Announcement

Collapse
No announcement yet.

da hamsaya huqooq (neighbors right)

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • da hamsaya huqooq (neighbors right)

    د ګاونډيانو حقوق
    څرنګه چې خپل خپلوان په سړي حقوق لري همداشان يې ګاونډيان هم لري . د ګاونډيانو د حقوقو پر ځاى كول او د هغو احترام كول د آخرت په ورځ د ايمان لرونكو عملي ثبوت ګڼل كيږي.

    خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمايي :


    ( و الجار ذي القربى و الجار الجنب و الصاحب بالجنب ) ( النساء 36)


    او د الله حكم دى چې له قرابت لرونكى همسايه او له پردى همسايه او په خوا كې له همسايه سره نيكي وكړئ


    د پورتني آيت څخه دا مانا لاس ته راځي چې كه همسايه خپلوان وي او كه پردى وي ، كه غير مسلمان وي او كه هر څوك وي هغه همسايه دى او د همسايه په حيث بايد د همسايه حقوق مراعات شي .


    همسايه كه مسلمان وي او كه غير مسلمان وي ، د دواړو حقوق برابر دي


    كه كاونډى د سړي خپلوان وي او مسلمان وي نو هغه درې حقونه لري : د كاونډيتوب حق ، د خپلوئ حق او د اسلام حق.


    كه ګاونډی مسلمان وي او د خپلوئ رشته ورسره نه وي نو هغه دوه حقونه لري: يو د ګاونډيتوب حق او بل د اسلام حق. او كه ګاونډی د سړي خپلوان نه وي او غير مسلم وي نو هغه يو حق لري چې هغه د ګاونډيتوب حق دى.


    د ګاونډي عزت كول د ايمان جزء ګڼل كيږي. كه څوك د ايمان خاوند وي نو هغه به خامخا د همسايه عزت او احترام كوي .


    د حضرت محمد ( ص ) ارشاد دى :


    په خداى قسم دى چې هغه مومن نه دى ، په خداى قسم دى چې هغه مومن نه دى . صحابه كرام وپوښتل چې يا رسول الله هغه څوك دى ؟ رسول اكرم (ص ) و فرمايل : " هغه څوك چې همسايه يې له ظلم څخه محفوظ نه وي ." ( بخاري )


    رسول اكرم (ص ) همداشان فرمايلي دي : " هغه څوك چې په خداى او آخرت ايمان لري هغه بايد د همسايه عزت وكړي" ( بخاري )


    ډير خلك دي چې د كاونډيانو سره ښه چلند نه كوي ، د هغوي حقوق تر پښو لاندې كوي ، تل ورسره په جكړه بوخت وي او په قول او عمل كښې ورته اذيت رسوي .دا كار د خداى پاك له رضا سره مخالف كار دى او ښايي چې سړى ورڅخه ځان وژغوري.

    د ګاونډيانو د حقوقو د پرځاى كولو او د هغوي د احترام كولو د پاره دا لاندنئ يادونې اړينې دي.
    * د ګاونډي احترام كول .
    * ګاونډي ته تاوان نه رسول.
    * دګاونډي په غم او ښادئ كې ځان شريكول.
    * له ګاونډي سره ښه ګذاره او چلند كول.
    * له ګاونډي سره له رحم او ترحم څخه كار اخستل.
    * په ګاونډي باندې له ظلم زياتې څخه ځان ساتل .
    * له ګاونډي سره د ګاونډي په حيث ښه سلوك كول.
    * په ګاونډي باندې ځان لوړنه ګڼل .
    * د ګاونډي عزت كول.
    * د ګاونډي له ناروغتيا څخه ځان خبرول .
    * له ګاونډي سره د هغه د ستونزو په حل كښې له خپل توان سره سم مرسته او همكاري كول.
    * له ګاونډي سره په ورين تندي خبرې كول .
    * ګاونډي ته د قربانئ دغوښې برخه وركول.
    * ګاونډي ته په بيلا بيلو مناسباتو كښې د تحفو وركول چې له دې سره د ګاونډيانو تر منځ مينه محبت زياتيږي.
    * له خپل پخلي نه كاونډي ته يو څه خواړه ليږل.
    * د خپل توان سره سم له كاونډي سره مالي مرسته كول.

    الحاج فضل الله رشتين
    
Working...
X