Announcement

Collapse
No announcement yet.

ایمان او دهغه ۹۰ (نوي) مهمې برخې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ایمان او دهغه ۹۰ (نوي) مهمې برخې


    بسم الله الرحمن الرحيم
    الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام على محمد صلى الله عليه والسلم و آله وصحبه اجمعين
    د ايمان مهمې برخې
    ١. په الله تعالى ايمان لرل .سورة النساء (١٣٦ اية ).
    ٢.دالله په صفتونو ،نومونو او په فېصلو ايمان لرل .مشکوة ١/٢١
    ٣.دالله تعالى په ملائکو ايمان لرل .سورة البقره(١٧٧ اية)
    ٤. د الله تعالى په کتابونو او صحيفو ايمان لرل .سورة البقره (١٧٧ اية )
    ٥.دالله تعالى په رسول او پېغمبرانو ايمان لرل. سورة البقره (١٧٧ يات )
    ٦. د الله تعالى په تقدير او فېصلو ايمان لرل. سورة البقره (١٧٧ اية )
    ٧. په ورځ د قيامت ايمان لرل. بخاري ١/١٢
    ٨.په قبر کې دنکير او منکر ملائکو راتلل اود هغوي پوښتنى کول د رب او پېغمبر او ددين په باره کې پدې ايمان لرل .مسلم ١/٢٧
    ٩.محبت او مينه دالله تعالى سره. سورة البقره( ١٦٥ اية )
    ١٠دالله تعالى لپاره مومنانو سره مينه کول مشکوة ١/١٤
    ١١.دالله تعالى لپاره دبدو خلکو سره کينه او بعض کول . مشکوة ١/١٤
    ١٢. دالله تعالى لپاره ورکړه کول . مشکوة ١/١٤
    ١٣.دالله تعالى لپاره منع کول . مشکوة ١/١٤
    ١٤.درسول الله صلى الله عليه وسلم مينه او محبت کول .مشکوة ١/١٢
    ١٥.درسول الله صلى الله عليه وسلم عزت ،دفاع او اکرام کول .سورة الفتحه (٩ اية )
    ١٦. پر رسول الله صلى الله عليه وسلم شرعي درود ويل.سورة (الاحزاب ٥٦ )، مشکوة ١/٨٦
    ١٧. درسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو او طريقو تابعداري کول .سورة ال عمران (اية ٣١ )،مشکوة ١/٢٧
    ١٨. په عباداتو کې د الله جل جلا له لپاره اخلاص کول چې توحيد دى .مشکوة ١/١٦
    ١٩.ريا کاري او ځان ښودنه نه کول .مشکوة ٢/٤٥٥
    ٢٠. دمنافقت دټولو کارونو او خويونو څخه ځان ساتل .بخاري ١/١٠
    ٢١.الله جل جلا له ته توبه کول اوپه استغفار سره ورګرځيدل مشکوة ١/٢٠٣
    ٢٢.دالله جل جلا له څخه ويره کول نه دمخلوقاتو څخه .سورة المائده( ٤٤ اية)
    ٢٣.دالله جل جلا له څخه طمع او امېد کول نه د مخلوقاتو څخه .سورة البقرة( ٢١٨ اية )
    ٢٤. الله تعالى ته شکر کول او دهغه نعمتونه د هغه په رضا کې استعمال . سورة البقرة( ١٥٢اية) ، مشکوة ٢/٤٥٤
    ٢٥. د لوظ پوره کول که د الله جل جلا له سره وي او که بنده سره وي . سورة بني اسرائيل (٣٤ اية )
    ٢٦. صبر په نېکې کولواو د ګناهونو څخه په ځان ساتلو او همدارنګه په مشکلاتو . سورة الزمر (١٠ اية) ،مشکوة ١/٣٨
    ٢٧. د الله جل جلا له په قضا او فيصله راضي کېدل .مشکوة ١/٢٣٠
    ٢٨. په الله تعالى توکل کول (هغه ته خپل ځان کارونه او فيصلې سپارل) . سورة المائده (اية ٢٣) ،مشکوة ٢/٤٥٢
