Originally posted by mayana
View Post
مرور ګرځم څوك مې نه پخلاكوينه
ما ويل يوازې زما يار يې
د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوينه
ما دګودر په غاړه ښخ کړئ
چې جينکۍ مې مات بنګړی په قبر ږد ينه
ما د کونړ د سيند نه ځار کړئ
زما جانان به پکې مخ مينځلی وينه
ما خو د ليرې نه صحي کړې
نور دې په تورو زلفو مه وهه لاسونه



Comment