مقالې - تبصرې
پاکستان که ایران؟ / ډاکترمحب زغم
پر ۱۹۹۴ كال د كراچۍ په يوه اخبار كې د يوې مقالې مضمون داسې و: د افغانستان په جهاد كې خوارۍ موږ وكړې؛ خو زموږ د بې پروايۍ په وجه اوس يې ګټه ايران ته رسېږي.
دا هغه وخت و، چې په كابل كې د تنظيمي جګړو په اور د استاد رباني د حكومت ډوډۍ پخېدله. د رباني حكومت له هند، ايران او روسيې سره ډېر نژدې اړيكي پالل او له پاكستان سره يې دښمني كوله. له يادې مقالې څخه دا اټكل كولاى شو، چې پاكستان د افغانستان پر حكومت باندې نفوذ خپل مشروع حق باله او لا يې هم بولي.
له بلې خوا ايران هم د سيمې د لالاتوب دعوا لري. تېره اوونۍ چې زموږ ولسمشر پښتو ژبه تر پښو لاندې كړه او د پارسي ژبو هېوادونو د ولسمشرانو په غونډه كې يې ګډون وكړ، هلته ايراني ولسمشر احمدي نژاد وويل، چې ايران حاضر دى، چې د نړيوالو ځواكونو تر وتلو وروسته په افغانستان كې په امنيتي چارو كې د هغوى ځاى ونيسي. هغه تاجكستان ته هم دغه وړانديز وكړ. د ده په وينا تاجكستان، چې نوى د روسيې له استعماره ازاد شوى، د خپل امنيت د ساتلو وس نه لري او بايد له ايرانه مرسته وغواړي.
په دې ورستيو كې يو نيم غربي سياستوال او ځينې پوځيان د افغانستان په جګړه كې بري ته د شك په سترګه ګوري او دغه احتمال ډېر ليدل كېږي، چې نړيوال ځواكونه مو له هېواده پښې سپكې كړي؛ نو افغانانو ته څه كول په كار دي؟
موږ د تاجكستان د خلكو په شان هوښيار نه يو، چې د پرديو په شعارونو ونه غولېږو او خپل وطن برباد نه كړو. تاجكستان چې له شوروي څخه ازاد شو، هلته هم ځينو كسانو د جهاد شوق وكړ، دوى د افغانستان شمالي ولايتونو ته مهاجر شول. زموږ مېلمه پالو هېوادوالو د هغوى ښځې وتښتولې، مال يې لوټ كړ او ان يې پر هلكانو هم صرفه ونه كړه. همدا وو چې دوى بېرته خپل هېواد ته ستانه شول او له خپل حكومت سره يې روغه وكړه. بيا وروسته به كه چا ورنه د جهاد پوښتنه وكړه، دوى به ويل، چې ((اين چه خېل جهاد است كه پس ادم را ميكاوند))
كه موږ افغانان په خپلو كې سره جوړ شو، د هېچا كرم ته به ضرورت ونه لرو؛ خو بد مرغي مو دا ده چې موږ د نفاق د پير مريدان يو. اوس به راشو دې ته چې د پاڼ او پړانګ تر منځ كوم يو غوره كړو.
پاكستان له خپلې جوړېدا راهيسې له افغانستان سره وران دى. د دې كار لوى لامل به د افغان حكومت له خوا د پښتونستان د ازادۍ نارې سورې او له هند سره د ډېر نزدېكت مساله وي. جالبه دا ده، چې د سردار محمد داوود خان پښتو نه وه زده؛ خو د پښتونستان نارې يې وهلې. پاكستان د دې لپاره چې د افغانانو له شره ځان خوندي كړي، په كوزه پښتونخوا كې يې ګڼې ديني مدرسې جوړې كړې، چې په پښتنو كې د ملتپالنې روحيه كمزورې او پر ځاى يې د اسلامي اخوت مفكوره پياوړې كړي. له بلې خوا دغو مدرسو د كشمير د جګړو لپاره له سرونو تېر وړيا جنګيالي برابرول. پاكستان وروسته بيا د جهاد په كلونو كې ډېره هڅه وكړه، چې افغانان دې د وطن نوم وانه خلي؛ بلكې يوازې د جهاد او اسلام شعارونه دې ومني. په دې توګه په مجاهدينو كې د وطنپالنې روحيه دومره كمزورې شوه، چې د آى اس آې په وينا به يې د خپل هېواد سړكونه، پلونه، بندونه، د برېښنا مټې، ښوونځي او هره ابادي ورانوله. د پاكستان تمه د مجاهدينو حكومت ته وه؛ خو څرنګه چې استاد رباني او ملګرو يې روسيې، ايران او هند تر پاكستان غوره وګڼل؛ نو پاكستان هم ورته د طالبانو بلا جوړه كړه. طالبان كه څه هم په دې مشهور دي، چې اكثر پښتانه دي؛ خو له دوى سره نه د پښتو او پښتنو او نه د وطن غم دى. دوى ته خپله ايډيالوژي تر هر څه مهمه ده. اوس مهال پاكستان كه له يوې خوا له طالبانو سره د مرستې له لارې افغان حكومت ضعيفوي، له بلې خوا په اقتصادي ډګر كې هم له افغانانو سره تربګني كوي. كله چې د افغانستان د مېوو فصل رسېږي، پاكستان ګمركي ماليه پرې لوړوي او زموږ مېوې په باغونو كې خوسا كېږي.
