Announcement

Collapse
No announcement yet.

په افغانستان کې د امنیت پرمختګ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • په افغانستان کې د امنیت پرمختګ


    په افغانستان کې د امنیت پرمختګ
    کله چې نړیوال قوتونه د خپلو ممکنه لارو په ذریعه په افغانستان کې د سولې او استحکام د ټینګښت په راوستلوهڅه کوي، بیا نو طالبان په هیواد کې د راتلونکي لپاره د سولې په راوستولو کومه علاقمندي نه ښيي.
    ولسمشر حامد کرزي د پخلاېنې بهیرته ترټولو د لومړیټوب وړاندېټوب ورکړئ دئ چې په دې اخرو وختونو کې د اویا کسیزه سولې عالي کمیته جوړه کړېده چې د سیاسي حل یوه لاره مخالفینو ته ولتوي.
    ددغې کمیتې جوړول یو ښه اقدام ګڼل شوئ دئ چې مرام یې پخلاېنه هغو افغانانو سره دئ چې جنګ پرېږدي، د سولې بهیر ته راشي او خپل سیاسي مرام په سوله ایزه ډول مخ ته یوسي، د افغانستان اساسي قانون ومني او د بشري حقوقو، د ښځو او ماشومانو حقوقو ته درناوۍ وکړي.
    دغه کمیته د افغانستان د بېلابېلو قومي پرګڼوڅخه چې د سولې پلویان دي، جوړه شوې ده چې دا هڅې د یوځواب په ډول د طالبانو هغو اخطارونو ته چې په کا غذونو باندې لیکل شوي وو چې د ملا محمد عمرله خوا د افغانستان په هغو سیمو کې چې اکثربت پکې پښتانه اوسېږي په جوماتونوکې خپاره شوي وو او خلکو ته يې د مرګ تهدید کوله کوم چې د حکومت وړاندیز ومني او د سولې لپاره خبرې اترې ته حاضر شي. برسېره پردې مونږډېر مثالونه وینو چې ځینې کم رتبې وسله وال طالبان افغان ټولنې ته بېرته راستانه شوي او په افغاني ټولنه کې خپل عادي ژوند يې پېل کړئ دئ .
    طالبان نه یواځې د هغو خلکو په ډارولو دوام ورکوي کوم چه خپل د خوښې منتخب حکومت سره د هغه د دریځ د ټینګښت لپاره مرستې کوي ، دوی خپلې هڅې ته دوام ورکړې دي او په ځینو سیمو کې یی هم تخزیبي حملې زیات کړي دي.
    د پېښو یوه مخ په زیاتېدو لړۍ شته چېرته چې ملکي وګړي د ماینونو په واسطه پکې وژل شوي دي . یواځې تېره میاشت په لسګونو ملکي وګړي د طالبانو د ماینونو په ذریعه په افغا نستان او پاکستان کې وژل شوي دي . چه تر ټولو وروستۍ پېښه یې هغه بمي پېښه ده چې په پکتیا کې پنځه لس ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون پکښې وژل شوي دي .
    په یوه بله پېښه کې چې په هلمند کې وشوه، طالبان په ډیره بې شرمۍ دوې افغان ښځې وژلې دي چې هغوی مرستاندوی کار کاونکي وې. دغه مرستندوی کار کوونکي په دې خاطر ووژل شوې چې دوی د هلمند د ولایت اوسیدونکو ته په وړیا توګه مرستې کولې.
    تېره هفته کله چې خلک پاکستان کې یو زیارت ته د عقیده وي رواجونو د په ځای کولو په خاطر راغلي وو، طالبانو پرې بمي برید وکړ، اوه کسان یې ووژل او پنځه لسو نه زیاته ملکي وګړي پکې ټپیان شول.
    په ځانګړي توګه په تېرو څو میاشتو کې وسله والو هڅه کړې ده چې خپل شتون او ځان ته د یو ارام ځاې په لټولود هیواد د جنوبي او ختیځ سیموله عملیاتو څخه ځان ژغورلي په کندوز، بغلان او د فاریاب په ځینونورو ځایونو کې بې امنئ مخ په زیاتېدو شوېده.
    البته په بې امنئ کې دغه ډېرښت د جنايت کارانو، قاچاق برانو ، جنګي قوماندانانو او د مخدره موادو قاجاقبرانو او په همدې توګه د پښتنو اربکیانوچې هغوی هم دهیواد په شمالي سیمو په بې امنیو کې برخه اخیستې ده، یوه بله زیاتوالې ګنل کېږي.
    خو بیا هم د افغان ملي فوځ او نړیوال قواوو به خپلو عملیاتو ته په شمالي سیمو کې دوام ورکړي او پرې به یې نه ږدي تر څو چې د وسله والو له خوا ګواښونه له منځه نه وي تللي. هغه ۴۵۰۰ پوځي ځواکونه چې په دې نږدې وختونو په شمالي برخو کې ګمارل شوي دي، دغو اهدافو ته د رسېدو په هکله به مرسته ورسوي.