    ٢٩.دالله جل جلا له په مخلوق رحم کول .مشکوة ٢/٤٢٣
    ٣٠. الله تعالى ته عاجزي او تواضع کول .مشکوة ٢/٤٣٤
    ٣١. دمشرانو احترام او عزت کول .٢/٤٢٣
    ٣٢. په کشرانو شفقت او رحم کول . مشکوة ٢/٤٢٣
    ٣٣. تکبر او لويي او عجب ( خپل ځان غټ ښه ګنړل دي) څخه ځان ساتل .مسلم ١/٦٥
    ٣٤.حسد او کينه نه کول .ابوداود ٢/٩٢٧
    ٣٥.غصه اوقهر نه کول په مومن باندې .سورة ال العمران (اية ١٣٤ )
    ٣٦.اسراف او بذر نه کول . سورة الاسراء( ٢٦ اية)
    ٣٧. د هر باطل ،لغوه ، لهو،موسيقي،غزل څخه ځان ساتل .سورة الشعرا( ٧٢ اية) ، مشکوة ١/١٤
    ٣٨.د قران کريم تلاوت ،عمل ، دعوت ،نشر، ا شاعت او دفاع ورڅخه کول. سورة فاطر (اية ٢٩)
    ٣٩.د شريعت اسلامي علم حاصلول.سورة زمر اية ٩،سورة مجادله (اية ١١)
    ٤٠.د شرعي علومو تدريس او ښودنه کول.ترمذي جلد١/١١٤
    ٤١.د الله جل جلا له څخه دعا غوښتل . سورة المومن (اية ٦٠ )،مشکوة جلد ١/١٩٥
    ٤٢.د الله جل جلا له ذکر کول چې د ١٠٠ څخه زياتې ګټې لري. چې علامه ابن القيم ( رحمه الله ) په الوابل الصيب کې ذکر کړيدي
    ٤٣.پاکوالى د نفس ،بدن ، جامو،ځاى ،دخوراک او څښاک اسبابو .سورة المدثر (اية ٤ )،مشکوة جلد١/٣٨
    ٤٤. د عورت پټول او ساتل .سورة النور (اية ٣٠ )
    ٤٥. فرضي لمونځونو اداء کول . سورة العنکبوت (اية ٤٥)
    ٤٦:سنت او نفلي لمونځونه اداء کول
    ٤٧: فرضي زکات ورکول . سورة المومنون (اية ٤) و غير ها
    ٤٨.نفلي صداقات او خيراتونه ورکول .سورة العمران (اية ١٣٤)
    ٤٩.دمريانو او وينځو او بنديانو ازادول او هغوي سره مرسته کول . سورة البقرة( اية ١٧٧) ، (وفى الرقاب)
    ٥٠:جود اوسخاوت کول په شرعي طريقې سره چې الله تعالى پرې اجر ورکوي . بخاري جلد ١/٤٧
    ٥١: د ميلمه عزت او اکرام کول .مسلم جلد١/٥٠
    ٥٢: فرضي روژه نيول .سورة البقرة (اية ١٨٣ )، بخاري مع الفتح جلد ١/٧٨
    ٥٣: نفلي روژۍ نيول . مشکوة جلد ١/١٦٢
    ٥٤: حج اداء کول . مشکوة جلد ١/١٤، مسلم جلد ١/١٦
    ٥٥: عمره اداء کول . سورة البقرة اية ١٩٦ ، ترغيب جلد ٢ /١٦٤
    ٥٦: طواف فرضي او نفلي اداء کول .الترغيب و الترهيب جلد ٢/١٩١،سورة الحج اية ٢٩
    ٥٧: اعتکاف کول . سورة البقرة اية ١٨٧
    ٥٨: د قدر شپې تالاش کول چې د زرو ١٠٠٠ شپو څخه غوره ده .مشکوة جلد١/١٧٣
    ٥٩: ددين د ساتنې لپاره دفتنو او شرونو څخه تيښته کول بخاري جلد ١/١٥
    ٦٠: هجرت کول د کفر د وطن څخه او بد کارو خلکو څخه او د بدو او فحش کارونو څخه .مشکوة جلد ١/١٤
    ٦١: د نذر پوره کول او په هغې وفا کول .سورة دهر (اية ٧)، مشکوة جلد ١/٢٩٧
    ٦٢: په قسمونو کې احتياط کول او په غير الله باندې قسم نه کول . سورة المائده اية ٨٩ )، صحيح الجامع الصغير جلد ١/١٠٢
    ٦٣: د کفارو ادا کول کفاره د قتل خطا وي او که د قسم يا د ظهار وي .
