Announcement

Collapse
No announcement yet.

خیر ولي، که پښتون یې نو ضرور یې ولوله!!!

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • خیر ولي، که پښتون یې نو ضرور یې ولوله!!!

    اخیر ولي، که پهر څه د مخه خپل رنځور ولس ته چې نړۍ کې ساری د بیچارګۍ ،فقر او بیرته پاتې نه لیدل کیږي او څوک چې پدې زبه پوهیږي سلام او درناوی وړاندې کوم.
    په افتخار د یویستمی پیړۍ انساني تمدن... او د وینا آزادۍ، هیله ده ما وبښئ که لږ و ډیر ووایم پریږدئ د زړه بوج لږ کړم او بې د سانسور زما خبرې ټولو ته ورسوئ .
    او بیا یو درد په زړه لرم غواړم هر چا لکه ما دردیدلي سره ګډ کړم ،آ چې تور ته تور او سپین ته سپین وایي او د آسمان لدې نامردیه په زړه داغ لري چې ګیدړان او دالخوران یووخت د پښتون د ښکار لاشخواره ول نن پیښې د زمري کوي، د بل په مټو او الوتکو وزر لاندې داسی له کینی ډک ګزارونه په پښتون کا ګندی که بیا د زمری ساه واخیسته نو د پیشکانو ګیډړانو او دال خورانو زوند به پری حرام کړی ،ما غوښته دا زهر هم لکه زرګونه زهر چی په تیرزوند مو له ستونی تیر کړی دا هم له ستونی تیر کړم ،خو بیا وایم نور نو بس..... دی، زه خو وایم داسی چپ ،مړتت ،بی ننګ او بی غیرته انسان او قوم خو د خدای هم نه وی خوښ !!
    کله چی د ګډ درد خبره کیږی زاړه ، منځنی او اوسنی درد سترګوته راسی ، زه به زاړه درد نه څه نه وایم چی څنګه د بګرامیو ولسوالی او د پغمان ولسوالی پښتنو سره نسو لیدای په لاره به درې څلور رنګه عجیب و غریب انسانان چی څیره ، رنګ او زبه یی نا آشنا وه ، هر ځای پاټکونه جوړ کړی ول چا به په ناموس لاس اچوه ، چا به جیبونه او کالی سرک په سر تری باسل ، چا به په سر میخونه ټک وهل او چا به هم په کوتۍ نصوار هم څوک په ګولی ویشته ، اود منځنی درد به هم څه نه وایم ، طالبانو څخه روسته چور او تالان زموږ په مالونو او د کابل ښار په هر ګوټ د پښتون وهل او ټکول بند ته اچول په دی ګناه چی پښتون دی (اوغان) دی ، او اوسنی درد خو همدا درد دی چی هر انسان احساس ولری نو په آسانۍ دا درد حسوی ، دا درد هغه درد دی چی که پرون سوال د بګرامیو او د پغمان د پښتنو په سر وو نن د ټولو پښتنو په سر دی ،ما ته دی یو څوک ووایي چی کوم داسی ځای د پښتنو دی چی هغه نه وي بمبارد سوی ؟ داسی کوم پښتون دی چی د هغه په زبه حمله نه وی سوی ؟داسی کوم پښتون دی چی د هغه په ننګ ناموس حمله نه وي سوي ؟ کوم داسی پښتون دی چی د هغه افغانیت او دین سره یی غرض نه وی نیولی ؟ زه پښتنو ته دا وایم .... داسی چپ ولی یی ؟ زاړه دښمن انګریز اول په دوه برخه جدا کړئ نیم آخوا کارغه او دالخور پنجابي ته لاس کی ورکړئ ، په زبه ،دین، افغانیت ،هویت او غرور سره لوبه کیږی! او نیم دېخوا هماغه شان داستان ؟ زوړ دښمن (انګریز) ښکاره له خپل داخلی او کورني یارانو سره څه ښکاره کارونه او خپل د میوند جنګ او د کابل چنګ د شرم پر ځای کولو او غچ اخیستلو لپاره څه رنګارنګ ډرامه او لوبې زموږ په سر چې نه جوړوي ؟ تاسې لږ وګورئ دا څونه بار او فشارونه زموږ په سر چې نه دي ؟تاسې ولې غږ نه باسئ ؟ چیرې دی ستاسې ننګ او دا غیرت ؟
