ملا فضل احمد معنوي چلبازۍ او خطرناکه دسيسه - رنګين احمدزى
نظریات (0)
چاپ
ملګري ته خبرورکول
پورته
دیرش کلنه جګړه کې د افغان ماشومانو حقوقي وضعیت - سراج الحق ببرک زی ځدراڼ(15.11.2010)
امریکایی تګلاره تروریزم ته لاره - نثار احمد صمد (12.11.2010)
کريم خرم د فاشيستانو پر لکۍ پښه ايښې (12.11.2010)
Friday, 26.11.2010, 02:27am (GMT)
د ملا فضل احمد معنوي چلبازۍ او خطرناکهدسيسه

رنګين احمدزى
د طالبانو حملو، د امريکا او ناټو دسيسو، او د ملامعنوي نتيجو په زبات ورسوله، چې دولسي جرګې تر ټاکنو وروسته د افغاني سياست په تياتر کې د پښتنو په زيان يوهډاروونکې ډرامه پيلېدونکې ده.
فضل احمد معنوي چې له پښتنو سره تبعيض، د استادرباني تعويذ او د مارشال فهيم وړانديز د انتخاباتو د کميسون رياست ته ورساوه، لهلومړۍ ورځې يې په هکله ويل کېده چې د شمالي ټلوالې له جنګسالارانو سره يې لکۍ غوټهده او پر دې څوکۍ ټاکل به يې د افغانستان او افغانانو په خير نه وي.
د معنويلومړنى ماهرانه چل دا و، چې له تخنيکي پلوه يې له ټاکنو مخکې د کميسيون له خوا، اوله امنيتي پلوه يې د شمالي ټلوالي د توپکسالار بسم الله خان او د ناټو د قواوو پهخوله په ټولو ولايتونو کې ولس ته د عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو ډاډ ورکړ.
سرهله دې چې هغه مهال ويل کېده چې د هيواد اکثريت په تيره پښتني سيمې د نا امنيو لهوجې انتخاباتو ته مساعدې نه دي، خو معنوي، بسم الله خان او د ناټو چارواکو پر ګوتهداسې کشمير جوړ کړ، چې ګنې د ټاکنو په ورځ به ټول هيواد ګل او ګلزار وي او يو طالببه په ذره بين کې هم نه ښکاري.
د معنوي دويم چل تر ټاکنو وروسته د پښتني سيموډيرې رايې په يوه او بله پلمه باطلول وو، چې په دې کار سره يې د پښتني سيمو رايې دنه مشروعيت له ګواښ سره مخ کړې.
درېيم چل يې څو ځله د ټاکنو د وروستيو پايلوځنډول وو، چې د شکايتونو د څېړنو پلمه به يې کوله.
د معنوي صاحب څلورم چل دا وچې د کانديدانو او مشرانو جرګې له نيوکو، لاريونونو، شکايتونو او د لويې څارنوالۍله دعوو سره سره يې په ناڅاپي توګه نهايي پايلې اعلان کړې.
معنوي چې مخکې يې دنهايي پايلو اعلان دوه ځله د درغليو او شکايتونو د څېړنو په پلمه ځنډولى وو، خو چېد لويې څارنوالۍ د حساب او کتاب يې واورېده، د برېښنا د سرپرست وزير تورن اسماعيلخان او د ټاکنو د کميسون غړي عبدالرشيد راشد د تليفوني خبرو او درغليو پر څېړنه يېهم په ډيره سپين سترګي سره داسې خوله پټه کړه، چې د دوو مياشتو ځنډولې پايلې يې پهيوه شپه کې اعلان کړې.
د مولانا معنوي تر ټولو خطرناک چل او لويه دسيسه دا ده،چې د غزني ولايت د نهايي رايو اعلان يې د تخنيکي ستونزو په پلمه وځنډاوه.
ډيرهعجيبه ده چې د ٣٣ ولايتونو په رايو کې تخنيکي ستونزې نه وې، خو په غزني کې چې له ١٧ولسواليو نه يې په پنځو کې له لويه سره رايې نه دي لوېدلي، تخنيکي ستونزه پيداشوه.
زما په نظر له دې کار نه د معنوي او د هغه د ټلوالې پلان دا دى، چې له يوېخوا دانه مانه پښتون کانديد ته د برياليتوب تمه ور پيدا کړي او له بلې خوا پهلومړنيو نتايجو کې بريالي هزاره ګان پر شا وټپوي چې هلئ پښتانه مو قانوني حق درنهوړي، ځکه هغوى خو په ټاکنو کې د رايو په حساب د طالبانو صاحبانو په برکت له اقليتنه اکثريت ته لوړ شول، چې د دې ټولو په نتيجه کې به د وردګو د بهسودو د ولسوالۍ پهڅېر د غزني هزاره ګان او پښتانه هم په يوه اوږده او خطرناکه دښمني سره اختهکړي.
آينده که هرڅه پيښيږي، خو د ولسي جرګې د ټاکنو په هکله د نظر د خاوندانوهغه تبصرې رښتيا کيدونکې دي، چې ويل يې په ټول هيواد، په ځانګړې توګه پښتني سيمو کېد جګړو او نا امنيو له امله د ولسي جرګې ټاکنو ته زمينه برابره نه ده، ټاکنې به نهيوازي د افغانستان ستونزې حل نکړي، بلکې نورې به هموزيږوي.