آيا پېريان ليدل كېږي؟ 05-06-2010 12:35 am
موحد
په اسلامي امت كي په دې اړه هم جدي اختلاف تر سترگو كېږي چي آيا انسان كولى شي پيريان په خپلو سترگو وگوري؟ آيا پيريان كولى شي خپل شكل او بڼه بدله كړي او د بل مخلوق په بڼه كي څرگند شي؟ راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه وايي او په دې اړه كومه عقيده صحيح گڼي.
د الاعراف په سوره كي لولو:
يَبَنى ءَادَمَ لا يَفْتِنَنَّكمُ الشيْطنُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ الْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنهُمَا لِبَاسهُمَا لِيرِيَهُمَا سوْءَتهِمَا إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَ قَبِيلُهُ مِنْ حَيْث لا تَرَوْنهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشيَطِينَ أَوْلِيَاءَ لِلَّذِينَ لا يُؤْمِنُونَ * الاعراف:27
اې د آدم اولاده! پام چي شيطان تاسو ونه غولوي، همغسي لكه چي ستاسو مور پلار ئې له جنته وايستل، جامه ئې ترې ايستله چي بدن ئې وروښيي (بدن ئې ورته ښكاره او لوڅ كړي)، دى او قبيله ئې تاسو په داسي توگه ويني چي تاسو ئې نشئ ليدلى، موږ شيطانان د هغو دوستان گرځولي چي ايمان نه راوړي.
په دې مبارك آيت كي څو اساسي خبري تر سترگو كېږي:
• انسانانو ته ويل شوي چي د شيطان وسوسو ته تسليم نشي.
• شيطان د دې باعث شو چي د انسانانو لومړني پلار مور له جنته ووځي.
• دوى لومړى له جنته ايستل شوي بيا جامه ترې ايستل شوې.
• دا جامه يو ځلي نه ده ترې ايستل شوې بلكي ورو ورو ترې ايستل شوې، د ينزع صيغه همدا مطلب افاده كوي.
• د شيطان هدف دا وو چي انسان لوڅ او بربنډ كړي، دى پوهېدو چي د دې كار پايلي انسان ته څومره خطرناكي دي، له ده سره د خپلو شيطاني منصوبو په عملي كولو كي څومره مر سته كوي، څومره فتنې ورباندي راولاړولى شي، د انسان د بې لاري كولو لپاره له دې څومره استفادې كولى شي!!
• هغه مو داسي خطرناك دښمن دئ چي په هر گام كي ئې تاسو ته كمين نيولى، تاسو ئې نه گورئ او هغه مو ويني.
• هغه كسان له شيطان سره دوستي كوي او د وسوسو تر اغېز لاندي ئې ځي چي ايمان نه راوړي، مؤمنان له شيطان سره دوستي نه پالي او نه غواړي د وسوسو تر اغېز لاندي ئې راشي.
د دې آيت له دغي فقرې (إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَ قَبِيلُهُ مِنْ حَيْث لا تَرَوْنهُمْ) نه د محققو علماوو انتباه دا ده چي انسانان نشي كولى شيطان او د ده قبيله په خپلو سترگو وگوري، دوى هغه آراء او روايات ضعيف او بې اعتباره گڼي چي د شيطان په ليدل كېدو تركيز كوي. د دې آيت الفاظ هومره صريح او واضح دي چي نه شك ته كوم مجال پرېږدي او نه بلي توجيه ته. په قاطع او پرېكنده توگه وايي چي تاسو شيطان او د ده قبيله نشئ ليدى.
د الجن په سوره كي لولو:
قل اوحى الى انه استمع نفر من الجن فقالوا انا سمعنا قرءانا عجبا. يهدى الى الرشد فامنا به و لن نشرک بربنا احدا. الجن: 1-2
ووايه: راته وحي شوې چې د پېريانو يوه ډله ورته غوږ شول او وئې ويل: بې شكه چې مونږ عجيب قرآن واورېدو. 2ـ د رشد او كمال په لوري لارښوونه كوي، ايمان مو پرې راووړ، او هيڅكله به څوك له خپل رب سره شريك نه كړو.