    دا زور زیاتی او فشار آن بهر کی هم پښتانه تری نه دي خلاص ،
    ګرانو لوستونکو ! زه رومان د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالی او د راباز کلا کلي اوسیدونکی اوسمهال دهندوستان –پونه ښار – پوهنتون څلرم کال حقوقو پوهنځي محصل له سلګونو نورو پښتنو سره چې سراسر هندوستان په زده کړه بوخت دي یوه ورځ هم په آرامه روح او فضا کې لوست کړی نه دی ، یو خو د بورس شرایط ډیر سخت خراب دي بلې خوا دهند حکومت په ګډه د افغان کنسلګرۍ ممبی کې او افغان سفارت په ډیلي کې او یا هم که هره مرجع وي چې داسې هڅونې کوي ، راز راز فشارونه او ناآرامي او اندیښنې په یوه طبقه افغان زده کوونکو (پښتنو) باندې راولي ،زه نه پوهیږم سفارت او کونسلګري چې هغه هم یوه طبقه مامورین لري (غیر پښتانه) ددوۍ موخه هڅونواو دونه فشار راوړلو نه څه دی ؟
    ۱- کله چې کوم کلتوري پروګرام پوهنتونو کې پیل سي غیر پښتنو ته په تیره بیا تاجک ته سفارت ، کنسلګري یا نه پوهیږم کوم بل مرجع چې افغانستان کی دي له خوا ویل کیږي چې ملي سرود (چې پښتو دی) ګډون ونکړي او پر ځای یې کومه پاړسي تراڼه ده هغه ووایي او یا هم په پښتو سرود ښکاره مسخرې کیږي
    ۲- کله چې فرهنګی ښودنه کې ملی آتڼ کیږي نو ترڅنګ یې دوی کورسک نومی ګډا د آتڼ پرضد تر سره کوی
    ۳- کله چی کوم فسټیوال کی کوم پښتو اعلان ولیکل سي نو د هغه په سر خط وهی او یا هم څیروی، ددی په سر جنګونه کیږی خو زور کونسلوالو سره دی
    ۴-دلته غیر پښتانه په تیره بیا دري زبي (تاجک) ځان بهرنیانو ته افغان نه خراساني پیژنی موږ او بهرنیان دواړه حیران یو چی خراسان یانی څه؟ دلته موږ هر څوک افغان پیزني او داسی حالاتو کی باور وکئ د شرم او خجالت خولو کې ډوب یو ، بهرنیان وایی ستاسی وطن افغانستان دی تاسی ټول افغانان یی ، نو دا څوک دی ؟ ، نه پوهیږم یو څوک دی ماته ووایی دا څه بهیر دی ؟ او موخه یی څه ده ؟
    ۵-کله چی پښتانه محصلین سفارت ته ځي لمړی شرط خو دا دی چی پاړسي خبری وکي ! زه شاهد یم چی یو ننګرهاری هلک په پښتو عریضه وړاندی کړه
    نو هغه پښتو عریضه څیرې کړه او ویې ویل سمه انسانی زبه ولیکه ،...... آخر ولې ؟ موږ دلته پوهنتون کی او د حقوق پوهنڅی کی د یوویستمې پیړۍ انسانی تمدن د کورني او نړیوال بشری قوانین او ډمکراټیک اصولو ډیری پراخ لوستونه کوو ، ددی پر مختللې او متمدنې زمانی بشری اصولو پر بنسټ پر موږ دا حالت غوڅ ظلم او بربریت دی ......
    خیر !
