Announcement

Collapse
No announcement yet.

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه مالوم

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه مالوم

    خپروونکی : د لراوبر اداره
    ليک : کامله ( طاهر)
    نېټه : ١٥ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-06


    ( د اسلامی معلوماتو ذخیره ) له کتابه څخه

    حضرت مولانا برهان الدین صدیقی

    راټولوونکې : کامله ( طاهر)

    په جنت کښي بیبیانی

    پوښتنه : په جنت کښي به د نبی کریم (ص) واده د دنیا د کمو کمو ښځو سره کيږی ؟

    ځواب : په جنت کښي به د نبی کریم (ص) واده د د نیا د دریو ښځو سره کيږی .

    ۱- اول مریم بنت عمران ۲-دویم آسیه د فرعون ښځه ۳- دریم ګلسوم ، د حضرت موسی (ع)

    هغه خور کومی چه فرعون ته د موسی (ع) د پاره د پیو ورکونکی ښځی طرف ته لاره سمه کړه ، يعنی خپله مور یی ورله راوستله . خو فرعونیانو ته پته هم اونه لګیدله . چه دا د موسی (ع) خپله مور ده :

    په اسمان کښي نکاح

    پوښتنه : د نبی کریم (ص) د کومی بی بی نکاح اسمان کښي وشوه ؟

    ځواب : د حضرت زینت بنت جحش نکاح په اسمان کښي شوی وه :

    د اودس او غسل د اوبو مقدار

    پوښتنه : نبی کریم (ص) به څومره مقدار اوبو سره اودس او غسل کولو ؟

    څواب : اودس به یی په یو مد اوبو سره کولو . او غسل به یی یو صاع اوبو سره کولو .

    پیدانش

    نبی کریم (ص) د حضرت آدم (ع) نه څو کاله پس پیدا شو ؟

    ځواب : نبی کریم (ص) د حضرت آدم (ع) نه شپږ زره یوسل او پنځه پنځوس (۶۱۵۵) کاله پس پیدا شو .

    رضاعت

    نبی کریم (ص) ته شیدی کومی ښځی ورکړی وو، او څومره څومره ورځی یی ورکړی وو؟

    ځواب : نبی کریم (ص) ته د شیدو ورکولو په باره کښي دوه اقوله دی .

    ۱- اول د پیدایش نه تر اوو ه ورځو پوری ثوبیه ورکړی وه چه دا د ابولهب بن عبدا لمطالب آزاده کړی وینځه وه . او په اتمه ورځ د حضرت حلیمه سعدیه قافعله راغله ، نو دوی (ص) دوه کاله د حلیمی شیدی اوڅکل !

    ۲- دویم قول دا دی چه نبی کریم (ص) ته په شروع کښي اووه ورځو پوری آمني شيدی ورکړ ،

    بیا ثوبيی ورکړل . او بیا سعديي ورکړل

    جبرییل علیه اسلام اصلی شکل لیدل

    پوښتنه : نبی کریم (ص) جبرییل فرشته د دوی پخپل اصلی صورت کښي کتلی ده ؟

    ځواب : نبی کریم (ص) حضرت جبريیل (ص) په اصلی صورت کښي په ټول ژوند کښي صرف څلور څل ليدل ده

    ۱- ړومبی ځل هغه وخت کله چه نبی کریم (ص) په غار حرا کښي موجود وو ؛ او حضرت جبریيل(ع) تشریف راوړو ، نو نبی کریم (ص) اوفرماېیل . ای جبرییل ماته خپل اصلی شکل اوښایه نو حضرت جبرییل (ع) اصلی شکل اوښودلو

    ۲- دویم ځل په معراج کښي یعنی سدرة المنتهی باندی .

    ۳- دریم د مکي په جیاد مقام باندی او دا واقعه د نبوت زمانی ته نیزدی پیښه شوی وه .

    ۴- څلورم هغه وخت کله چه د دوی تره حضرت حمزه (ص) دوی ته عرض اوکړو . چه زه حضرت جبرییل (ع) دوی په خپل اصلی صورت کښي لیدل غواړم . اول خو نبی کریم (ص) منع کړو چه ته به یی او نه لیدليي شی .هغوی عرض وکړو تاسویي راته اوښایی . نبی کریم (ص) ورته اوفرماییل ، کينه،

    هغوی کیناستل . او حضرت جبرییل (ع) په کعبی باندی راکوز شو . نبی کریم (ص) ورته اوفرماییل .

    نظر اوچت کړه .هغوی چه نظر اوچت کړو . او وي کتل چه د حضرت جبرییل (ع) جسم د زلیدو نکو شنو زبرجد و یعنی د شنو زمرودو پشان وو. حضرت حمزه بر داشت ( او طاقت ) رانه وړلي شو بی هوشی پري راغله او پری وتلو :

    کنیت

    پوښتنه : د حضوراکرم (ص) کنیت ابو ابراهیم چا کیخود و ؟

    ځواب : د نبی کریم (ص) اخری زمانه وه حضرت جبرییل (ع) تشریف راوړو او په دی ويیلو یی آواز ورکړو .چه . یا ابا ابراهیم ، چه په دی سره د نبی کریم (ص) کینت ابو ابراهیم شو

    
Working...
X