په دې آيتونو كي څو ظريف ټكي زمونږ توجه جلبوي:
الف: د وحي له لاري پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چې د پېريانو يوې ډلي د قرآن تلاوت ته غوږ ايښى او دومره ئې تر اغېز لاندي راغلي چې نورو ته ئې ويلي: عجيب قرآن مو واوريدو، د كمال لوري ته لارښود، ايمان مو پرې راوړ او دا پريكړه مو وكړه چي له دې وروسته به هيڅكله د شرك مرتكب نه شو او د الله تعالى په څنګ كي به د بل چا او بل څه عبادت ونكړو، پيغمبر عليه السلام دا ډله نه ده ليدلې او د دې سورې تر نازلېدو له دې خبر نه وو چي دوى قرآن اورېدلى او غبرگون ئې دا وو او خپل قوم ته ئې دا وينا كړې. له ټول جريان نه د دې سورې په رڼا كي پوه شو. دا آيتونه هم په دغي خبري شهادت وركوي او د احقاف د سورې دا آيت هم چي فرمايي:
وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ * الاحقاف: 29
او هغه وخت چي د پېريانو يوه ډله مو ستا لوري ته راوگرځوله چي قرآن ته غوږ شي چي كله ورته حاضر شول وئې ويل: خاموش شئ، نو كله چي پاى ته ورسېدو، خپل قوم ته بېرته وگرځېدل، خبردارى وركونكي.
دا دواړه آيتونه په ډېر صراحت سره وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په تلاوت لگيا وو چي دا ډله راغلې، قرآن ئې اورېدلى، پرته له دې چي پيغمبر عليه السلام پرې پوه شي.
خو په دې هكله څو روايته زمونږ مخي ته راځي: يو ئې عبدالله بن عباس رضي الله عنه ته منسوب دئ او دوه ئې عبدالله بن مسعود رضي الله عنه ته، د دغو دواړو جليل القدره صحابه وو د رواياتو تر منځ تعارض دئ، يو ئې د نه ليدو او بل ئې د ليدو خبره كوي، او عبد الله بن مسعود رضي الله عنه ته منسوب روايتونه هم په خپلو كي تعارض لري، په يوه كي داسي راغلي چې مونږ يوه شپه پيغمبر عليه السلام ونه موند، ډېر پرېشانه شوو، دا وېره راسره پيدا شوه چي څه نه وي پرې شوي، سهار هغه رامعلوم شو او پوښتنه مو ترې وكړه چې چېري تللى وې، هغه وفرمايل چي د پېريانو يوې ډلي ته مي قرآن اوراوو، په بل كي راغلي چي عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وايي: زه ئې په يوه ځاى كي ودرولم او راته وئې ويل چي له دې ځايه مه خوځېږه او هغه لاړ او د پېريانو يوې ډلي ته ئې قرآن واوراوو. كه څه هم ځينو د دې تعارض په اړه څه توجيهات كړي، خو په ډېر تكلف سره، او دا هڅه ئې هم كړې چي د عبد الله بن عباس رضي الله عنه دا قول ضعيف وښيي چې وايي:
عن ابن عباس قال: ما قرأ رسول الله صلى الله عليه وسلم على الجن وما رآهم.
رواه مسلم و الترمذي
له عبدالله بن عباس رضي الله عنه روايت دئ چې وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم نه پيريانو ته د قرآن قرائت كړى او نه ئې دوى ليدلي.
ځينو دا دوه بېلي بېلي پېښي ګڼلې، په يوې كي د پېريانو د ليدو او په بلي كي د نه ليدو، خو په قرآن كي نه يوازي په دې دواړو آيتونو كې بلكي د الاعراف سورې په 27 آيت كي هم ويل شوي چي تاسو پېريان نه شئ ليدى.
په ټول قرآن كي صريحاً يا تلويحاً داسي څه نه گورو چي وښيي پيغمبر عليه السلام پيريان په خپلو سترگو ليدلي، يا ئې بل څوك ليدى شي، اما دا چې سليمان عليه السلام ته پېريان مسخر وو، دا د سليمان عليه السلام ځانگړې معجزه وه، خو قرآن د دغي معجزې د بيان په لړ كي هم دا نه وايي چي هغه يا نورو پيريان په خپلو سترگو ليدل.
