Announcement

Collapse
No announcement yet.

دمسلمانانو د دوهم خليفه لنډه پېژنده

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دمسلمانانو د دوهم خليفه لنډه پېژنده

    دمسلمانانو د دوهم خليفه لنډه پېژنده

    تاريخي لړۍ : سل نوميالي مسلمان : [۲]

    لومړۍ برخه

    حضرت عمر فاروق رضى الله عنه


    زېږېدنه: ۴۰كاله له هجرت دمخه، ۵۹۰ ميلادي،
    شهادت \ محرم \ ۲۴ هجري\ ۶۴۷ميلادي.


    زوكړه:
    د اسلام دوهم خليفه حضرت عمر فاروق رضى الله عنه چې خپل نوم يې عمر، د خطاب زوى ، د نفيل لمسى ، كُنيه يې ابوحفص ( د زمري پلار ) له هجرت څلوېښت كاله دمخه په مكه مكرمه كې زېږېدلى و، په عمر له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه دېرش كاله كشر و، د بعثت په شپږم كال د شپږويشتو كالو په عمر د اسلام په مبارك دين مشرف شو، د نسب لړۍ يې دپلار له لوري په اووم پښت ( كعب ) اودمور له پلوه په شپږم نيكه له پيغمبرصلى الله عليه وسلم سره نښلي ، ترده دمخه پنځه څلوېښت نارينه وو او يوولس مېرمنو ايمان راوړى وو، د فاروق لقب پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغه وخت وركړ چې په ښكاره يې په حرم كې لمونځ پيل كړ.
    څېره اوخوى:
    په ونه ډېر دنګ ، غښتلى ، سوربخون، غنم رنګه،مېړنى اوننګيالى انسان و، په وړوكتوب كې يې دپلار رمه پووله، چې لوى شو نو په سوداګري يې پيل وكړ، دقريشو سردار ګڼل كېدى اوپه خپل قام كې منلى ، ځواكمن اود يوې خبرې سړى و چابه يې خبره نه شواى ماتولاى.، دمسلمانانو او قريشو ترمنځ دسولې اوجګړې استازيتوب هم دنوموړي پرغاړه و.
    د بعثت په لومړنيو پنځو كلونو كې به يې پر مسلمانانو كې ډېره سختي كوله، خود دهجرت پر مهال يې زړه پرې وسوځېده، داټولې هغه ځانګړتياوې وې چې له امله يې پيغمبر صلى الله عليه وسلم دا هيله لرله چې په دوه عمرينو ( عمر فاروق رضى الله عنه او ابوجهل ) كې يې يو ايمان راوړي .
    ليدل يې چې مسلمانان ورځ تربلې غښتلي كېږي نو ( العياذبالله ) دپيغمبرصلى الله عليه وسلم دوژلو په اراده له كوره راووت، داهغه مهال و چې پيغمبرصلى الله عليه وسلم د صفا غونډۍ ته څيرمه دحضرت ارقم رضى الله عنه په كور كې اسلام ته دبلنې په ستر كار بوخت و، په لاره كې يې له نعيم بن عبدالله النحام سره مخ شو، له حضرت عمر رضى الله عنه نه يې وپوښتل : چېرته ځي؟ عمر رضى الله عنه خپله موخه ورته څرګنده كړه، ،نعيم رضى الله عنه ورته وويل : په واك شه! نفس غولولى يې، څه فكر كوې كه پيغمبرصلى الله عليه وسلم ووژنې دهغه كورنۍ به دځمكې پر مخ پرېږدي ـــ اوپه دې هيله چې نوموړى له خپله عزمه راوګرځوي ـــــ ورته يې وويل: هغه څه كوې؟ لومړى دې خپله كورنۍ سمه كړه، اوښى ( سعيد ) اوخور ( فاطمه ) دې هم مسلمانان شوي دي.
