دښځې اوخاوند حقوق
داسلام څخه دمخه مېرمنې دخپلوروا حقوقو څخه محرومې اوبې برخې کول او ډول ډول ظلمونه پرې کول په ټولو اديانوکې مذهبي حيثيت درلود، يواځې اسلام هغه مذهب دى چې دمېرمنوحقوق يې په ميړونو لازم اوفرض بللي دي.؛ خوداچې مسلمانانوداسلام لارښونې شاته غورځولي اوپه ځاى يې دنورو بې دينه خلکولار خپله کړې ؛ نوله ټولنې نيولې بيا ترکورنۍ پورې ،پريشاني،عدم اطمنان،جنګونه اوبې اتفاقي وروستي پړاؤ ته رسيدلې دي،هره کورنۍ چې ګورې له پريشاني اوبې اتفاقي څخه سرټکوي ، ددې ټولو پريشانيو مخنيوى يواځې اويواځې په اسلامي لارښوونوباندې عمل کول دي اوبس.
داسلام پوهانو دنوروګڼوحکمونوپه څيردښځې اوخاوند دحقوقولپاره ځانګړي بابونه اورسالې ليکلې دي اودهريوه له پاره يې خپل -خپل حدود ټاکلي دي ،که چېرته هريويې په خپلوحدودوکې وچليږي ، نونه يواځې داچې داکورنۍ به له ډيرو بدبختيوخلاصى شي ، بلکې همدا کورنۍ به نوروډيروکورنيو ته دلارښوونې اوهدايت سبب وګرځي .
ښځه هم مور ده ، هم لور، هم مېرمن او هم استاذه .
که دې ته وګوروچې مورده، نويوه لويه مهربانه هستي ده. اوکه دې ته وګورو چې لورده، نوبيا فرمانبرداره خدمتګاره ده . اوکه دې ته وګورو چې مېرمن ده، نودژوند وفاداره ملګرې ده ، اوکه دې ته وګورو چې دهرانسان لومړنۍ زده کړي ددې په غيږکې کيږي ،نوبيا مشفقه اوخواري کښه استاده هم ده .
په دې بايدپو شو چې دښځې او خاوند داسې نه شليدونکى ژوند دى چې دعمر ترپايه پورې به دوام لري، که چېرته د دوى دواړو زړونه سره نږدې وي ،نوله دې نه بل لوى نعمت نشته ، اوکه چېرته د دوى په زړونوکې څه فرق راشي، نوله دې نه بل لوى مصيبت نشته ، نوچې څومره کيداى شي يوبل بايد له زغم،صبر، درګذر اوحوصلې نه کار واخلي،په ځانګړي ډول مېرمنوته پکار ده چې دخپلو خاوندانو زړونه خپل کړي ، ددوى دتابع کولو اسانه لاره، ورين تندى اوتابعداري ده . له دوى سره کينه اوغصه به لويه غلطي اوناپوهي وي .
ځينې بې غوره اوغافلې مېرمنې داسې کارونه وکړي چې په هغه سره دخاوند زړه خفه اوآزار شي ، الله اکبر! ديوعام مسلمان په زړه آزارولو سره خداى جل جلاله دومره زيات خفه کيږي چې عرش په لړزېدو شي ، درسول الله صلى الله عليه وسلم حديث مبارک دى چى : قلب المؤمن عرش الرحمن) دمسلمان زړه دالله جل جلا له عرش دى ، کله چې مسلمان نارينه ديوې مسلمانې مېرمنې خاوند شي ، بيا خويې ډيرزيات خيال ساتل پکار دي. ځکه چې يوځل خفګان رامنځ ته شي بيا چې څومره معذرتونه اوعذرخواهي وشي، هغه زړه مېنه نه پيداکيږي ،نوله اول نه متوجه کېدل پکار دي، ترڅو الله (جل جلا له) اورسول الله (صلى الله عليه وسلم) راضي اودين اودنيا مودواړه برابر شي.
لومړى : پرښځې دخاوندحقونه :
نيکو اوهوښيارو مېرمنو ته خودڅه ويلو ضرورت نه وي، هغوى په خپله په ښه اوبد پوهيږي، خوددې له پاره چې دخاوند اومېرمنې ژوند دقرانکريم اورسول الله صلى الله عليه وسلم له لارښوونو سره برابر وي ،نو پريو بل باندې دحقوقوبيانول يې دقرانکريم اواحاديثو په رڼا اړين ښکاري.
