Announcement

Collapse
No announcement yet.

Afghan Innovation

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Afghan Innovation








    ديوه افغان ځوان په لاس جوړه شوې الوتکه دالوت داجازې په تمه ده


    by هادي غفاري on Oct 19, 2010 - 13:44 Location

    Afghanistan




    باميان(پژواک د تلې ٢٧مه ٨٩): دغزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې يوه ځان الوتکه جوړه کړې، چې د الوت داجازې په تمه ده.
    دغه الوتکه دلسم ټولګي زده کونکي صابرشاه په نوښت جوړه شوې ده.
    دجاغوري ولسوال دمعلوماتو له مخې، دولسمشر له حکم سره سم صابرشاه له خپلې الوتکې سره کابل ته ولېږدول شو، څو له پرواز څخه مخکې دالوتکې تخنيکي معاينات ترسره شي.
    دجاغوري ولسوال ظفرشاه دتلې په ٢٧ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دجاغوري اوسېدونکيو ددغې کوچنۍ الوتکې د جوړېدلو زيات هرکلى وکړاو دغه نوښت يې وستايه.
    ولسوال وويل، چې دغه الوتکه به دهوايي چلند د تخنيکي ټيم له خوا وارزول شي او وروسته به بيا دالوت اجازه ورکړل شي.
    ولسوال د صابرشاه له خولې وويل، دغه الوتکه کولى شي ، چې په يوه پرواز کې٢٠ کيلومتره واټن ووهي ، خو هغه د پرواز دلوړولي په هکله څه ونه ويل.
    ولسوال زياته کړه،چې دغه الوتکه پرون د ملي دفاع وزارت دچورلکوپه مرسته کابل ته ولېږدول شوه.
    د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مرستيال انجينرراسخ پژواک ته وويل،چې ددغې الوتکې له جوړېدو خبردى اوڅلو ځلې يې ددغې الوتکې له جوړونکي سره لومړنۍ خبرې اترې هم کړې دي.
    هغه زياته کړه: (( چې دايو تخنيکي کاردى، پکار ده چې يوه الوتکه د هوايى چلند له وزارت څخه سرټفيکېټ ترلاسه کړي.))
    د ياد وزارت مرستيال زياته کړه، چې دغې الوتکې ته ترهغه مهاله د الوت اجازه نه ورکول کېږي ، ترڅو ددغه وزارت دانجينري او تخنيکي ټيم له خوا چک نشي.
    صابرشاه ددغې الوتکې دڅرنګوالي په اړه پژواک ته له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه او ويې ويل چې ترهغه به رسنيو ته معلومات ورنکړي ،څوچې يې الوتکه چک شي اوکله چې يې الوتکې پرواز وکړ، نوهغه به مرکه وکړي.
    هغه زياته کړه، چې تر دې دمه ددغې الوتکې دجوړښت په هکله يې هيچا ته معلومات نه دي ورکړي.
    دغه الوتکه دکب په شان جوړښت او ٣ټايرونه لري ، چې ماشين يې په وروستۍ برخه کې دى.
    همدارنګه دغه الوتکه مثلث ډوله چترهم لري.





    Jalalabad Rickshaw Company;



    YouTube - Newly invented Rikhshaw in Jalalabad
    ای وخته بېرته راشه يو افغان وزېږوه
    نو بيا يو احمد خان يا ميروس خان وزېږوه

    چې ننګ په وطن وکړئ داسي ځوان وزېږوه
    نويا خو خوشحال خان يا بادشا خان وزېږوه

    سپن اوشن بيرغ د ازادۍ کړي زمونږ پورته
    بيا داسې يو بادشا لکه امان وزيږوه

    چې جوړه کړي انګريز ته بيا غزا د ارنوۍ
    يو داسې لوی غازي ميرزمان خان وزيږوه

    سرو مال قربان کړي له وطن او له ناموسه
    په مينه د وطن کي افغانان وزيږوه

    ټپې د ازادۍ کړه بورا ته په خيالونو
    اوس راشه په شعرنو کي طوفان وزيږو
Working...
X