    ددې خبرې په اورېدو عمر رضى الله عنه هك پك شواوپه بېړه دخور كره ورغى، خور او اوښي ته يې خباب رضى الله عنه د قرآن كريم لوست كاوه، خباب رضى الله عنه چې دعمر رضى الله عنه په راتګ پوه شو ، سمدلاسه پټ شو او دقرآن كريم ليكلې پاڼه يې خور پټه كړه، خو عمر رضى الله عنه دقرآن كريم د تلاوت ځوږ اوزمزمه اورېدلې وه، له خور يې وپوښتل دادڅه شي زمزمه وه؟ خور يې انكار وكړ ، سمدلاسه يې اوښى راونيو، بريد يې پرې وكړ ، خور يې چې دخلاصون له پاره ورغلله په سر يې ووهله او په مخ يې وينې راماتې شوې، له دې سره ددواړو د ايمان جذبه په څپو شوه او دعمر رضى الله عنه په وړاندې يې په ډاګه يې خپل اسلام څرګند كړل اوهغه ته يې وويل: اوس ستا خوښه ده چې هرڅه راسره كوې ويې كړه؟ عمر رضى الله عنه د خور په تندي راماتې وينې چې وليدې په خپلو كړو پښېمان و، او هغه وخت نور رارسېدلى و چې زړه يې دكفر له تورتم بايد پاك شي، سپېڅلو وينو دعمر رضى الله عنه په زړه كې دكفر اوبُت پرستۍ او غرور هغه دنګې ماڼۍ ونړولې چې كوم ناوړه كار ته يې دى هڅولى و اودايې د ايمان راوړلو پيلامه شوه.
    عمر رضى الله عنه وهل ټكول پرېښودل اوله خور څخه يې دقرآن كريم پاڼه وغوښته ( داد طـــه سورت څو آيتونه وو ) هغې ورته وويل: مونږ ويرېږو هسې نه چې ضائع يې كړې، عمر رضى الله عنه ورته ولوړل چې له منځه به يې نه وړم، له لوستلو وروسته به يې بېرته دركړم، دخور زړه يې له هيلو ډك شو او ورته يې وويل وروره!ته خو دكفر په پليتي ككړيې ، ناولي لاسونه دكاغذدې پاكې اوسپيڅلې ټوكړې ته نه شي وروړلاى ، عمر رضى الله عنه له غسل كولو وروسته يې په لوستلو پيل وكړ ،قرآن كريم ددپه مورنۍ ژبه و اوپه ډېره لوړه كچه ادبيات يې لرل اودعمر رضى الله عنه زړه ته يې ډيرژرلار پرانيستله اوترخپل اغېز لاندې يې راوست اوتر لوست وروسته يې وويل: اخ! داڅنګه عجيبه ښكلى اوسپېڅلى كلام دى.
    خباب رضى الله عنه چې دعمر رضى الله عنه خبرې واورېدې ډاډه شو، له پټوني راووت او عمر رضى الله عنه ته يې وويل: نېكمرغه يې! كېداى شي دپيغمبر صلى الله عليه وسلم دعا ستا له پاره خداى جل جلاله اوريدلې وي ،عمر رضى الله عنه دخباب رضى الله عنه نه بښنه وغوښته اوله هغه نه يې وغوښتل چې ماته دپيغمبر صلى الله عليه وسلم دناستې پاستې دځاى څرك راكړئ، خباب رضى الله عنه وروښود عمر رضى الله عنه توره په غاړه كې واچوله اوروان شو، كله چې ورسېد دروازه يې وټكوله، يو صحابي چې د دننې له لوري وكوت ويې ليدل چې عمر رضى الله عنه له تورې سره ولاړ دى، دپخوانۍ دښمني له امله يې كركه ترې وشوه، خو دى غريب دعمر رضى الله عنه په نيت څه خبر وچې په څومره سپيڅلې هيله راغلى دى ؟
    پيغمبر صلى الله عليه وسلم په خپله د راتلو اجازه وركړه، دننه چې راغى، پيغمبرصلى الله عليه وسلم په خپله د دهلېز مخې ته ورووت او د څادر له دواړو پيځكويې كلك ونيو اوپه ډېر زور سره يې دځان لور ته نزدې كړ اوله رعب ډك غږ يې ورته وويل: وايه دڅه له پاره راغلې يې؟ ترهغه دې نه پرېږدم څو بلا درباندې راپرېوتلې نه وي، خو عمر اوس هغه پخوانى عمر نه و،ډېر بدل ښكارېده اوپه ډېره عاجزي يې يوازې دومره ورته وويل : ددې له پاره راغلى يم چې پر تا ايمان راوړم، پيغمبر صلى الله عليه وسلم پرې ښود،د الله پاك د ستاينې اوشكرانې له اداكولو وروسته له ډيرې خوښۍ نه دتكبيرچيغه له خولې ووتله اوټولو صحابه وو رضى الله عنهم هم د الله اكبر نارې پورته كړې ، دمجلس ګډون كوونكي له خوښۍ نه په جاموكې نه ځائېدل اوله خپلو ځايونو پورته شول، يو بل لور ته يې دخوښۍ ګړندي ګامونه اخېستل، دده داسلام راوړلو خبر چې دمكې مشركينو ته ورسېد ډېر پرې وځورېدل اوخپه شول.

