Announcement

Collapse
No announcement yet.

هند او پاکستان، د افغانستان د سیاسي سکې دو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • هند او پاکستان، د افغانستان د سیاسي سکې دو

    هند او پاکستان، د افغانستان د سیاسي سکې دوه مخه. 14-10-2010
    عبدالرحمن فرقانی
    دا خو تر لمرمشهوره ده چې په سیاسي لحاظ هرهیواد په خپل ګاونډ کې تر خپل ځان غښتلی او پیاوړی هیواد نه غواړی، او د خپلو سیاسي او اقتصادي مصلحتونو په اساس هڅه کوي، چې د سیاسي سیالۍ په ډګر کې تر خپل ګاونډي هیواد نه په هره کچه غښتلی وي . که څه هم پاکستان د شوروي اتحاد د یرغل نه وړاندې او دیرغل په ترڅ کې په افغانستان کې ستراتیژي عمق درلود ، او د ځینو سیاسي کړیو له لارې يې خپل سیاسي مصلحتونه په افغانستان کې خوندي ساتلي وو ، او له خپل سیال اورقیب هیواد (هند ) څخه د افغانستان په سیاسي ډګر کې یو ګام وړاندې ؤ ، خو د پاکستان دا اوږد شوی لاس افغانستان ته د شوروي اتحاد د یرغل نه وروسته اوپه تیره د روسانو د وتلو نه وروسته ورځ تر بلې لنډیده ، او هند د خپلو ايتلافي هیوادونو په مرسته لکه روسیه او ایران د افغانستان ګرداب ته لاره وموندله ، او ورو ورو يې ځان د یاد شویو هیوادونو په مرسته د افغانستان په سیاسي کشاله کې داسې مطرح کړ ، چې د پاکستان سیاسي خوزښت ته يې په افغانستان کې ریښتینی ګواښ متوجه کړ. سره لدې چې د پاکستان سیاسي رول د افغانستان په معضله کې تر هند ډیر ژور ؤ ، او هغه هیوادونه چې د پاکستان تر شا ولاړ وو لکه امریکا ، اوروپا او عربي هیوادونه ، دهند سره تر متحالفو هیوادونو لکه روسیه، ایران په نظامي او اقتصادي کچه ډیرپیاوړى او قوی وو ، سره لدې د پاکستان رول په افغانستان کې ډیر ضعیف او کمزوری شو .
    کوم مهال چې لویدیځ دپاکستان په مرسته په افغانستان کې خپل نظامي اوسیاسي سیال روسیه دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان نه ووځي ، او دافغانستان په جګړه کې خپله ماتې ومني ، عام ذهنیت داسې انځور شو ، چې ګواکې روسیې د خپلو متحدینو سره د افغانستان له سیاسي کړکیچ نه بلکل پښي سپکې کړی ، او د افغانستان د کشالې نه د تل لپاره ووتل ، او افغانستان يې لویدیځ ته وسپاره . خو په حقیقت کې داسې نه وه ، بلکه دا د انځور نیمه برخه وه ، چې د نړیوالو مطبوعاتو له لارې خلکو ولیده ، او د انځور پاتي برخه دا وه چې روسیې په افغانستان کې داسې سیاسي ډلې په پښو درولی وې ، چې د دوی په غیاب کې د دوی سیاسي مصلحتونه په افغانستان کې خوندي وساتي . همداسې وشول د روسانو د وتلو سره سم هغه سیاسي ډلې د افغانستان په سیاسي واکمنۍ حاکمې شوي ، چې د روسانو له خوايې نظامي او اقتصادي حمایت کیده ، او هغه ډلې د افغانستان د سياسي برخلیک نه ګوښه پاتي شوی چې د پاکستان او د هغه تر شا ولاړو هیوادنو يې نظامي او اقتصادي حمایت کاوه ، لدې کبله د بهرنیو هیوادونو په لمسون د افغانستان د سیاسي برخلیک په سر د دغو ډلو کشمکش بیرته په افغانستان کې د جګړې ډګر تود کړ ، که څه هم دې جګړې ته د داخلي جګړې نوم ورکړ شو ، خو په حقیقت کې دا د هماغې جګړې تسلسل ؤ ، چې د لویدیځ او ختیځ استعمارګرانو تر منځ په افغانستان کې پیل شوی ؤ .
