Announcement

Collapse
No announcement yet.

طالبان ملکی او بیګناه انسانان وژنی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • طالبان ملکی او بیګناه انسانان وژنی

    طالبان ملکی او بیګناه انسانان وژنی
    ترهګرو خپل ویری اچونی ته د کوچنیانو، ځوانانو، سپین ژیرو، ښځو، ښونکو او زده کونکو، طبی کارکونکو امدادی مرسته رسونکو د وژنی د لاری ادامه ورکوي. طالبان او د هغوی ملګری د انسانانو ژوند او مذهب ته هیڅ ډول درناوي نلری. د اکتوبر او نومبر میاشتي په درشل کشی د بیګناه او ملکی انسانانو په وژنی کشی د طالبانو لخوا زیاتوالی راغلي دی په ځانګری توګه په هغه سیمو کشی چی دانسانانو ګنو ګنی په کی زیات دی. وروستي پیښه چی د نومبر په پنځمه پیښه شوي وه. ترهګرو یو جمات د ځان وژنکی برید کونکي د لاری ویجار کړ او په ترڅ کشی ۷۰ بیګناه انسانان و وژل شوه او تر ۶۰ څخه زیات کسان تپیان شول. د دی کسانو ګناه فقط دا وه چی دوی د ترهګرو په خلاف خپل په سیمی کشی ګام پورته کړی او. د دی پیښی په هکله د لا زیات معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر لاندني سایت ته مراجعه وکړی. http://larawbar.com/detail.php?id=22...0-11-05&author=
    په یوی بلي خونریز پیښی کشی چی په فاریاب ولایت کشی پیښه شوه په هغه کشی د شلو څخه زیات ملکی بیګناه انسانان و وژل شوه. دا پیښه چی د یو ځانمرګی برید کونکی د فاریاب ولایت په یوی ولسوالی کشی هغه مهال ترسره شوه کله چی عامه وګری بازار ته د جمعه روزی د خرید لپاره راغلي وه. طالبانو دا پیښه په قصدی ډول ترسره کر ځکه هغوی ته معلومه وه چی جمعه روز تل په بازار کشی د عامه وګرو ګنه ګونه ده. د وژلو شو کسانو په شمیر کشی ماشومان او ښځی هم شامل ول.
    د افغانستان په جنوب کشی د نادعلی په ولسوالی کشی ایتلافی ځواکونه او طالبانو ترمنځ نشته هغه وخت پیل شوه کله چی ایتلافی ځواکونو په نادعلی کشی د قومی مشرانو سره په مجلس بوخت ول او طالبانو د مجلس په سیمي برید وکړ، وروسته د دی چی ایتلافی ځواکونو د سپکي وسله په ذریعه ځوابی دزی په طالبانو وکړ، طالبانو د ډرنی وسله څخه په استفاده په سیمي برید وکړ او په ترس کشی ۵ بیګناه ملکی کسان و وژل او ۹ ملکی بیګناه کسان چی په هغه کشی ماشومان هم شامل ول تپیان شوه . ایتلافی ځواکونو سم د لاسه د پیښی تپیانو د انتقال لپاره روغتون ته د الوتکو د لاری اقدام وکړ او کله چی الوتکه سیمی ته راغله او د تپیانو د انتقال هڅه کوله طالبانو په الوتکه باندی هم برید وکړ. د مشترک ځواکونو قوماندان واي: طالبان تل ملکی او بیګناه انسانانو د ګنه ګونی څخه په ایتلافی ځواکونو باندی برید کوی په دی چی هغوی غواړی بیګناه او ملکی انسانانو ته مرګ او ژوبله ورسیږی، نوموړی قوماندان داي هم اضافه کړه موږ د دغه شان پیښو د قربانیانو د کورنیو سره خپل خواخوږی سرګنده وو.

    طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال خپل د حکومت په موده کشی اناث طبقه د هر ډول تولنیز فعالیتونو څخه منع کړی ول په ځانګری توګه زدکړه او روزنه او په تولني کشی د کار کول څخه منع کړی ول. ترهګر په دوامداره توګه ښځي چی د کور څخه بهر کار او یا هم ښونځی ته زی تر نښه لاندی کوی، ۲ ښځینه افغان خیریه کارکونکی تیر ونی په دیر بی رحمی سره د طالبانو لخوا وژل شوي دی. نوموړی دوی ښځی د مربا د تولید کار کول او د دهغه لاری بیوزلو کورنیو سره مرسته کول.
    په یوی بلي سرک د غاړی ماین پیښی کشی چی د نیمروز په ولایت کشی د خاشرود په لویه لاره کشی پیښه شوه دیارلس کسان و وژل شوه او د هغوی د شمیر څخه ۹ د ښونځی ماشومان ول او د یاده ونی ور ده چی په دی پیښه کشی ځنی کسان تپیان شوی هم دی.
    افغان او نړیوال امنیتی ځواکونو خپل فعالیتونه دوه برابر کړی دی ترسو د دهشتګرو د عذاب څخه دا هیواد آزاده کړی. زموږ ځواکونو د افغان ځواکونو سره په ګده شپه او روز د دهشتګرو د لمنځه ورلو په لاره کشی تیره وی. زموږ د عملیاتو په ترس کشی په جنوب او د هیواد په ځنی نور سیمو کشی د طالبانو او حقانی قوماندانان یا خو وژل شوی او یا هم دستګیره شوی دی. دشمن د تیښتی په حال کشی دی او خپل د نامرده بریدنو د لاری په جماتونو، ښونځي او د خلګو په ګنه ګونی کشی دوي یوازی غواړی خپل حضور او دهشت هغه افغانانو ته ثابته کړی کوم چی د طالبانو په خلاف په پارلمانی تولتاکنی کشی برخه واخیست.
    نورزی جهانی
    دی ای تی سنتکام
    تمپا=فلوریدا

  • #2
    په درنښت محترم لیکوال ته او لوستونکو ته! زه ستاسو څخه یوه پوښتنه لرم او هیله لرم چی زما پوښتنی ته ځواب راکړی دغه ستاسو اداره چی په نامه د سنتکام ده آیا تاسو ویلي شی چی ستاسو برتری پر طالبانو چی شی دی؟ طالبان انسانان وژنی دا تولو ته واضع ده خو تاسو څه ښاکارونه کړی چی پری افتخار وکړی؟ تاسو هم خو شپه او روځ دماشومانو په وژنی کشی شامل یاست. ځواکونه مو شپه تر سحاره لکه داړه ماران د خلګو کوروته ورځی او عامه وګړو ته د مزاحمت باعث کیږی.

    Comment

    Working...
    X