    څرنګه چې جنرال پیتروس څرګنډه کړېده دا یو دوامدار فشار دئ چې هغوی په تېښته مجبوره وي خو بیا هم که ته د هغود امن ځالې وانخلې ، کومې ښې پایلې ته به ونه رسېږې. د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر ۲۴ .
    د افغانسان په جنوبي برخو کې د تصفیه وي عملیاتود همکارۍ په نامه دریمه مرحله د عملی کېدلو په حال کې ده. د افغانستان په جنوبي ځانګړوسیمو کې داسې ډېرې نښې شته چې د افغان او نړیوال قوتونو د لوړوهڅو په نتیجه کې، ښه امنیت منځ ته راغلئ دئ.
    دواړو قوتونو په دې بریالي شول چې په ښار کې د یو ډېر فعال وژونکي ډلې مشر ګرفتار کړي او په تېرو څلورو میاشتو کې ، ۴۲ نورې پوستې د همکارۍ د عملیاتو په لړ کې په جګړه ایز سیمو کې زیاتې شوي دي. د سړک په غاړې د ماینونو پېدا کول – او له منځه وړل درجې له درې اونیو را په دېخوا په سلو کې اویا لوړې شوې دي، او په سیمه کې له ټولو بمي چاودېدونکي واقعاتوڅخه، یوازې په سلوکې یوولس مؤثر واقع شوي دي. افغان پوځیانو
    د سړک دغاړې د ماینونو د ویستلو په برخه کې په سلو کې اتیا د همکارۍ په عملیاتو کې بریالي شوي دي. تصفیه وي عملیات د ژېړي او پنجوايي په سیمو کې چې خورا ډیر وخت د طالبانو د امن ځالې وې او نظامي پیاوړتیا یې درلودلې، د ملا محمد عمر کورنۍ سیمې په شمول له منځه وړل شوي دي.
    زمونږد عملیاتو ځانګړي قواوو ۲۵۱ عملیات تر سره کړي دي چې په دې عملیاتو کې له ۱۸ تر ۲۴ اکتوبراته لس طالب لوړ پوري مشران او ۱۶۸ ټیټ درجې فوځي غړي د جکړې په ډګر کې له منځه وړل شوي دي.
    په تېرو ۹۰ ورځو کې له ۲۸ اکتوبر نه مخکې هماغه قواوو ۱۵۲۲ عملیات تر سره کړل چې په لړکې يې ۳۳۹ وسله وال مشران او ۹۴۹ ټیټ درجې وسله وال ووژل شول او ۲۳۸۳ مخالفین نیول شوي دي.
    دې ته ورته هدف لرونکي عملیات د وسله والو په وړاندې د یو پراخ اقدام، یوه کوچنۍ برخه ده. مروجه عملیات د حکومت دارۍ لوړتیا، پرمختګ، تنظیم، او د سیمه ایزو برخه اخیستونکي لکه پاکستان د عملیاتو بله برخه ګنل کېږي چې پر وسله والو فشار زیاتوي تر څوچې د وسله والوژوند له نابودۍ سره مخامخ کړي.
    په دغو سیمو کې د داسې امنیتي حالت راوستل په مختلفو ځایونو کې د دولت برخه نیول د اوږدو پرمختګونوسبب ګرځي چې افغانانو ته ډیر ارزښت لري، لاره هواره وي لکه تجارت. د کندهار په ښار کې د جایدادونو بیه په دې څو تېرو اونیو کې د لمړي لس مېګا واټ جنریټر د نصبولو په تمه، په ډیره ښه توګه لوړه شوې ده . سر بېره پر دې، د امنیتې چارو ښه والئ د نړیوال تجارتي اړیکو د پرانیستلو لامل ګرځېدلئ دئ، لکه د لسو متریک ټنو انارو لېږل له کندهار هوايي ډګر څخه ډوبۍ ته.
    دې نه علاوه د دغو هڅود بریالیتوب یوه مهمه نښه دا ده چې په دې وروستیو کې د( یو ان اچ سي آر) په یو رپورټ کې څرګنده شوې ده چې ډیرافغان کډوالي په ۲۰۱۰ کې د تېر کال په پرتله له پاکستان څخه خپل هیواد ته بېرته راستانه شوي دي. له مارچ څخه تر اکتوبر۲۰۱۰ له ۱۰۴۰۰۰ زیادتره افغان کډوالي په خپله خوښه راستانه شوي دي- یوه ډېره مهمه زیاتوالۍ چې د تېر کال په موده کې ۵۴۰۰۰ کډوالي راستانه شول.- په ۲۰۱۰ کال کې اکثر راستانه شوي کډوالي د مالي لاملونو، په پاکستان کې د سختو شرایطوله امله او د افغانستان په ځینو ولایاتو کې د امنیتي حالاتو د ښه والي په وجه، د هغوی د راستنېدو د تصمیم نیونې یو ډېرمهم دلیل ګڼل کیږي، نادر فرهاد د ( یو ان اچ سي آر) ویاند وویل.
    مروجه عملیات، پیاوړتیا، په حکومت دارئ کې پرمختګ او ښه تنظیم د سیمه ایزو قوتونو برخه اخیستونکي لکه پاکستان د عملیاتو یوه بله برخه ده چې پر وسله والو فشار لازیاتوي او د وسله والوهڅې او ژوند له نابودۍ سره مخامخ کوي.
    په درنښت
    حامد غفوری
    دي اي تي- سنتکام
Working...
X