Announcement

Collapse
No announcement yet.

Khyber tv.......ao punjabay

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Khyber tv.......ao punjabay



    خيبر ټي وي

    د يوه پنجابي له لوري جوړ شو، خلکو فکر کاوه چې د پښتنو په وړاندې د پاکستان دريځ نرم شوى، د دې ټلويزيون تر جوړېدو وروسته په کوزه پښتونخوا کې ځينو نورو بااحساسه کسانو هم هڅه وکړه پښتو ټلويزيونونه جوړ کړي، خو د پاکستان د ISI له لوري د جواز په ورکولو کې ورسته ستونزې جوړ شوې او لوى خنډ ورته جوړ شو. ښه بېلګه يې شمله ټلويزيون دى. خيبر د سياسي مشکلاتو تر څنګ په ټولنيز لحاظ هم زياتې نيمګړتياوې لري او د خلکو ذهنونه مغشوشوي. په خيبر ټلويزيون کې ځينې خپرونې په ژوندۍ بڼه خپرېږي چې يو هلک او نجلۍ په کې ناست وي، کله کله دوى په خپلو کې داسې ټوکې سره کوي چې ته به وايې ښځې او خاوند دي او هسې په خپلو کې ناست دي، پر يوه او بل ټوکې کوي، کله نجلۍ د مېز يو شى پورته کوي او غواړي هلک پرې ووهي او کله نجلۍ غواړي داسې وښيي چې په اورېدونکو او کتونکو کې زيات مينه وال لري. حال دا چې په پښتني ټولنه کې د داسې غيراخلاقي حرکاتو او خبرو لپاره ځاى نه شته او تنکي ځوانان بېلارۍ ته ورکاږي. ټلويزيون په پښتو دى چې اکثر اعلانونه يې په اردو ژبه دي، که چېرې ټلويزيون جوړ شوى د پښتنو لپاره، اعلانونه يې بيا ولې په اردو ژبه دي؟ د سندرو لپاره داسې هنرمندان او شاعران انتخابېږي چې د کوزې پښتونخوا وي، د برې پښتونخوا له سندرغاړو د ګوتو په شمېر څو کسانو نه دوى سندرې مني، اوس يې دا شمېر خورا کم کړى دى.هغه خبرونه يې د سر خبر وي، چې د پاکستان د حکومت د اصلي دريځ څرګندويي کوي او د پنجاب د زړه غږ وي.


    هنرمندانو خپل هنر څنګه خرڅ کړ: خيبر دا ګټه وکړه چې زيات ځوان هنرمندان يې راپورته کړل او ټولنې ته يې وروپېژندل، خو په څنګ کې يې د اوږدې لپاره خپلې پروژې هم پلې کړې. د ISI او پنجاب په سيوري کې طرحه شوي پلانونه دوى د اوږدې مودې لپاره همدلته پلي کوي.څه موده مخکې مې د همايون خان او بختيار خټک يوه سندره واوره، چې وايي: لوى شې، لوى شې، ګران وطنه، پاکستان وطنه. د دې سندرې په اورېدو مې د همايون خان او بختيار هغه انځور په زړه کې مات شو، ما يې مخکې له ځان سره درلود. هغه Image اوبو يووړ. ځکه هر هنرمند چې خپل ګرانبيه هنر دومره په ارزانه خرڅوي او خپل ارزښتونه نه پېژني، هغه د مينې وړ نه دى. په دې سندره کې په اردو ژبه هم د پاکستان ستاينه شوې ده، کله چې يې همايون خان او بختيار خټک وايي، په څېره کې يې داسې ښکاري، لکه ډېر غټ دروغ چې وايي.په پاکستان کې ډېر کمو پښتنو سندرغاړو د پاکستان په اړه داسې سندرې ويلي دي، دا ځکه چې هغه څوک چې د پاکستان په لنډکي تاريخ خبر وي، نه غواړي ځان دومره په اسانۍ خرڅ کړي. په دغو خرڅو شويو کې غزاله جاوېد هم راځي. د همايون خان او بختيار خټک سندره دلته وګورئ او واورئ:
    YouTube - Apni ye jan hay apna Eman hay..Pashto Urdu national song



