Announcement

Collapse
No announcement yet.

دلمانځه په اړه څلوېښت حديثونه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دلمانځه په اړه څلوېښت حديثونه

    shrang.comدلمانځه په اړه څلوېښت حديثونه محيب رحمتي Thursday, 24 June 2010
    د حديث په كتابونو كي د لمانځه په اړه ډېر تاكيد او ډېرفضائل راغلي دي، د هغوى ټولو جمع كول مشكل كار دى، د بركت لپاره د يو څو حديثونوصرف ترجمه ليكم.
    (1)
    د نبي كريم صلى الله عليه واله وصلم مبارك ارشاد دى: چيالله زما په امت كي د ټولو شيانو اول لمونځ فرض كړى دى او په قيامت كي به د ټولوڅخه اول د لمانځه حساب كيږي.
    (2) :
    د لمانځه په اړه د الله تعالى څخه بېرېږئ، دلمانځه په اړه د الله تعالى څخه وبېرېږئ، د لمانځه په باره كي د الله تعالى څخهوبېرېږئ، درې واره يې ذكر كړل .
    (3) :
    د بنده او د شرك په منځ كي فرق كونكى صرفلمونځ دى .
    (4) :
    د اسلام علامه لمونځ دى ، څوك چي زړه فارغ كړي او د وختونو اود مسحباتو په لحاظ ساتلو سره لمونځ وكړي هغه مومن دى .
    (5) :
    الله (ج) هيڅ يو شىد ايمان او د لمونځ څخه بهتره فرض كړى نه دى، كه چيري د دې څخه بهتره څه بل شى يېفرض كړى واى نو ملايكو ته به يې د هغه حكم كړى واى، ملائكي شپه او ورځ څوك په ركوعكي دي او څوك په سجده كي دي .
    (6) :
    لمونځ د دين ستن ده .
    (7) :
    لمونځ دشيطان مخ توروي.
    (8) :
    لمونځ د مومن نور دى .
    (9) :
    لمونځ بهترينه جهاد دى .
    (10) :
    كله چي بنده لمونځ شروع كړي نو الله تعالى د هغه طرف ته توجه فرمايي،كله چي هغه د لمانځه څخه ليري سي نو الله تعالى ورڅخه هم توجه لري كړي .
    (11) :
    كله چي څه افت د اسمان څخه نازلېږي نو مسجدانو ته د تلونكو څخه دا عذاب لري وي .
    (12) :
    كه چيري په څه وجه سره لمونځ ګزاره دوزخ ته ولاړ سي نو اور يې د سجدېځايونه نه سوځي .
    (13) :
    الله تعالى د سجدې ځايونه پر اور حرام كړي دي .
    (14) :
    د ټولو څخه زيات خوښ عمل د الله تعالى په نېز د هغه لمونځ دى چي پر وخت وكړل سي .
    (15) :
    الله تعالى ته د بنده په ټولو حالتونو كي تر ټولوزيات خوښ دا حالت دىچي هغه په سجده كي پروت وويني چي تندى پر مځكه موښي .
    (16) :
    د الله تعالى سره دبنده تر ټولو زيات نزدېكت په سجده كي وي .
    (17) :
    د جنت خوانې لمونځ دى .
    (18) :
    كله چي بنده د لمانځه لپاره ودرېږي نو د جنت دروازې ورته خلاصي سي اوالله تعالى او د دغه لمونځ ګزاره تر منځ پردې لري كړل سي تر څو پوري چي په يو توڅياو داسي بل شي نه اخته .
    (19) :
    لمونځ ګزاره د شهنشا دروازه ټكوي او دا قاعده دهچي څوك دروازه ټكوي نو اخېر هغه ته يې خلاصوي .
    (20) :
    د لموځ مرتبه په دين كيداسي ده لكه د سر در جه په بدن كي .
    (21) :