    پدې جریان کې پاکستان او د هغه تر شا ولاړو هیوادونو په افغانستان کې د هند او روسیي د سیاسي برلاسیتوب د مخنوي لپاره یو نوی جریان د طالبانود حرکت تر نامه لاندې را منځه ته کړ ، تر کومه ځایه چې خلک د داخلي جگړې له کبله ډیر ستومانه او کړیدلي وو ، نو په ولسي کچه د طالبانو د حرکت تود هرکلی وشو ، په دې هیله چې لدې جګړه ایز حالت نه به دوی ته نجات ورکړي . پدې توګه لویدیځ بیا وکولای شول چې د روسیې ، هند او ایران مثلث د افغانستان له سیاسي واکمنۍ څخه ګوښه کړي ، دغه حرکت وکولای شول چې په جټکتیا سره د حکومت واږې په لاس کې واخلی او د روسیې ، هند او ایران پلوه سیاسي ډلې د افغانستان له سیاسي برخلیک څخه ګوښه کړي . خو د عربی ژبي د یوه متل سره سم چې وایی : "تجری الریاح بما لا تشتهی السفن " . ژباړه : " باد په هغه لوری لګیږي چې کیښتۍ ئې نه غواړی ". نو د افغانستان په سیاسي ډګر کې هم باد په هغه لوري ولګید چې پاکستان او تر شا يې ولاړو قوتونو نه غوښتل چې په هغه لوری ولګیږي ، او هغه د افغانستان په سیاسي ډګر کې د القاعدې زیږیدل وو ، چې ورو ورو يې د طالبانو سره ډیرې لنډې اړیکی پیدا کړې ، او دطالبانو او هغو بهرنیو هیوادونو تر منځ د فاصلې ایجادولو لامل شوه ، چې د پاکستان او طالبانو تر شا ولاړ وو ، په تیره بیا د یولسم سبتمبر پیښې د طالبانو او لویدیځ تر منځ داسې درز پیدا کړ چې ټولې موجودې اړیکې وشلیدې ، او لویدیځ ته پر افغانستان باندې د نظامي یرغل جواز په لاس ورِغى . همدا رازهغه روس پلوه سیاسی ډلو ته یو ځل بیا موکه په لاس ورغله چې د لویدیځ حمایت هم تر لاسه کړي، د لویدیځ د دیموکراسۍ په منلو سره يې د افغانستان سیاسي برخلیک ته یو ځل بیا لاره پیدا کړي ، او لویدیځ يې د تروریزم د ځپلو تر نامه لاندې دې ته ولمساوه چې پر افغانستان نظامي یرغل تر سره کړي ، خو لویدیځ دامریکا په مشرۍ دا فکر ونه کړ چې د افغانستان په ګرداب کې به د هغه زاړه او ستومانه نظامي او سیاسی رقیب روسیه ، هند او ایران سره مخ شي ، په هر توګه لویدیځ په افغانستان کې د روس پلوه سیاسي ډلو په لمسون او مرسته د افغانستان د شمال له لوري پرافغانستان یرغل پیل کړ ، او د طالبانو حکومت يې ډیر زر ونړاوه .