    ٦٤: شرعي نکاح او واده کول چې انسان ته ورباندې پاکوالې او عفت نصيب کيږي .مشکوة جلد ١/٢٦٧
    ٦٥: د اولاد او اهل حقوق ادا کول اود هغوى سالم تربيه کول .مشکوة جلد ١/١٨
    ٦٦: د مور او پلار سره نيکۍ او احسان کول .مشکوة جلد ٢/٤٢٠
    ٦٧:د خپلوانو سره صله رحمي کول او په اسلامي طريقه ورسره خپلوي پالل . مشکوة جلد ٢/٤٢٠
    ٦٨:د کونډو او يتيمانو سره احسان کول او د هغوي څخه دفاع کول .متفق عليه
    ٦٩:د امير اطاعت کول په ښو کارونو کې او د هغه سره مرسته کول . متفق عليه
    ٧٠: د شرعي انصاف او عدل پابندي کول .متفق عليه ، سورة نساء (اية ٥٨)
    ٧١:د جماعت د مومنانو تابعداري کول او په جماعت د اصحابو کرامو پسې تلل .سورة نساء (اية ١١٥ )،مشکوة جلد١/٣٥
    ٧٢: د اولو الامر اطاعت کول چې هغه اسلامي اميران او علماء کرام دي .سورة نساء (اية ٥٩) ، مشکوة جلد ١/٢٩
    ٧٣:د خلکو او مسلمانانو تر منځ اصلاح او جوړوالى راوستل . سورة حجرات (اية ٩ او ١٠)
    ٧٤: حيا کول د الله تعالى او درسول الله صلى الله عليه وسلم او د مومنانو او ملايکو څخه . بخاري جلد١/٦٢
    ٧٥:د نيکيو امر کول ا دبديو څخه منع کول چې دېته امر باالمعروف او نهى عن المنکر وايې.سورة العمران (اية ١٠٤) ،مشکوة جلد ١/٤٢٢
    ٧٦: شرعي حدود نافذول او دهغې جاري کولو لپاره بدني مالي قرباني ورکول .سورة المائده (اية ٤٤،٤٥،٤٧)،بخاري جلد ١/٧٦
    ٧٧:جهاد او قتال کول فى سبيل الله .مشکوة جلد ٢/٣٢٩،مسلم جلد ١/١٦١
    ٧٨:امانت ادا کول که د مال وي ، دمجلس او که دعهد وي او که د خبرې وي.سورة نساء( اية ٥٨ )،بخاري جلد ١/١٣
    ٧٩: رباط فى سبيل الله ( د اسلامي سرحداتو ساتل د کافرانو څخه ، جهاد لپاره ،سورلۍ او اسباب تيارول ،د مشکلاتو سره نيک اعمال کول. مشکوة جلد ٢/٣٢٩
    ٨٠: ښاېسته معاملات کول ، پيرل او پلورل ، ضمانت په شرعي طريقه او ښو اخلاقو سره .بخاري جلد ١/٢٧٨
    ٨١:سلام کول او دسلام جواب ورکول .بخاري شرح الفتح جلد ١/٦٩
    ٨٢: پرنجې کولو سره الحمدلله ويل او د هغې جواب په يرحمک الله سره ورکول.بخاري جلد ١/٨٩
    ٨٣: د مومن په جنازه کې تلل او دهغه په دفن کې برخه اخيستل .بخاري جلد ١/٨٩
    ٨٤: مومن او د الله تعالى مخلوق ته ضرر نه ورکول . سورة الحزاب (اية ٥٨)، مشکوة جلد١/٤٨
    ٨٥:ضرري شئ دلارې نه لرې کول لکه ازغې هډوکې او داسې نور. مشکوة جلد ١/١٦٨
    ٨٦: د مسجد جوړول او تعمير کول دالله تعالى د رضا، ذکر او دين لپاره .سورة التوبة (اية ١٨)
    ٨٧: څه چې ځان لپاره خوښوې هغه د نورو لپاره هم خوښوه .بخاري جلد ١/٤٨
    ٨٨: ښاېسته اخلاق په ژوند کې پر عملي طور سره وړاندې کول .مشکوة جلد ٢/٢٨٢
    ٨٩: د شر او ضرر او بې فايدې خبرو څخه چپ کيدل . سورة القمان (اية ٦)، ترمذي جلد ٢/٢٦٨
    ٩٠: د کفر ،شرک ،فساد ، فسق ، فجور، بدعت ،څخه نفرت کول او ځان ساتل .سورة المومنون (اية ٣)،مسلم جلد ١/٥٠..
    نشر او اشاعت:
    تعليم القرآن والسنة جلال آباد نارنج باغ
    د اړيکو شمېرې:
    ۰۷۹۹-۴۰۹۲۶۱ - ۰۷۷۴۵۸۴۷۶۳ - ۰۷۸۹-۸۵۸۴۸۰
    مولانا احمد شاه (حفظه الله تعالی)
    سرپاڼهbenawa.com
Working...
X