لوى اومهربان خداى جل جلاله فرمايي : فالصالحات قانتات حافظات للغيب بماحفظ الله [سورة النساء پنځمه پاره]
ژباړه : نيکې مېرمنې (دخاوند)تابعدارې وي، اودخاوند په نشتوالي کې (دهغو دحقوقو) ساتنه کوي.
ددې نوره تشريح داده چې لوى خداى جل جلاله په دې لنډوټکوکې دنيکو اوپاکو مېرمنودعاداتو اوخويونونښې اوصفات بيان کړې دي،داچې نيکې اوپاکې مېرمنې هغه دي چې دخپلو خاوندانو حاکميت په سرسترګو مني اودزړه په مينه دهغوى تابعداري کوي ، اودهغوى په نه شتون کې هم دخپل ځان اوابرو اوددوى دمالونو ساتنه کوي.
ددې مطلب دادى چې دخپل عصمت اوعفت، دخاوند دکوراومال ساتنه، چې په کورني ژوندکې له ټولونه اهم اوله هرڅه نه وړاندې دى ، په عملي کولوکې يې دنارينه شتوالى اونشتوالى،برابر وي.
داسې نه چې دخاوند په موجودتيا کې دهغوى ساتنه کوي،دهغوى په وړاندې عاجزې او همدر دي ښکاره کوي ؛خوچې کله دخاوند له سترګو پناشي نوبيا يې پروانه لري او دميړه عيبونه بيانوي، اودهغه له ټولوښېکڼو څخه سترګې پټوي. لکه چې په يو حديث شريف کې راځې چې ځينې ناشکره مېرمنې داسې وي چې که مېړه (خاوند) يې ټول وخت ددې له خوښې سره سم ژوند تيروي ؛خوکه يوکار هم ددې له خوښې نه پرته ترسره کړي نو داوايي : والله مارايت خيرا منک قط) په خداى قسم چې ماله تانه ټول ژوند خيرنه ده ليدلى. (الله دې موږ وساتې)
حضرت امام غزالي رحمه الله وايي چې : دشريعت له نظره نيکې اودينداره مېرمنې هغه دي چې دخپلو کورونوپه جوړولو،دخپل مال په ساتنه اودځان اواولاد په اصلاح کې مشغولې وي.
نبوي احاديث:
لومړى حديث : دحضرت ابوهريره رضى الله تعالى عنه څخه روايت دى چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه چاپوښتنه وکړه : يارسول الله ! کومې ښځې غوره دي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل:خيرنسائکم التى اذا نظر اليها زوجها سرته، واذا امرها اطاعته، واذا غاب عنها حفظته فى نفسها وماله. [مشکوة صفحه ٣٠٢]
ژباړه : هغه مېرمنې (غوره دي) چې خاونديې ورته وګوري خوشحاله يې کړي ،اوچې کله دکوم شي امر ورته وکړي، هغه ترسره کړي اوخبريې ومنې، او په مال اوناموس کې يې خيانت نه کوي.
دوهم حديث : بل ځاى کې دحضرت ام سلمې رضى الله تعالى عنها څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ايما امراة ماتت وزوجها عنها راض دخلت الجنة. وراه الترمذي)[ مشکوة ٣٠٣]
که يوه ښځه په داسې حال کې مړه شي ،چې ميړه(خاوند) يې ورنه خوشحاله اوراضي وي، نو جنت ته به داخليږي .
دريم حديث : په بل ځاى کې له حضرت ابوهريره رضى الله تعالى عنه نه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: اذا دعا الرجل امراته الى فراشه فابت فبات غضبان، لعنهاالملائکة حتى تصبح . متفق عليه) [مشکوة ٣٠٢]
ژباړه : کله چې خاوند خپله مېرمن بسترې ته وروغواړي او هغه انکار وکړي اوسړى ناراضه شپه سباکړي ، نوترسهاره ملائکې په دغه مېرمنې لعنت وايي.