    موږ وایه دا حالت هم په مړه غوږو او ټیټ سترګۍ لکه هر بل پښتون وزغمو ( نه پوهیږم دا ټیټ سترګي اوسنی خوی د پښتنو دی که دا خوی یی مخکی هم لرو ) بس خپل غریبی او روزګار چلوه !! خو د وخت په تیریدو سره ددوی زړه سوړ نسو ، اوس یی بله کانه راخیستی هغه پښتانه محصلین ډیپورټ کوي ، ډیپورت مانا داده چی محصل ویزه او تحصیل کینسل سي ، دا کینسل او ډیپورټ هم بی د کوم دلیل ! ډیپورټ هم د اوچت پښتانه محصلینو !
    د هند پولیس دفتر بهرنیانو د پاره د افغان کونسلګری سره په ارتباط تر اوس پنځه لس نه زیات پښتانه محصلین ډیپورټ کړی ، دا ځکه وایم چی آ بله ورځ د ریاض نومی پښتون هلک د ننګرهار ولایت څخه د بد بختۍ ورځ وه چی باید ډیپورټ سي ، ریاض سادات په سیمبایسس پوهنتون او پوني ښار کې لوست کوی ، ویل کیږی هغه تکړه او با استعداده هلک دی ، هغه لسانس دوره نه روسته د پوهنتون لخوا د ماسټرۍ دورې بورس ورکړل سو ، او امکان لری دا ډیپورټ هم دده د لیاقت لپاره وو ...،
    بیا پښتانه هلکان ممبی ته افغانی کونسل دفترته ورغلل ، او ددی بی دلیل ډیپورټونو نه یی شکایت وکی ، کونسل دفتر ویل موږ څه مرسته نسو کوی ، بیا هلکانو ویلی وو کیدای سی موږ لاریون وکو ، نو په بله ورځ د یکشنبه ورځ چی لوست می کوه ( حقوق پوهنځی دلته سخت دی او ډیر پراخ سلیبس لری ) یکشنبه دلته رخصت وی ، نو په دی ورځ ماته د پونی ښار پولیس دفتر بهرنیانو لپاره له خوا زنګ راغی ویل یی خپل پاسپورټ او نور ټول اسناد واخله پولیس دفتر ته راسه ! ( ما فکر کوه ما هم ډیپورټ کوي ) الته ورلم ګورم چی فهیم د واډیا پوهنتون محصلینو مشر یی مخکی له ما الته غوښتی وو ، دفترته ورلم د پولیس مشر ویل د پښتنو محصلینو مشري ته کوې ؟ ما وی نه ! بیا یی وویل : نوتاسی لاریون ونکئ پنځه کسو نه زیات را ټولیدل د هند د قانون خلاف دی ، ما په ځواب کی ورته وویل : سمه ده زه ژمنه کوم هیڅ لاریون کی به ګډون نکوم ، خو دا ما ته ووایه چا درته ویلی زه د کوم ډلې یا پښتنو مشري کوم ؟ هغه په ځواب کی وویل : چپ ! نور څه مه وایه ... ځه !ما وی تاسی ولی مزاحمتونه کوئ ؟ سبا بل سبا ازموینه لرم او دلته ستاسی تشویشونه ګوره چی جوړوئ ؟
    هغه هیڅ ونه ویل خو داسی وښوده چی راتلونکی ډیپورټ کی به ته یی ، ملګرو ! زما یوازینئ ګناه همدا ده چی زه پاړسي نه پوهیږم ! ما دو خلکو سره له وخته اړیکه نه لرله ، ما ښوونځی په ایکسچنج پروګرام امریکا کی لوستی ، او بل می خوی همداسی وو چی یو شی سره می طبع ونه لګي هغه نسم زده کوی ،زه دلته نه د کوم **ډلې مشری کوم او نه کوم ډلې کی یم ،ما ته حقوقو پوهنځي دا پراخ سلیبس نه دونه فرصت راکوی او نه زه غواړم خپل وخت ضایع کړم ، له دی امله دونه آشنایان نه لرم ، آن خپله پښتانه هم یو څو پیزنم ، او کله چی دا دري زبو سره مخامخ سي نو سم د لاسه درته وایی ته پاړسی نه پوهیږی ؟ ولی نه پوهیږی ؟ ولی نه پوهیږی نو داسی بده اغیزه کوی چی ... سم بی ادبی چی مخامخ کوی ، ددوی هریو بس یو خبره ده ولی نه پوهیږی ؟
