Announcement

Collapse
No announcement yet.

په زړه پوري اسلامي معلومات

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • په زړه پوري اسلامي معلومات

    خپروونکی : د لراوبر اداره
    ليک : ټولوونکې : کامله طاهر

    نېټه : ٢٤ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-15


    د اسلامي معلوماتو ذخيره مولف: حضرت محمدغفران رشيدي :

    د نبي کريم (ص) په غيږه کي متيازي کونکی ماشومان څوک وو ؟

    پوښتنه : د نبي کريم (ص) په غيږه کي څومره ماشومانو متيازي کړي دي او هغه څوک دي ؟
    د نبي کريم ( ص ) په غېږه کي څومره ماشومانو متيازي کړي دي او هغه څوک دي ؟
    ځواب : د نبي کريم (ص) به غيږه کي پنځه ماشومانو متيازي کړي دي چي نومونه يې داسي دي :

    ۱- سليمان بن هشام ۲ـ دويم حضرت حسن ،حضرت حسين ،حضرت عبدالله بن زبير ،۵-ابن ام قيس وو.


    غسل او کفن
    پوښتنه : نبي کريم (ص) چه کله وفات شو نو دوي ته غسل او کفن په کومو جامو (لباس) کښي ورکړي شو ؟
    ځواب: د حضرت عايشه ( رض ) نه روايت دی چه کله نبي کريم (ص) ته د غسل ورکولو وخت شو . نو صحابه کرامو ( ر ص) سوچ وکړ . چه د دوي جامي د نورو سړو پشان پرېوله شي .او که د جامو سره غسل ورکړل شي. کله چه خپل منځ کښي اختلاف شو. نو الله (ج) په دوي باندي خوب راوستلو .د کور د يو ګوټ نه يو ويونکي وويل .چه دوی ته د جامو سره غسل ورکړﺉ . نو بيا دوی ته د جامو سره غسل ورکړ شو . نو د کميس د پاسه به اوبه اچولي شوي او کميس سره به يې موږلو . نبي کريم (ص) ته په دريو دمالوچو په کاليو کښي کفن ورکړي شو!

    د جنازې لمونځ
    پوښتنه : د نبي کريم (ص) د جنازې لمونځ څنګه وشو ؟
    ځواب : د نبي کريم (ص) د جنازي لمونځ په جماعت سره نه ووشوی .بلکي جدا جدا اوکړي شو ځکه چه صحابه کرامو (ر ص) د نبي کريم (ص)نه د دوی به اخري وخت کښي معلوم کړي وو.چه ستاسي د جنازي مونځ به څوک ورکوي . نو نبي کريم (ص) فرمايلي وو. چه کله د غسل او کفن نه فارغ شي .نو رما جنازه قبر ته نيږدي کښيږدﺉ او اخوا شی ، مخکښي به ملايکي لمونځ کوي اول به اهل بيت سړي مونځ کوي . بيا به د دوی ښځي ، بيا تاسي نور خلک لمونځ اوکړﺉ . موږ عرض وکړو چه په قبر کښي به مو څوک ور کوزوي . نبي کريم (ص) اوفرماييل زما اهل بيت او دوی سره به ملايکي وي !

    د قبر مبارک په باره کښي معلومات

    پوښتنه : د نبي کريم (ص) قبر مبارک چا کښلی وو؟

    ځواب : حضرت ابوطلحه (ر ص) ددوی بغلي (د لحد والا) قبر کښلی وو.
    پوښتنه : نبي کريم (ص) په قبر مبارک کښي کومو حضراتو ور کوز کړو ؟
    ځواب : دوی لره څلورو صحابو په قبر کښي ور کوز کړو .چه د هغوي نومونه دا دي.
    اول حضرت علي (ر ص) ،حضرت عباس او د دوي دو ه ځامنو ( رص) ، حضرت قثم (ر ص) ،حضرت فضل (ص) وو! ددوی په لحد باندي ايښودل شوي نهه کچه (خامي ) خښتي وي .چه دا ولاړي ايښودل شوي وي.

    پوښتنه : د نبي کريم (ص) په قبر مبارک باندي اوبه چا وشندلي . او څومرم يي وشيندلي . او د کوم طرفه نه يي شروع کړي وو؟
    پوښتنه : حضرت بلال (رض) اوبه واچولي او هغه يو مشک اوبه وي چه د سر طرفه يي شروع کړي و!

    
Working...
X