څلورم حديث : وعن جابر رضى الله تعالى عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ثلاثة لايقبل لهم صلاة ولاتصعدلهم حسنة: العبد الابق، حتى يرجع الى مواليه، فيضع يده فى ايديهم. والمراة الساخط عليها زوجها. والسکران حتى يصح .( رواه البيهقي) [ مشکوة ٣٠٥]
ژباړه له حضرت جابر رضى الله تعالى عنه روايت ده چې رسول الله صلى عليه وسلم وفرمايل: د دريوکسانو لمونځونه،نه قبليږي اونه يې صدقه قبليږي:
١- دتښتيدلي غلام، ترڅو چې بيرته را ونه ګرځي .
٢- هغه مېرمن ، چې خاوند ورنه خفه وي .
٣- نشه يي چې ترڅويې ختمه نه شي .
پنځم حديث : له حضرت انس رضى الله تعالى عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: المراة اذا صلت خمسها وصامت شهرها واحصنت فرجها واطاعت بعلها فلتدخل من اى ابواب الجنة شاءت. رواه ابو نعيم) [ مشکوة ٣٠٣]
ژباړه : کومه مېرمن چې پنځه وخته لمونځ کوي،درمضان روژې نېسې، دخپلې شرمګاه ساتنه کوي، اودخپل خاوند خبره مني، نوله کومې دروازې دجنت چې يې خوښوي داخله دي شي.
شپږم حديث : عن عبدالله بن مسعودقال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اقرب ماتکون المراة من وجه ربها، اذاکانت فى خدمت زوجها)
ژباړه : حضرت عبدالله بن مسعودرضى الله تعالى عنه وايې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالى جل جلا له ته دښځې لپاره، دډېر نږ ديوالي وخت هغه دى چې کله دا دخپل خاوند په خدمت کې لګياوي .
اووم حديث : له حضرت عائشې رضى الله تعالى عنها څخه په اوږده حديث کې داراويت راغلى دى چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: لوکنت امرا احدا ان يسجد لاحد امرت المراة ان يسجد لزوجها. رواه احمد[ مشکوة ٣٠٥مخ] په دې اوږ د حديث شريف کې راغلې چې مهاجر اوانصار صحابه کرام (رضى الله تعالى عنهم ) ولاړؤ چې يوه اوښه راغله اوحضرت نبي کريم صلى الله عليه وسلم ته يې سجده وکړه، صحابۀ کرامو (رضى الله تعالى عنهم ) عرض وکړو يارسول الله ! مونږګوروچې تاته حيوانات اوونې سجدې کوي ،نومونږ ته هم اجازه وکړه چې تاته سجده وکړو، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل : تاسوخپل رب ته سجده اوعبادت وکړئ اودخپل ورور(حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم) عزت کوئ. که ماچاته له خدايه پرته دسجدې حکم کولى نومابه مېرمنې ته حکم کړى و چې خپل مېړه (خاوند) ته سجده وکړې .
اوپه يوروايت کې داسې راغلې دي : لامرت النساء ان يسجدن لازواجهن ،بما جعل الله عليهن من حق . رواه ابوداود.[ مشکوة ٢٠٤مخ]
يعنې :نومابه مېرمنوته حکم کړى و چې دوى خپلو مېړونوته سجدې وکړي ، دهغو حقوقو له وجې چې خداى جلا جلاله په دوى باندې ايښي کړې دي.
اتم حديث : وعن ابى هريره رضى الله تعالى عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم المراة راعية على بيت زوجها ومسؤلة. [ بخاري ]
ژباړه: مېرمن دميړه (خاوند) دکور ساتندويه ده اوله همدې نه به يې دکور په هکله پوښتنه کيږي .
لسم حديث : له حضرت انس رضى الله تعالى عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: اذاخرجت المراة من بيتها وزوجها کاره ،لعنها کل ملک فى السماء وکل شيئ مرت عليه ، غيرالجن والانس، حتى يرجع . [کشف الغمه]
ژباړه : کله چې کومه ميرمن دمېړه له اجازې پرته له کوره ووزي، نوداسمان هرملائکه اوپه هرهغه شي چې تيريږي ، په دې باندې به لعنت وايي،ترهغوچې بيرته کورته راشي.. .
نور بيا
. مولــوي فضـل الرحــمـن (فـضلي)
Design by: Benawa Pushto Web Development Copyright © Bnawa.com 2004 2007

Comment