    یو دري زبی لالا چی افغانستان کی د کوم پوهنتون ښوونکی دی چی هغه سره مخامخ سوم زما پښتو ته په خندا خندا بیرته په هندی او اردو څه ووی چی زه پوه نسوم ( داسی یو چلند لکه زه چی ورته سړی نه ښکارم او زما زبه د سړي نه ده ) ما ووی پښتو نه پوهیږی ؟ هغه په انګلیسی ځواب راکه : نو ! خوما چی ورسره انګلیسی پیل که سم انګلیسی هم نه پوهیده ما ته وایي ستا امریکایی ده سخت ده ، دوی انګلیسی صحی نسی ویلی ځکه انګلیسی هم پښتو غوندی ټ* ،***ډ ،ړ ... توري لري چی دوی نسی تلفظ کوی ، دا لالا اردو، هندی، مراټي د هند زبې زده کړې خو زما پښتو ته نو ! وایي ،
    بیا یی مخ ما ته کړ وویل : ښه نو ته ولی پاړسی نه پوهیږی ؟؟
    ما چی د پوهنتون یو استاد او ښوونکی په دی ډسپلین او فکری وضع ولید یو خواشینی سوم بل غوسه او دا ولی می چی واوریده ، ما په ځواب کی ووی : زه هم په څلور کتابه مسلمان یم ، بس همدومره نو زه یی همدی لپاره د پولیس دفتر ور معرفی کړی وم، نور نو څنګه چی د دري زبو محصلیونو ( کونسلوالو ) او کونسل سر شاری او حاکمیت زیات دی تارونه او اړیکی سره لری نو ویلی راځه نور خو څوک نه دی پاتی دا هلک چی پاړسی نه پوهیږی دا تر فشار او تهدید لاندی راوله او په درس کی خنډ او تشویش ور پیدا کړه ،ملګرو ! دا خو مطلق او غوڅ استبداد او وحشت دی ! تاسی به ددوی حیوانیت او وحشت له نزدی نه وی لیدلی ، موږ چی افغان سفارت ډیلی ته ورځو داسی چلند موږ سره کیږی لکه یو بنګالی سره چی کیږی ، موږ داسی احساس کوو چی نه دا زموږ سفارت او نه موږ د افغانستان یو ،
    ملګرو ! آخر ولی ؟
    زه نه پوهیږم دا څو کلیمې چی وایم کوی سي زما دا لوی درد تاسی ته ورسوی ؟ نه پوهیږم په کومه زبه ووایم ! ولی داسی غلي یئ ؟چیرې ده ستاسی د ننګ او غیرت دعوه ؟ ننګ خو پریږده یو انسان که لږ احساس هم ولری نو ظلم ته داسی چپ نه کیني ، خیر ځان ته به پښتون با ننګ او غیرتي نه وایو ، بس یو انسان چی لږ انسانی احساس پکې وی ، نو د انسانیت په لحاظ ددی وحشت اوبربریت پر ضد ودریږی ، څه نا څه خپل غږ راوباسئ ....او چارواکو ته زموږ دا درد ورسوئ که وسي د هغو زړه لږ ودردیږي زموږ د لوست بهیر ته نور خنډونه جوړ نسي ، او پریږدئ چی په آرامه خپل لوست وکو ، او ددی افغانی اپارټایټ لیرې کولو ته لږ څه وکی ،.....خدای دی نکي موږ دی کینې او دښمنۍ کی لوی سو ، که نه دا به خطر ناک وي ...
    رومان –راباز کلا کلی - بګرامۍ ولسوالي – کابل – اوسمهال د هندوستان پونه ښار کې د حقوقو پوهنځي څلرم کال محصل
    رومان خان
    سرپاڼه بېرته شاته
    ښتون یې نو ضرور یې ولوله!!!benawa.com

