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَا مُوسَى* قَالَ هِيَ عَصَايَ أَتَوَكَّأُ عَلَيْهَا وَأَهُشُّ بِهَا عَلَى غَنَمِي وَلِيَ فِيهَا مَآرِبُ أُخْرَى* قَالَ أَلْقِهَا يَا مُوسَى* فَأَلْقَاهَا فَإِذَا هِيَ حَيَّةٌ تَسْعَى* قَالَ خُذْهَا وَلاَ تَخَفْ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا الأُولَى* وَاضْمُمْ يَدَكَ إِلَى جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ آيَةً أُخْرَى* لِنُرِيَكَ مِنْ آيَاتِنَا الْكُبْرَى} ژباړه: (( اوڅه دي ستا په ښي لاس کې اې موسی، نو وویل موسی دا همسا ده زما، چې تکیه کوم پردې، او څنډم پردې پاڼې د ونې چې تویې شي پر پسونو زما، او پدې همسا کې زما نورې هم ډیرې اړتیاوې دي . بیا وفرمایل الله تعالی ،چې وغورځوه دا همسا خپله اې موسی، نویې وغورځوله خپله همسا، نو ناڅاپه شوه مار دا همسا، چې منډې يې وهلې ځغلنده . بیا وفرمایل الله تعالی موسی ته، چې ونیسه دا همسا او مه و یریږه ! زر به راوګرځو موږ ستا دا همسا هماغه لومړني شکل ته اوپیوست کړه خپل ښی لاس خپل تخرګ ته، چې راوبه وځي تک سپین روښانه اوځلانده، بې له عیبه . حال دا چې دا معجزه ده بله د دې لپاره، چې دروښیو تا ته ځینې له هغو معجزو څخه، چې ډیرې لویې دي )) دا معجزې الله تعالی موسی علیه السلام ته د دې لپاره وروښودې تر څو یې اراده او عزم پوخ شي، او اسلام ته د دعوت په لاره کې استقامت وکړی شي .
سربیره پدې چې اسرا اومعراج د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د الله تعالی له اړخه تکریم او قدرداني وه، خو د دې تر څنګ دې پیښې د مسلمانانو په راتلونکي ژوندانه کې ځانګړی اهمیت درلود، ځکه چې پدې شپه په مسلمانانوپنځه وخته لمونځ فرض شو، الله تعالی خپل غوره پیغمبر د مسجد الحرام نه د شپې په اوږدو کې بیت المقدس ته یووړ، اوله بیت المقدس څخه ئې سدره المنتهی ته پورته کړ، ترڅو لمونځ ورباندې فرض کړي، اود مسلمانانو په ژوندانه او ټولنه کې ئې د دې فریضې له اهمیت اوارزښت نه خبر کړي، هغه فریضه چې د بنده او الله تعالی تر منځ رابطه قایموي، پدې فریضه کې په لومړي ځل پنځوس لمنځونه فرض کړی شول، بیا رسول الله صلی علیه وسلم د موسی علیه السلام په اشاره پرلپسې د الله تعالی نه د خپل امت اړوند د تخفیف ِغوښتنه کوله، تر څو چې پینځه لمنځونه فرض شول، او ویل شوی، چې دا لمنځونه په عمل کې پینځه لمنځونه دي، خو اجر ئې د پنځوسو لمنځونو دی .
که د رسول الله صلی علیه وسلم پورته کیدل سدره المنتهی ته د هغه مبارک (معراج) دی، خو د هر مسلمان معراج دالله تعالی لوری ته د هغه لمونځ دی . دا پوښتنه پیدا کیږي، چې ولې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسجد الحرام نه آسمانونو ته پورته نه شو ؟ ولې یوځل بیت المقدس ته دشپې په اوږدو کې یووړل شو، او بیا له هغه ځایه آسمانونو ته پورته شو؟ بیت المقدس ته درسول الله صلی الله علیه وسلم وړل، مقصود کار ؤ . هلته رسول الله صلی علیه وسلم ته د الله تعالی دقدرت دلایل او نښې وښودل شوی، په هغه ملک کې چې مسجد الاقصی او بیت المقدس واقع دي الله تعالی ډیر ظاهري او باطني برکتونه ایښي دي، له مادي اړخه له سرشارو چینو، نهرونو، غلې، میوې، اود نورونعمتونو وطن دی، او په روحاني لحاظ د پیغمبرانو او رسالتونو کور او مدفن دی .
په بیت المقدس کې رسول الله ته د پیغمبرانوهرکلی ویل، او د هغوی امامت کول ځانته دلالت لري . هغه پدې دلالت کوي، چې ګواکي مشري یوه نوي امت او نبوت یوه نوي پیغمبر ته ولیږدول شو. یو نړیوال نبوت د ټول بشریت لپاره نبوت، نه دا چې پر یوه قوم او یوې زمانې پورې منحصر وي، دا د ټولو خلکو لپاره د قیامت تر ورځې نبوت دی، دا د هرې زمانې او هر ځای لپاره نبوت دی، دا هر اړخیزه رسالت دی، چې د قیامت تر ورځې به روان وي د پیغمبرانو امامت پدې دلالت کوي، چې دا د همغه نبوت سلسله ده چې الله تعالی د بشریت د لارښونې لپاره پیل کړې ده، اود ازل نه تر ابده د دې لارښونې نوم اسلام دی، خودا ځل د دې نبوت ځانګړتیا دا ده چې دا د ټول بشریت لپاره نبوت دی . د پیغمبرانو اورسالتونو ځمکې ته، چې پکې ابراهیم، اسحاق، موسی اوعیسی علیهم السلام وو، د رسول الله صلی علیه وسلم تلل، پدې دلالت کوي چې دا ټوله یوه سلسله ده، دا ټوله دالله تعالی له لوري ده، او دا نوې پیغمبري او قیادت هم د الله تعالی له لوري دی .
اسراء او معراج د دې نوي نبوت او نوي امت یوه رباني معجزه ده، چې له نورو نبوتونو او امتونو څخه يې بیلوي. الله تعالی دې د دې رباني معجزې برکت پر دې امت کیږدي، تر څو د خپلو دیني او انساني مسولیتونو اړوند استقامت وکړی شي .