Announcement

Collapse
No announcement yet.

جهالت انسانان وژنی- القایده تل د نری د دینی &#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • جهالت انسانان وژنی- القایده تل د نری د دینی &#

    جهالت انسانان وژنی- القایده تل د نری د دینی عالمانو د نظر سره مخالفت کوي
    یوه پخوانی کیسه القایده را په یاده وي یو سری په جنګله کشی ژوند کول د ده دوه نږدی ملګری ایږ ول. د دغه ایږنو لمنځه یو ایږ به تل د سری سره به په جنګله کشی د سفر ملګرتیا کوله یوه روز چی جنګلی سری دیر ستري شوي او د درختي لاندی بیده شوو کله چی جنګلی سری په خوب کی ډوب شوو یوه مچی د سری په پوزه کشیناست کله چی ایږ مچی ولید ګمانی وکر چی مچی به جنګلی سری د خوبه ویښ کړی ایږ یوه لویه دبره پورته کړه او د سری په پوزه ګوزار کر، په ځای د دی چی مچی مره کړی جنګلی سري مړ شو.
    سوال پیدا کیږی چی ولی مچی خپل ملګری مر کړ؟ ځوابی جهالت او نافهمی ده.
    ایا القایده هم دغه ایږ ته ورته کارونه نه کوی؟ د یوی خوا ادعا کوی چی موږ مسلمانان ژغوړو بیا د بیلی خوا په دوامداره توګه روزمره القایده بیګناه مسلمانان په مارکیتونو، سرکونو او جماتونو کشی وژنی.
    القایده خپل ځان د نړی د مسلمانانو څخه غوړ ګنی او ځان ته دا صلاحیت ورکوی چی کوم مسلمان د عقیدی خاوند دی او کوم مسلمان نه. هغه مسلمانان وژنی کوم چی د دوی په ګمان په کافی اندازه د مسلمانیت لپاره عقیده نه لری.
    آیا موږ تاسوته معلومه نه ده چی القایده سومره ظلمونه د اسلام په نامه د مسلمانانو او غیر مسلمانانو په وراندی کړي دی، او د اسلام منفی انځوری په نړی کشی خپور کړی دی؟

    لومړنی کلام چی خدا ج څخه پیغمبر ص ته نازل شو هغه اقراَ ( لوستل) وو او اخرین کلام غلط قضاوت نه کول وو. ایا دا نه شي چی اسلام د علم او عدالت مذهب دی؟ آیا القایده د خدا د کلام څخه سرغونه نه کوي؟ کله چی یو عالم د دوی د کرنو په خلاف خبری کوی او یا هم د دوی جهالت چی سومره منفی اغیزه لری د نړی د مسلمانانو په نړی کشی ثابت کړی وژل کیږی. په اعراق کشی دیر سنی مذهب مسلمانان په تیر سو کاله کشی القایده وژلی دی نږدی تر سلو زیات امام او مذهبی مخور دینی عالمان د القایده په لاس وژل شوی دی. د القایده دیر نوی جلب شوی ځوانان د دیر کم عمر او د علم او زده کړی څخه محروم او یا خو هم هغه کسان دی چی د ژوند د ارزښت او تحولاتو څخه په ښه توګه پوهاوی نلری. چون دا ځوانان کم عمره او بی علم دی او د هغه څخه القایده په دیر اسانه توګه ګته اخلی او د ځوانانو مغزونه پریولي او خپل کرکه او تنفر د هغوی په مغزونو کشی پیچکاری کوی. په نتیجه کشی د ځوانانو اساس په ځای د دی چی د بیارغونی او رغونی په چارو کشی ولګول شی خو د بدمرغه القایده هغه په ځان وژنکی بمونو په واسطه وژني. بیرته زو د ایږ د قیسی خوا ته د ایږ د جهالت قربانی جنګلی سری مر شو، خو په ریښتنی نړی کشی د القایده قربانی ( اسلامی تولنی) د نیکمرغه ژوندي دی سربیره په دی چی د القایده دیر ضلمونه او د جهالت اغیزه لیدلی. ایا القایده زموږ په یاد پاته شوی نه دی چی سومره ضلم او ستم د اسلامی تولنی په وراندی مرتکب شوی دی او هیڅ دلیل او منطق ته پام نه کول او خپل د افراطیت څخه ډک تګلاري ته ادامه ورکول؟ آیا القایده کله هم د دین عالمانو ته غوږ شي او خپل د تخریبی کارونو څخه لاس واخلي، څنګه چی دیرو پخوا کری او خپل د کرنو څخه پشیمانه شوی دی؟ القایده خپل په اجازه او صلاحیت د هغه عالمانو نظر کوم چی خپل تول ژوندی د مذهب په علم کشی تیر کړی دی رد کړی فقط د خپل بدمرغه تګلارو په خاطر. زما سره یوه پوښتنه پیدا کیږی هغه دا دی چی څنګه یو انسان کولای شی د القایده شانتی بی رحم انسانانو خبری ته غوږ شی او هغه ومني، د هغه انسانانو خبری ته کوم چی د کرکی څخه بل شی په زره کشی نلری؟ موږ بیشماره دینی عالمان لیدلی چی د القایده د کرنو په خلاف خبل اواز اوچت کړی دی حتی د القایده ځنی پخوانی ملګری هم د القایده اصلی مخ په افشا کولو کشی د هیڅ ګام د اخیستو څخه دده کړی نه دی. خو لا هم نورو دینی عالمانو ته اړتیا شته چی ظالم القایده په خلاف اواز اوچت کړی او د دوی په خلاف ودریږی، او که داسی ونسی نو القایده به اسلامی ارزښتنو تل د پښو لاندی کوی او هغه ته سپکاوی کوي.
    نورزی جهانی
    دی ای تی سنتکام
    تمپا فلوریدا
Working...
X