    دا په ټول تاريخ کې لومړى ځل دى چې په پښتو ژبه کې د پاکستان د ستاينې ترانه يا سندره اورم، ما د دې سندرې تر اورېدو وروسته له خپل کمپيوټر څخه د همايون خان او بختيار خان خټک سندرې ټولې ډليټ کړې. د افغانستان خلاف دريځ: ما AVT خيبر ټي وي، د دې ټلويزيون د پيل په کلونو کې کتلى و، د ٢٠٠٤م کال په جولاى مياشت کې چې نوې يې خپلې خپرونې پيل کړې وې، چې تر څو مياشتنيو خپرونو وروسته يې د ٢٤ ساعتونو لپاره نشرات پيل کړل، خو اوس چې مې بيا وکوت، ډېر زيات فرق يې کړى و، هغه دا چې د افغانستان خلاف دريځ يې غوره کړى او د پاکستان د حکومت او استخباراتو پوره ترجماني کوي. پخوا يې شعارونه ورکول چې خيبر د ټولو پښتنو لپاره دى، خو نن په نظرياتي لحاظ دغه ټلويزيون داسې افکار خپروي، چې د پاکستان پښتانه د افغانستان له پښتنو سره په ګټو، کلتور او هرڅه کې جلا دي. د پاکستان پښتانه دېته ذهناً تياروي چې له پاکستانه سرونه قربان کړي، خيبر په دې کار کې بريالى شوى هم دى. کله چې د افغانستان خلاف چې رحمان ملک او يا نورو خبرې کړې وي، هغه خبرې يې د خبري سرويس په سر کې راځي او پوره تفصيل ورکړل شوى وي. د افغان کډوالو پر خلاف خبرونه يې مهم خبرونه وي. په پيل کې تر نورو زه د دې ټلويزيون په خپرونو زيات خوښ وم، خو اوس چې مې د ټلويزيون روحيه وکتله تر هر چا زه ورته خپه ځکه شوم، چې پخوا به افغانانو ته په نورو ژبو کنځلې کېدې او بد- رد ويل کېدل، نن دا هرڅه په پښتو اورم او دا هرڅه د خيبر ټي وي له خوا عملاً روان دي. خصوصاً افغانانو ته ډېر بد رد وايي. څه موده مخکې مې په يوه نړيواله خپرونه کې لوستي وو، چې پاکستان که څه هم د اسلام پر نظريې جوړ شوى دى، خو د پاکستان لپاره تر ټولو لوى دښمن طالبان نه، بلکې هندوستان دى، د هند پر ضد د پاکستان په ټولو رسنيو کې په پراخه پيمانه تبليغات کېږي او د دې هېواد مذهبي مشرانو هم له هند سره دښمنۍ ته په پام سره په دې هېواد کې فرقوي شخړو ته لمن ووهله. وګورئ چې پاکستان طالبان څنګ رامنځته کړل، افغانستان يې ورباندې څنګه بدنام کړ او اوس له دې معضلې څخه د يوه ناوړه تجارت غوندې کار اخلي. له امريکا ورباندې پيسې اخلي او په بلوچستان کې او کراچۍ نور ځانمرګي ورته روزي.



    پخوا به کله کله د يوه يا دوو افغان سندرغاړو سندرې هم دې ټلويزيون خپرولې،
    خو اوس هغې سندرې خپروي، چې له پولې هاخوا سندرغاړو ويلي وي او شعرونه يې هم د کوزې پښتونخوا شاعرانو ويلي وي.د خيبر ټي وي په خپرونو کې داسې نظريه خپرېږي چې د پاکستان اوسېدونکي تر افغانانو په هر لحاظ غوره دي او ګواکې اکثره افغاني ارزښتونه د پاکستان دي، له دې کبله پاکستان پر خپلو زياتو توغنديو د افغان مشرانو نومونه ږدي. خيبر داسې نشرات کوي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان له مرستې پرته ناشونى کار دى.کاشکې د AVT خيبر چينل چلوونکي، يو ځل د بېطرفه ليکوالو له لوري ليکل شوي د تاريخ کتابونه وګوري، چې افغانستان کوم هېواد دى او پاکستان څنګه هېواد، پاکستان پر کومه نظريه جوړ شوى دى او په لنډکي تاريخ کې يې د افغانستان په مقابل کې کوم دريځ غوره کړى او نن د افغانستان د بربادۍ عوامل چا برابر کړل؟ په دې هيله چې افغانان هم د دې
    ټلويزيون دريځ وپېژني او پوه شي چې په دې ټي وي کې څه روان دي؟

    [/SIZE]
    .....



  • #2



    Khooyshay Khooooyshay Khooyshaaaaay!
    Che dukhmand darmandai khejeeeee!
    Khooyshay Khooooyshay Khooyshaaaaay!
    Che angrezano dollarai darmandai gateeee!
    Khoooooyyyssshaaaaaaaay!

    Locha Pathaaan Akhroot Khaan saaam khoooyshaaay che rapa nasay...

    I don't know to be outraged or sad...I don't like what I am seeing but I feel sorry for them and in a some sort of sadistic logic can't help but sympathize with them.

    Comment


    • #3
      happy to see the tv is turning to its true owners and culture.it was anti pashto and pashtun culture, currupting our culture and language. in the history of the khyber tv , all patriotic pashtuns left this channel. by wearing the pakol no one become pashtun.

      Comment


      • #4
        Ooh, humayun khan, bakhtiar khattak singing pak national song,

        i did not imagine that,,

        Comment


        • #5
          Originally posted by afghan View Post
          happy to see the tv is turning to its true owners and culture.it was anti pashto and pashtun culture, currupting our culture and language. in the history of the khyber tv , all patriotic pashtuns left this channel. by wearing the pakol no one become pashtun.
          that is true

          Comment


          • #6
            you people are narrow minded. some one does for you what no other pashtun till date bothered himself with and this is the way you thanks him? it doesn't matter who did it. it's the what of it that matters. you don't get to whine when you give some one a reason to kick you in the hind.
            you talk about punjabies as if they were less of human beings than you are and then you wonder why your children are being deprived of proper education?

            p.s bakhtiyar khattak has a great voice.

            I am no bird, and no nest ensnares me.

            non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

            Comment

            Working...
            X