Announcement

Collapse
No announcement yet.

په حرام مال کښي دخيرات کولوحکم :

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • په حرام مال کښي دخيرات کولوحکم :

    ام مال
    فتو ی نمبر(۱۴۷)

    دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

    مستفتيه : نوريه /أفغانستان / بدخشان


    و علامه مولانا أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې کارونکو ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، محترم مولانا صاحب ځما پوښتنه داده چي په حر
    کښي خيرات او صدقه کول څه حُکم لري ؟
    ستاسو محترم څخه د جواب په هيله .

    الجواب وهوالموفق للصواب ـ
    نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
    محترمي خورې ! له خالص او سوچه حرام مال څخه د ثواب په نيت خيرات کول نه دي جائز ، او نه د الله پاک په نزد مقبول دئ ، او که يو څوک حرام مال حلال وګڼي او د ثواب په نيت يې خيرات کړي نو دغه سړئ کافر ګرځي ، البته که په ناخبري او جهالت کښي داسي کار وسي نو بيا کافر نګرځي ، دارنګه که د يو چا سره مخلوط مال ؤ يعني حلال او حرام سره ګډ ؤ او يو له بله سره ممتاز نه ؤ او غالب حرام مال ؤ نو پدې صورت کښي هم صدقه ورکول په نيت د ثواب نه دئ جائز .
    کچيري له يو چا سره يو قسم حرام مال موجود وي نو د هغه حُکم دادئ چي هغه دي بيرته وهغه ځائ ته رَد کړي له کومه ځايه څخه چي دغه مال حاصل سوئ وي ، او کچيري و أصل مالک ته واپس کول ممکن نه ؤ نو بيا (ددې پر ځائ چي د ځان دپاره د ثواب نيت پکښي وکړي او خیرات يې کړي ) د أصلي مالک له طرفه يې خيراتول ضروري دئ .
    عن ابن عمر (رضي الله عنه) عن النبي (صلی الله عليه وسلم) قال : لاتقبل صلاة بغير طهور و لاالصدقة من غلول [الترمذي ۱ : ۳] .
    وفي الهندية [۵ : ۳۴۹] : والسبيل في المعاصي ردها ، وذلک ههنا برد المأخوذ ان تمکن من رده بأن عرف صاحبه ، وبالتصدق به ان لم يعرفه ليصل اليه ماله ان کان لا يصل اليه عين ماله .
    والسلام ومن الله التوفيق ـ
    کاتب : ب ا ق ي .
    دارالافتآء أبوالفضل . benawa.com
    سرپاڼه
Working...
X