  • #2
    What shame not many of the forum users well understand it what alll this article is about ,but it shows how much of laughing stock pakhtun become ,before we point finger to others we should look at ourselves first.
    ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~

    Comment


    • #3
      Pashtuns will only gain their dignity and respect back if they gain the upper hand and power in Afghanistan. We can only get power if we fight for it, we should support the resistance that is going on today in Afghanistan and Pakistan by all means necessary, that is the only way to be saved from this degradation and humiliation. No other way will work. This is the only solution, otherwise we will also be exterminated on all fronts. So we should go back to our religion and reclaim our values and become real muslims. We should support our brothers and sisters all over the world and especially in Afghanistan and Pakistan in these difficult circumstances. Only then will the future be bright, inshallah.

      Comment


      • #4
        D@ Pokhtano bada Wraz

        Halta safarat ki souk pokhto wayelay n@shee

        d@lta toul wol@ss ki souk Pokhto lwast@layn@shee

        Comment


        • #5
          I just surffed the embassy wesite and viewing ambassador's profile is some how de-activated for unknown reason. Who is the ambassador there, any one know anything on him and his background?

          Comment


          • #6
            Guys think of ways to change this!

            How can we do this? I would say we all start writting emails to the foreign minister. We give this as much media coverage as possible. What about also an online petition to say the least? What about any of us know people back home who can make a differnce. We need domestic coverage of this issue in Afghanistan through media and ask civil society groups too in this regard. We can do this, seriously, we really can make change if we want. Lets be rather pro-active than just remain silent. I am saddened and feel extermely angry reading this. Who do these people think they are. We can simply not remain passive here, this is as serious as it can get. We need to take this issue up and drag it as far as we can and as long as we can. This is the time to make a true differnce and really set an example.

            We need to somehow contact this brother as well and offer him consolation and encouragement in any way. How can we reach him? Do you think Benawa could do that for us. Does any one have contacts in Benawa. Can Admin please help here and contact Benawa site on our behlaf?
            Last edited by ComradePashtun; 11-01-2010, 01:06 AM.

            Comment


            • #7
              ComradePashtun,

              I have a few contacts in Larawbar and Benawa to whom I can forward this too but why contact them? We should rather contact the foreign minister directly and post our open letter in a thread for more coverage. Tor_Khan, you, Catya Sher, *Mahzala*,Roshina,Levanaye Zalmaye,Mayana,Toramana and a bunch of other members [too many to list] have amazing writing skills. We should write a letter and show them that we have a direct concern, if they refuse to respond, we can make a thread about it therefore it can be open to the public. I'm sure they don't want a bad image and it will also show that we Pashtuns have a genuine concern.

              Let me know what you come up with Comrade, you can easily contact Tor_Khan and others and gather something, if anything, I am here for your assistance. Sharmezha ma.
              Even Adobe Photoshop can't change me.

              A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

              For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


              The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

              -Ferishta, 1560–1620

              Comment


              • #8
                I will go with respected brother tor-khan, Catya Sher (I love her writting skills) or even LZ, Q (mod). Lets make this a united endeavour (those wants to be part of it). I think we all can.

                From what I know from people who have acquantance of the FM he seems to be a person who does not avoid and listens. Yes I will ask tor-khan to come and read this. Benawa are influential people from what I gathered from some one early today. They even managed to lift the ban from their site in Afghanistan despite it was apparently Fahim's call. So I am hoping if they have/can utilise(d) their influence too. We need PF and its involvement in its own right, I think that should matter despite anything what so ever.

                Catya, tor-khan and others, what do you guys think. No sharam bro, I would go to any extend.
                Last edited by ComradePashtun; 11-01-2010, 01:55 AM.

                Comment


                • #9
                  Comrade, I would suggest you to leave a note on their profiles. I strongly think Tor-Khan, LZ, Wrayun, mixed with Catya Sher along with some sprinkles of Toramana can equate to a beautiful letter. Catya sher is a very talented woman. But ultimately, it's your choice.