څوك چي وايي پيريان كولى شي خپله بڼه او شكل بدل كړي ادعاء ئې بې بنسټه او بې دليله ده، هيڅ مخلوق نشي كولى خپل شكل بدل كړي، الله تعالى دا توان هيڅ مخلوق ته نه دئ وركړى. د قرآن دا آيت په قاطع او پرېكنده توگه فرمايي چي د مخلوق فطرت او خلقت نشي بدلېدى:
فَأَقِمْ وَجْهَك لِلدِّينِ حَنِيفاً فِطرَت اللَّهِ الَّتى فَطرَ النَّاس عَلَيهَا لا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِك الدِّينُ الْقَيِّمُ وَ لَكِنَّ أَكثرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ * الروم:30
نو خپل مخ دي په بشپړه توگه د دين لوري ته سم مخامخ كړه، همغه الهي فطرت ته چي خلك ئې پرې پيدا كړي، د الله په خلقت كي تبديلي نشي راتلى، همدا قيم دين دئ خو ډېرى خلك نه پوهېږي.
راشئ وگورو چي روايات په دې اړه څه وايي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ - رضى الله عنه - قَالَ وَكَّلَنِى رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - بِحِفْظِ زَكَاةِ رَمَضَانَ، فَأَتَانِى آتٍ فَجَعَلَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ، فَأَخَذْتُهُ، وَقُلْتُ وَاللَّهِ لأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم -. قَالَ إِنِّى مُحْتَاجٌ، وَعَلَىَّ عِيَالٌ، وَلِى حَاجَةٌ شَدِيدَةٌ. قَالَ فَخَلَّيْتُ عَنْهُ فَأَصْبَحْتُ فَقَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - « يَا أَبَا هُرَيْرَةَ مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ الْبَارِحَةَ ». قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ شَكَا حَاجَةً شَدِيدَةً وَعِيَالاً فَرَحِمْتُهُ، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ. قَالَ « أَمَا إِنَّهُ قَدْ كَذَبَكَ وَسَيَعُودُ ». فَعَرَفْتُ أَنَّهُ سَيَعُودُ لِقَوْلِ رَسُولِ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - إِنَّهُ سَيَعُودُ. فَرَصَدْتُهُ فَجَاءَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ فَأَخَذْتُهُ فَقُلْتُ لأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم -. قَالَ دَعْنِى فَإِنِّى مُحْتَاجٌ، وَعَلَىَّ عِيَالٌ لاَ أَعُودُ، فَرَحِمْتُهُ، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ فَأَصْبَحْتُ، فَقَالَ لِى رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - « يَا أَبَا هُرَيْرَةَ، مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ ». قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ شَكَا حَاجَةً شَدِيدَةً وَعِيَالاً، فَرَحِمْتُهُ فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ. قَالَ « أَمَا إِنَّهُ قَدْ كَذَبَكَ وَسَيَعُودُ ». فَرَصَدْتُهُ الثَّالِثَةَ فَجَاءَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ، فَأَخَذْتُهُ فَقُلْتُ لأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم -، وَهَذَا آخِرُ ثَلاَثِ مَرَّاتٍ أَنَّكَ تَزْعُمُ لاَ تَعُودُ ثُمَّ تَعُودُ. قَالَ دَعْنِى أُعَلِّمْكَ كَلِمَاتٍ يَنْفَعُكَ اللَّهُ بِهَا. قُلْتُ مَا هُوَ قَالَ إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِىِّ ( اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ ) حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ، فَإِنَّكَ لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ وَلاَ يَقْرَبَنَّكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ. فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ فَأَصْبَحْتُ، فَقَالَ لِى رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - « مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ الْبَارِحَةَ ». قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ زَعَمَ أَنَّهُ يُعَلِّمُنِى كَلِمَاتٍ، يَنْفَعُنِى اللَّهُ بِهَا، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ. قَالَ « مَا هِىَ ». قُلْتُ قَالَ لِى إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِىِّ مِنْ أَوَّلِهَا حَتَّى تَخْتِمَ ( اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ ) وَقَالَ لِى لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ وَلاَ يَقْرَبَكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ، وَكَانُوا أَحْرَصَ شَىْءٍ عَلَى الْخَيْرِ. فَقَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - « أَمَا إِنَّهُ قَدْ صَدَقَكَ وَهُوَ كَذُوبٌ، تَعْلَمُ مَنْ تُخَاطِبُ مُنْذُ ثَلاَثِ لَيَالٍ يَا أَبَا هُرَيْرَةَ ». قَالَ لاَ. قَالَ « ذَاكَ شَيْطَانٌ » بخاري: 2187
ابوهريره رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د روژې د صدقاتو په ساتني وگمارلم، يو راتلونكى راته راغى او هغه خوراكي توكي ئې سپړل، نو ومي نيوى او ورته ومي ويل: قسم دئ چي حتماً دي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كوم، وئې ويل: زه محتاج يم او بچيان راپه غاړه دي، او سخت اړ شوى يم، (ابوهريره رضي الله عنه) وايي: نو هغه مي پرېښود، سبا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: اې ابوهريره! تېره شپه ستا اسير څه وكړل؟ وايي ورته ومي ويل: يا رسول الله! د شديد حاجت او بچيانو شكايت ئې راته وكړ، زړه مي پرې وسوزېدو او هغه مي پرېښود، وئې فرمايل: يقيناً چي هغه درواغ درته ويلي او حتماً به بيا راشي، نو د رسول الله صلى الله عليه و سلم وينا ته په پام سره پوه شوم چي هغه به حتماً بيا راشي، نو څارنه مې كوله، نو راغى او او هغه خوراكي توكي ئې سپړل، نو ومي نيوى او ورته ومي ويل: قسم دئ چي حتماً دي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كوم، وئې ويل: ما پرېږده، زه محتاج يم او بچيان راپه غاړه دي بيا نه راځم، نو زړه مي پرې وسوزېدو او هغه مي پرېښود، سبا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: اې ابوهريره! تېره شپه ستا اسير څه وكړل؟ وايي ورته ومي ويل: يا رسول الله! د شديد حاجت او بچيانو شكايت ئې راته وكړ، زړه مي پرې وسوزېدو او هغه مي پرېښود، وئې فرمايل: يقيناً چي هغه درواغ درته ويلي او حتماً به بيا راشي، نو درېم ځل ورته په څار كي شوم، نو راغى او هغه خوراكي توكي ئې سپړل، نو ومي نيوى او ورته ومي ويل: قسم دئ چي حتماً دي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كوم، او دا درېيم ځل دئ چي ته د بيا نه راتلو ژمنه كوې خو بيا راځې، وئې ويل: ما پرېږده، داسي كلمات به دروښيم چي الله تعالى گټه پرې درورسوي، ورته ومي ويل: هغه څه دي؟ وئې ويل: كله چي څملې نو آية الكرسي (اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ...) د آيت تر پايه لوله، چي په دې سره به تر سحره پر تا د الله تعالى له لوري يو ساتونكى گمارل شوى وي او شيطان به نشي درنږدې كېدى، نو هغه مي پرېښود، سبا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: اې ابوهريره! تېره شپه ستا اسير څه وكړل؟ ومي ويل: يا رسول الله! ژمنه ئې وكړه چي داسي كلمات به دروښيم چي الله تعالى گټه پرې درورسوي، نو پرې مي ښود، وئې فرمايل: دا څه دي؟ ومي ويل: راته وئې ويل: كله چي څملې نو آية الكرسي (اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ...) د آيت تر پايه لوله، چي په دې سره به تر سحره پر تا د الله تعالى له لوري يو ساتونكى گمارل شوى وي او شيطان به نشي درنږدې كېدى، او دوى د خير په چارو كي ډېر حريص ول، نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: خو هغه يقيناً رښتيا درته ويلي په داسي حال كي چي ډېر دروغجن دئ. اې ابوهريره! آيا پوهېږې په دغو دريو شپو كي له چا سره مخاطب وې؟ وئې ويل نه؛ وئې فرمايل: دا شيطان وو.
دا روايت په بخاري كي دوه ځلي نور هم په دغو شمېرو راغلى:. 3275، 5010، په لنډه توگه او له دې توپير سره چي په دې كي وَاللَّهِ لأَرْفَعَنَّكَ راغلي او په هغوى كي يوازي لأَرْفَعَنَّكَ.