ايران د تاريخ له مسخ كولو رانيولې زموږ د علمي شخصيتونو او تاريخي وياړنو تر خپلولو پورې هره چاره كوي. د افغانو ملتپالو له خوا د ګرګين وژنه او د اصفهان نېونه د ايران حكومتونه د غچ اخيستنې په اور وريت كړي دي. ايراني حكومتونو كه د افغان انګريز په شخړو كې له انګريزانو سره لاس يو كړى و، د جهاد په كلونو كې يې هم له شوروي اتحاد سره د ملګرتوب تار ځغلولى و. هم يې د جهاد په نامه د خپلو ګوډاګيو ډلې پاللې او هم يې له بريژنيف سره انډيوالي كوله. د رباني په حكومت كې د افغانستان د تجزيې طرحه هم د ايران حكومت جوړ كړى و، چې په دې پلان كې له هراته رانيولې تر غزني پورې د افغانستان ډېره لويه برخه به د غرجستان په نامه د ايران پلوو هزاره ګانو حكومت ته رسېدله. طالبان كه نور هر څه وو، وو به؛ خو دومره يې وكړل، چې د افغانستان د تجزيې خوبونه يې په ايرانيانو حرام كړل. اوس مهال ايران طالبانو ته وسلې وركوي، ځانمرګي ورته روزي او خپل هر ګوډاګي تنظيم ته ټلويزيون او اخبارونه چلوي او لويې مدرسې ورته جوړوي. ويل كېږي چې ايران كرزي ته هم هره مياشت په منظمه توګه داسې بې خرتې پيسې وركوي، چې كرزى يې په خپله خوښه مصرفوي او څوك ورنه د لګولو سند هم نه شي غوښتى؛ ځكه چې دا هوايي پيسې دي. ښايي همدا وجه به وي، چې د كرزي حكومت د ايران د مداخلو په وړاندې چوپه خوله پاتېږي. كه څه هم چې ايران د افغان سوداګرو لپاره د چا بهار له بندر څخه د كار اخيستنې وړانديز كړى دى، چې د كرچۍ او ګوادر د بندرونو ځاى نيولى شي؛ خو د اقتصادپوهانو په نظر افغانستان بايد هېڅ كله ځان په يوه ملك پورې ونه تړي. كه افغانستان له كراچۍ بندر څخه خپل كار و بار چابهار ته ولېږدوي، سبا به د ايران حكومت دغه بندر د فشار د وسيلې په توګه وكاروي.
پوښتنه دا ده چې موږ بايد څه وكړو؟
دا خو جوته ده چې ايران او پاكستان دواړه راسره تربګني لري؛ خو موږ ته به د چا دوستي په ګټه وي. زما په نظر له پاكستان سره مو مشترك اړخونه نسبتاً ډېر دي. كه افغانستان د پاكستان د محصولات لپاره ښه بازار دى او منځني اسيا ته د پاكستان د نښلولو ظرفيت لري، پاكستان هم زموږ د كرهنيزو محصولاتو لپاره ښه بازار او د ترانزيت غوره لاره ده. پاكستان كې سنيان اكثريت دي او په افغانستان كې هم. پاكستان زموږ د هېواد د لږكيو تر شا نه دى ولاړ. حال دا چې ايران د شعيه مذهبي لږكيو او پارسي ژبو ژبني لږكيو ملاتړ كوي، چې دغه ملاتړ زموږ په چارو كې له مداخلې او توطيې څخه پرته نه شي كېداى. ايران د خپل نفوذ د خوندي كولو لپاره د شيعه ايزم له پراختيا پرته بله لاره نه لري، چې دغه چاره به يې زموږ په زيان تمامه شي؛ خو پاكستان داسې چارو ته ضرورت نه لري. له بلې خوا پاكستان ډيموكرات نظام لري او موږ هم له دې نظره د ايران له حكومته توپير لرو، چې پر ايډيالوژۍ ولاړ نظام په كې چلېږي. د پاكستان د مداخلې لامل هغه وېره ده، چې له افغانستان څخه يې لري؛ خو د ايران مداخله تعرضي بڼه لري. پاكستان او افغانستان دواړه غرب ته نژدې ملكونه دي؛ خو ايران غربي ضد سياست چلوي. د پوهې او تخنيك له نظره پاكستان چې پرانيستى نظام لري، د وخت معاصره پوهه يې په پوهنتونونو كې تدريسېږي؛ خو په ايران كې د ايډيالوژۍ سيورى په هره پوهه باندې خور دى؛ نو كه پاكستان سره دوستي وكړو، زموږ محصلان به د پاكستان په پوهنتونونو كې د زده كړې چانس پيدا كړي. په پاكستاني پوهنتونونو كې زده كړې په انګريزي ژبه وي، چې د لومړي لاس معلومات په كې شته؛ خو په ايران كې د معلوماتو پارسي ژباړه چې اكثراً دقيقه هم نه وي، حكومت كوي. له تركمنستان څخه د ګازو د نل ليكې پروژه د افغانستان او پاكستان دواړو په ګټه ده؛ خو ايران ورسره ځكه مخالف دى، چې بديل به يې د ايران له لارې تركيې ته ځي.
په دې توګه وينو چې له پاكستان سره دوستي مو د ايران په پرتله په ګټه ده. كه چېرې زموږ دولت هڅه وكړي چې له پاكستان سره خپلې ستونزې هوارې كړي، د اطمينان فضا رامنځته كړي او ورسره شريك اړخونه وپالي، دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي. زموږ حكومت له ايران سره داسې مشترك اړخ ته پام كوي، چې زموږ په لږكيو پورې اړه لري؛ خو له پاكستان سره د افغانانو د اكثريت مشتركات له ياده باسي

One needs to scientifically evaluate Afghanistan's relations with both countries, Pakistan's very internal mishap nd inoherence will not allow it to be not, what we consider antagonist, towards us. This is an immortal fact. Always remeber that.
Comment