    له اسلام راوړلو وروسته :

    حضرت عمر رضى الله عنه څرنګه چې په كفر سخت ولاړ و اوس پر اسلام هم داسې ټينګ ولاړ و، پخوانى سخت زړه او طبېعت يې اوس دواړه نرم شوي وو اود اسلام دبلنې په لاره كې يې داسې نه ستړې كېدونكې هلې ځلې وكړې چې يوځل پيغمبر صلى الله عليه وسلم وويل: له مانه وروسته كه پيغمبر واى نو عمر به و، دده له خوښې سره سم ډېر آيتونه نازل شوي دي، لكه داچې نوموړي غوښتل دپيغمبر صلى الله عليه وسلم بيبيانې بايد ستر او پرده وكړي ، هغسې وشول اود پردې آيت نازل شو، دشرابو حُرمت يې زړه غوښت، شراب هم آخر حرام شول، مقام ابراهيم يې زړه غوښت چې دلمانځه ځاى وګرځي ، هغسې وشول اودلمانځه ځاى شو، داهيله يې لرله چې پيغمبرصلى الله عليه وسلم د منافقانو جنازه ونه كړي اود توبې سورت ۸۴ آيت دنه كولوپه هكله ( ولاَ تُصلِّ عَلَى اَحَدٍ مِنهُم مَاتَ اَبَداً وَلاَ تَقُم عَلَى قَبرِهِ اِنَّهُم كَُفَرُوا بِاللهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُم كَافِرُون ) . نازل شو.
    له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه يې ټول ۵۳۹ حديثونه روايت كړي دي، مدينې منورې ته يې له هغه وروسته هجرت وكړ چې لومړى يې په حرم شريف كې په ښكاره لمونځ وكړ اوبيايې په ډاګه دخپل هجرت اعلان وكړ، په ټولو غزاګانو كې يې له پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره ګډون كړى و، دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له وفات وروسته چې دخلافت ستونزمنه مسئله منځ ته راغله ،د همده دهڅو له بركته اواره شوه، ترټولو لومړى يې له ابوبكر صديق رضى الله عنه سره بيعت وكړ اوله ابوبكر صديق رضى الله عنه سره يې دخلافت په كارونو كې اوږه په اوږه ډېره ښه ونډه واخيسته .
    له خلافت دمخه :
    د ابوبكر صديق رضى الله عنه ناروغي چې زياته شوه اوله ګرځېدو ولوېده ، وېرېده چې له وفات وروسته به يې مسلمانان تيت اوپرك شي اودخلافت په مسئله به جګړه جوړه شي، له مشورې وروسته په ناروغه ځان تر جوماته دڅوكسانو په مټ ځان ورسول شو، خلكو ته يې دعمر رضى الله عنه دخلافت اعلان وكړ اورته ته يې څرګنده كړه چې دده ځاى ناستى(خليفه) به حضرت عمر رضى الله عنه وي، دصحابه وو يوه ډله په دې هكله كور ته ورغله او ورته يې كړه : دخداى پاك ځواب به څه وايې چې پر موږ دې د عمر رضى الله عنه په څېر سخت زړى مشر وټاكه،په ځواب كې يې ورته وويل: الله پاك ته به وايم چې ستا دبندګانوله پاره مې ستا ترټولو غوره بنده مشر وټاكه، بيا يې دحضرت عمر رضى الله عنه دخلافت له پاره لاندې خطبه ولوستله :
    (( اى خلكو!
    ۱ــــ له دنياځان وساتئ، پام كوئ په دنيا پورې زړه ونه تړئ، دنيا ډېره بې وفا اوغداره ده، آخرت ته مخه كړئ ، آخرت له دنيا مهم وګڼئ، په يوه زړه كې د دنيا اوآخرت مينې نه شي يوځاى كېدلاى، څوك چې له دنيا سره مينه لري له آخرت سره به يې مينه نه وي، اوڅوك چې له آخرت سره مينه لري ددنيا مينه به يې په زړه كې نه وي.
    ۲ــــ زمونږه ټولې ستونزې يواځې په هغه څه هوارېدلى شي چې په لومړي سر كې په څه شي هوارې شوې وې، دمسلمانانو آخر به بياهم په هغه څه اصلاح كېږي چې په لومړي سر كې په څه شي اصلاح شوي وو.