                  If you need my assistance, za darta walar yama.


                  -Admin
                  Even Adobe Photoshop can't change me.

                  A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

                  For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


                  The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

                  -Ferishta, 1560–1620

                  Comment


                  • #10
                    Manana wrora yawa narrai. I am doing this right away.

                    Comment


                    • #11
                      د رومان خان او نورو پښتنو محصلانو ستونزه د ټول افغام او د پينوا ملي ويبسايتونو په خپلو خبرونو کې راپورته کړه او دادی اړونده قونسل له خپلې دندې څخه ګوښه کړی شو او دپښتنو محصلانو ستونزه حل شوې او حل کيږي ، که خدای کول نور به ورته څوک پورته هم ونه ګوري . د پښتو مخالف حينې کسان په تاجکو ، هزاره او نورو کې شته، لکه په پښتنو کې چې هم ډير کم د فارسي مخالفين شته، خو ملت واحد دی او دغسې عناصر اينده نه لري او په ګډه به يې ګوښه کړي، افغان له اټکه تر امو پورې يو افغان، يوه خاوره او يو وطن دی، حکومتونه ، بهرنيان او نور حوادث دوی سره يو له بله نشي بيلولی او پيلونکي دې خدای خوار، ذليل او ناکام لري . امين امين ثٍم امين

                      Comment


                      • #12
                        Originally posted by Zwakwal View Post
                        د رومان خان او نورو پښتنو محصلانو ستونزه د ټول افغام او د پينوا ملي ويبسايتونو په خپلو خبرونو کې راپورته کړه او دادی اړونده قونسل له خپلې دندې څخه ګوښه کړی شو او دپښتنو محصلانو ستونزه حل شوې او حل کيږي ، که خدای کول نور به ورته څوک پورته هم ونه ګوري . د پښتو مخالف حينې کسان په تاجکو ، هزاره او نورو کې شته، لکه په پښتنو کې چې هم ډير کم د فارسي مخالفين شته، خو ملت واحد دی او دغسې عناصر اينده نه لري او په ګډه به يې ګوښه کړي، افغان له اټکه تر امو پورې يو افغان، يوه خاوره او يو وطن دی، حکومتونه ، بهرنيان او نور حوادث دوی سره يو له بله نشي بيلولی او پيلونکي دې خدای خوار، ذليل او ناکام لري . امين امين ثٍم امين
                        Kindly, don't count us i.e., Pashtuns to the east of Khyber in that. We are not one with Tajaks, Farsiwans, Uzbaks, etc. We are contented with our Pashtun identity.

                        Comment


                        • #13
                          Originally posted by Zwakwal View Post
                          د رومان خان او نورو پښتنو محصلانو ستونزه د ټول افغام او د پينوا ملي ويبسايتونو په خپلو خبرونو کې راپورته کړه او دادی اړونده قونسل له خپلې دندې څخه ګوښه کړی شو او دپښتنو محصلانو ستونزه حل شوې او حل کيږي ، که خدای کول نور به ورته څوک پورته هم ونه ګوري . د پښتو مخالف حينې کسان په تاجکو ، هزاره او نورو کې شته، لکه په پښتنو کې چې هم ډير کم د فارسي مخالفين شته، خو ملت واحد دی او دغسې عناصر اينده نه لري او په ګډه به يې ګوښه کړي، افغان له اټکه تر امو پورې يو افغان، يوه خاوره او يو وطن دی، حکومتونه ، بهرنيان او نور حوادث دوی سره يو له بله نشي بيلولی او پيلونکي دې خدای خوار، ذليل او ناکام لري . امين امين ثٍم امين

                          Manana malgarya!

                          Comment


                          • #14
                            This is why we should get really educated.

                            Comment


                            • #15
                              And Toramana do you have a problem being caled an ethnic Afghan or Afghan?

                              Comment

                              Working...
                              X