دا روايت د سند له مخي داسي دئ چي په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري او د متن له پلوه داسي دئ چي په څو برخو كي له قرآن سره تعارض لري:
• قرآن وايي چي پېريان نه ليدل كېږي او دا روايت وايي چي ابوهريره درې شپې سر په سر شيطان وليد او ټينگ ئې ونيولو!
• قرآن وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په غيب نه پوهېدو او دا روايت وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم درې شپې سر په سر په غياب كي ليدل چي د ابوهريره رضي الله عنه او شيطان تر منځ څه تېرېدل!
• قرآن وايي چي شيطان انسان ته د فحشاء او منكر سپارښتنه كوي او غلطو كارونو ته ئې هڅوي خو دا روايت وايي چي شيطان ابوهريره رضي الله عنه ته د آية الكرسي فضايل وروښودل! دا په داسي حال كي چي قرآن په ټول تأكيد او د حصر په صيغه وايي چي شيطان ستاسو دښمن دئ او يوازي په دغو دريو كارونو تاسو گماري: سوء، فحشاء او د الله په اړه هغه څه ويل چي نه پرې پوهېږئ.
إِنَّمَا يَأْمُرُكُم بِالسوءِ وَ الْفَحْشاءِ وَ أَن تَقُولُوا عَلى اللَّهِ مَا لا تَعْلَمُونَ * البقره:169
يقيني خبره دا ده بله نه ده چي هغه تاسو په كركجنو او قبيح كارونو گماري او په دې چي د الله په اړه هغه څه ووايئ چي نه ورباندي پوهېږئ.
• قرآن وايي چي د پيريانو خوراك اوبه دي، دا روايت وايي چي شيطان د كجورو د غلا لپاره راغلى وو!!
• د دې روايت لپاره په قرآن كي هيڅ شاهد نه مومو.
• عقل وايي چي غل د غلا په وخت كي ځان پټوي او دا روايت وايي چي شيطان د غلا په وخت كي خپل اصلي شكل بدل كړى وو او د انسان په بڼه كي په څرگنده توگه د ابوهريره خوا ته ورغلى وو او هغه هم د غلا لپاره!
• عقل وايي چي هيڅ مخلوق نشي كولى خپل اصلي شكل بدل كړي او د بل مخلوق بڼه غوره كړي خو دا روايت وايي چي شيطان ابو هريره ته د انسان په بڼي كي څرگند شوى وو!
• دا روايت وايي چي ابوهريره رضي الله عنه درې ځلي په ډېر تأكيد سره لوړه كړې وه چي شيطان به ترلاس نيولى رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورولي خو هر ځل ئې خپله لوړه ماته كړې!!
• په دې روايت كي چي كومي خبري راغلې دي دا له ځينو جدي توپيرونو سره په نورو كتابونو كي بريدة او أبو أيوب الأنصاري ته منسوب شوې دي. خو هلته ويل شوي چي دوى به ناڅاپي توگه متوجه شوي چي له خوراكي توكو څخه څه كم شوي، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ئې دا خبره كړې او گواكي هغه ورته فرمايلي چي دا كار شيطان كوي او بيا د شيطان راتلو ته مترصد پاته شوي...
• د نسائي سنن الكبرى كي د ابوهريره دغه روايت په بل سند سره داسي راغلى چي له دې سره ژور توپيرونه او تعارضونه لري، هغه وايي چي ابوهريره په خپله د تېري شپې جريان رسول الله صلى الله عليه و سلم ته بيان كړى، نه دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه ته ويلي چي تېره شپه دي اسير څه وكړل!!
• كه اشرف المخلوقات انسان نشي كولى له ځانه فرشته او پېرى جوړ كړي نو پېرى به څنگه توانېږي چي له ځانه انسان جوړ كړي؟ كومي فرشتې چي پيغمبرانو عليهم السلام ته د وحي رسولو لپاره د انسان په بڼه كي متمثل شوې يا مريمي عليها السلام د انسان په بڼه كي راغلې دا كار په فوق العاده توگه، د الله تعالى په حكم او د يوه شديد ضرورت له مخي شوى.

دغو خبرو ته په پام سره په بشپر ډاډ او يقين سره ويلى شو چي نه انسان كولى شي پېريان وگوري او نه پېريان كولى شي خپل شكل بدل كړي.