    ۳ــــ دخلافت اكار دهرچا د وس خبره نه ده ، د اُمت او د مسلمانانو د امورو سمون چارې يواځې هغه څوك پرمخ بيولاى شي چې ځواك يې ولري، له نورو نه غوره وي، په ستونزمنو او مشكلو حالاتو كې ځان په واك كولاى شي، دسختۍ په ځاى كې تر ټولو سخت اود نرمۍ په ځاى كې ترټولو نرم وي، دقوي ارادې او پاخه نظر خاوند وي، له بې ګټې كارونوڅخه ځان ژغوري، دستونزو مقابله كولاى شي، اوچې كله پرې راشي مقاومت ورسره كوي اونه پرې غمجن كېږي، په زده كړه اوتعليم كې شرم نه كوي، په څرګنده امورو كې نه حيرانيږي، سمدلاسه پرېكړه كوي، هرڅه ته ځير اوبيداره وي، راتلونكي حالات هم څېړي اومقابلې ته يې لا دمخه چمتو وي اوداټول هغه صفات دي چې يواځې عمر رضى الله عنه يې لري )) .
    دا خبرې يې وكړې اوله منبره راكوز شو اود كور په لوري روان شو ،حضرت عثمان رضى الله عنه يې راوغوښت اوهغه ته يې دحضرت عمر رضى الله عنه دخلافت دتړون ليكلو امر وكړ اودبې هوښي څپه پرې راغله، عثمان رضى الله عنه له خپله اړخه داسې ليكلي و:
    ( زه خپل ځاى ناستى عمر فاروق ټاكم، كله چې په سد شو عثمان رضى الله عنه يې ته وويل: څه دې ليكلي؟ هغه خپله ليكنه ورته ښـكاره كړه، بيايې ډېرې دعاوې ورته وكړې او ورته يې امر وكړ چې وليكه :
    (( بسم الله الرحمن الرحيم، دا هغه تړون دى چې ابوقحافه زوى ابوبكر صديق يې دژوند په پاى كې تاسوته ليكي،دا ژمنه په داسې وخت كې كوي چې له دنيا نه تلونكى او دآخرت په لور روان دى، دا ژمنه په داسې شيبو كې كوي چې كافر هم پكې ايمان راوړلاى شي، تاجر پكې هم توبه اېستلى شي، دروغجن د رښتيا په لور راځي، په همداسې نازكو شيبوكې زه عمر بن الخطاب ستاسې له پاره خپل ځاى ناستى ( خليفه ) ټاكم، په دې انتخاب كې مې د الله جل جلاله ، رسول الله صلى الله عليه وسلم ، اسلام ، ځان اوستاسې ټولو حق ته ډېر پام كړى دى، كه عمر رضى الله عنه عدل وكړ نو زما هم ترې همدا هيله ده اوكه بدل شو نو هرڅوك به دخپل عمل ځواب وايي،زما مقصد يواځې د خير غوښتنه اونيكي ده، په غيبو علم نه لرم ، وَسَيَعلَمَ الَّذِينَ ظَلَمُوا اَىَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُون ، والسلام عليكم ورحمة الله .))
    حضرت عثمان رضى الله عنه همدا مُهر شوى فرمان د باندې يووړ او خلكو ته يې ولوست. په دې وخت كې ابوبكر صديق رضى الله عنه د دعا لاسونه پورته كړل او ويې ويل: لويه خدايه! زما هدف خويواځې اصلاح او خير دى، ما دا انتخاب يواځې ددې امت نه دفتنې دژغورنې په خاطر كړى دى، زه له فتنې وېرېدم، ډېر زيار مې ويوست اوپردوى باندې مې له ټولو نه غوره انسان مشر وټاكه، داسې څوك مې ورته امير وټاكه چې دمسلمانانو اصلاح او هدايت يې ترټولو لوړ مقصد دى،زه اوس دې حالت ته رسېدلى يم ، خدايه! ددوى چاره وكړې، دوى ستا بندګان دي
    عمر رضى الله عنه ته يې په خپله وصيت كې داسې وويل: عمره! له هرڅه د مخه دې ځان ته متوجه كوم، له خپله نفسه دې وېروم، دخلكو خواته دې هم پام اړوم، ددوى سترګې تاته دي، خېټې يې هم تشې دي، له راتلونكي ذلت نه وېره لري، پام كوه داسې نه شي چې ته يې دذلت سبب و ګرځې! ترهغې پورې به دوى له تاڅخه وېره او تشويش ولري څو ته له الله تعالى نه وېره ونه لري، دا زما وصيت دى درته.
    مفتي حبيب الله قاسمي



    Design by: Benawa Pushto Web Development Copyright © Bnawa.com 2004 2007
Working...
X