    لمونځ د زړه نور دى څوك چي په ښه شاناودس وكړي بيا په خشوع خضوع سره دوه يا څلور ركعته لمونځ فرض يا نفل وكړي او د اللهتعالى څخه د خپلو ګنهونو بخښنه وغواړي الله تعالى ورته بخښنه كوي .
    (22) :
    لمونځد زړه نور دى څوك چي زړه نوراني جوړول غواړي .د لمونځ ذريعه دې جوړكړي .
    (23) :
    د مځكي پر كومي حصې باندي چي د لمانځه ذريعې باندي الله تعالى ياد كړل سي د مځكيهغه حصه پر نور ټكړو فخر كوي .
    (24) :
    څوك چي دوه ركعته لمونځ وكړي د الله تعالىڅخه دعا وغواړي نو الل تعالى د ده دعا قبلوي خو كه ژر وي او يا د څه مصلحت له خاطرهپس وي خو ضرور يې قبلوي .
    (25) :
    څوك چي په يوازي والي كي دوه ركعته لمونځ وكړيچي الله تعالى او د هغه د ملائكو څخه پرته هيڅوك يې نه وويني نو هغه د دوزخ د اورڅخه د بري كېدو اجازت نامه وركړل سوه .
    (26) :
    څوك چي د پينځو لمونځونو اهتمامكوي د هغه ركوع، سجدې، اودس وغيره په ښه اهتمام سره په ښان شان ادا كوي جنت د هغهلپاره واجب سو او دوزخ پر غه حرام سو .
    (27) :
    مسلمان بنده چي كله د پينځولمونځو اهتمام كوي شيطان پر هغه زړور سي او د هغه په غولولو كي يې طمع پيداسي.
    (28) :
    د ټولو څخه بهترينه عمل د اول وخت لمونځ كول دي .
    (30) :
    لموڼح دهر يوه پرهيزګاره قرباني ده .
    (31) :
    د الله تعالى په نېز د ټولو څخه زيات خوښلمونځ په اول وخت كي كول دي .
    (32) :
    سحر چي څوك لمانځه ته ځي د هغه په لاس كي دايمان بيرغ وي او چي څوك بازار ته ځي د هغه په لاس كي د شيطان بيرغ وي .
    (33) :
    د ماخستن څخه اول د څلورو ركعتونو ثواب داسي دى لكه د تهجد د څلوروركعتونو.
    (34) :
    د ماسپښين مخ كي څلور ركعته د تهجد د څلورو ركعتونو برابر شماردي.
    (35) :
    كله چي بنده لمانځه ته ودرېږي نو دالله تعالى رحمت د هغه و لوري تهمتوجه سي .
    (36) :
    د ټولو څڅه بهترينه لمونځ د نيمي شپې دى خو د دې كونكي ډېركم دي .
    (37) :
    ماته جبرائيل عليه سلام راغلى او وې ويل: اې محمده! خواه څومرهتاسي ژوندي ياست ، اخېر يوه ورځ مرګ دى او له چا سره چي غواړې محبت وكړې اخېر يوهورځ له هغه څخه جدا كېدل دي ، او تاسي چي څه ډول عمل وكړئ ښۀ يا بد آخېر به دهغهبدله ضرور دركړل سي په دې كي هيڅ شك نسته چي د مومن شرافت د تهجد لمونځ دى او دمومن عزت د خلګو څخه بې پرواهي ده.
    (38) :
    د شپې د اخېري وخت دوه ركعته د ټوليدنيا څخه بهتره دي، كه چېري ماته د مشقت بېره نه واى نو په امت به مي فرض كړى واى .
    (39) :
    د تهجد لمونځ ضرور كوئ ولي چي تهجد د صالحينو طريقه ده او دالله تعالىد نزدېكت سبب دى، تهجد د ګنهونو منع كوي او د خطاګانو د بخښني ذريعه ده، په دې سرهبدن هم تندرست كيږي .
    (40) :
    د الله تعالى ارشاد دى : اې ادم عليه سلام اولاده! ته د ورځي په شروع كي د څلورو ركعتونو عاجز مه جوړېږه زه به ټوله ورځ ستاكارونهپوره كوم.
Working...
X