    خو کوم مهال چې د بن په کنفرانس کې د افغانستان د سیاسی زعامت د ټاکلو په سره د لویدیځ او د روس پلوه ډلو تر منځ خبرې ښکته پورته شوې ، د لویدیځ سره دا احساس پیدا شو چې له دې سیاسي ډلو پرته چې روسانو او هند ته تر امریکا او لویدیځ وړاندې وفادارې دي ، بل بدیل نه شته ، نو د نظامي مرستو دپاس په اساس يې د دوي غوښتنو ته غاړه کیښوده ، او د امریکا او لویدیځ پلوه څو شخصیتونو سره ئې د افغانستان د سیاسي زعامت ډیره برخه د دوی په تصرف کې کیښوده ، خو دا روس پلوه سیاسي ډلې تر هغو شخصیتونو ډیرې پیاوړې وي، ځکه چې منظمې نظامي ملیشې او قوتونه يې درلودل ، حال دا چې د لویدیځ له لوری غوره شویو شخصیتونو دا راز پشتوانه په افغانستان کې نه درلوده ، نو ځکه د دغو ډلو له لوری ورو ورو په خپله سیاسی اراده کې یرغمل شول . نو د افغانستان سیاسي پریکړې او سیاسي بهیر په هغه لوري روان شو کوم چې روسیې ، هند او ایران غوښتل چې پرې روان شي ، د هند ، روسیه او ایران سیاسي او اقتصادي مصلحتونه په افغانستان کې تر پاکستان ډیر خوندي وو، هغه ډلې چې د پاکستان سیاسي او اقتصادي مصلحتونه يې په افغانستان کې ساتل د ترویزم په تور تورن شول ، اوپاکستان نه شوی کولای چې په ډاګه ورسره مرسته وکړي ، تر څو د پاکستان مصلحتونه خوندي وساتي ، حال دا چې روسیې او هند د تروریزم د ځپلو ترشعارلاندې خپلې سیاسي ډلې په افغانستان کې ښې تقویه کړي . او دافغانستان په سیاسي ډګر کې داسې په قوت مطرح شوې ،چې د لویدیځ نه راغلي سیاسي ډله يې په خپلو پریکړو کې دخپلو مصلحتونو لپاره یرغمل کړه ، آن تر دې چې په وروستیو ریاستی ټولټاکنو کې يې امریکا او لویدیځ د ریښتنې سرګردانۍ سره لاس ګریوان کړل . ډیر کتونکي په دې اند دي چې هغه مهال دافغانستان شمال ته د طالبانو غزیدل د همدې فشار په وړاندې د لویدیځ یو سیاسي ګواښ وو ، چې تر څو روسیه ،هند خپل دریځ ته په افغانستان کې متوجه کړي .
    که څه هم د افغانستان په سیاسي اداره کې هغه شخصیتونه تر اوسه شته دي ، چې د امریکا او لویدیځ له لورې د افغانستان زعامت ته غوره شوي وو ، خو د امریکا د سیاسی ادارې په بدلون سره چې د جمهوریخواهانو نه سیاسي اقتدارد اوباما په مشرۍ دیموکراتانو ته منتقل شو ، د لویدیځ هغه حمایت لدې شخصیتونو سره پاتې نه شو ، چې د بوش په مشرۍ د دیموکراتانو په وخت کې موجود ؤ ، او اکثرا خو موږ د دې شخصیتونو او دامریکا دنوې ادارې تر منځ په مختلفو سیاسي پیښو کې د ستونزو او کړکیچونو شاهد یوو . لدې ځایه دا شخصیتونه هم چې بل بدیل ورته پاتې نه شو د خبلو سیاسي ګټو لپاره د روس پلوه سیاسي ډلو د حمایت تر لاسه کولو لپاره د دې ډلو تر اغیزې لاندې راغلل ، چې وروستې ډیرې پریکړې په دې دلالت کوی ، او ترټولو ژوندې مثال ئې د سولې د عالی شوری ریاست دی ـ هغه شوری چې باید د دولت مخالفین سولې ته وهڅوی ـ یوداسې شخصیت ته ورکول کیږي ،چې اصلا پدې جګړه کې یو بنسټیز اړخ پاتې شوی دی ! .
    اوس که موږ د ریښتینو او وطن ته د مخلصو افغانانو په صفت د پاکستان او دهغه تر شا ولاړو هیوادونولاسوهنې په افغانستان کې د افغاني سیاسي کړیو له لاري په کلکه غندو او ځان په دې د افغان په صفت مکلف بولو چې دا بهرني اوږده شوي لاسونه غوڅ کړو ، نو موږ د روسيي ، هند او ایران کرغیړنه لاسوهنه هم په افغانستان کې له پامه نشو غورځولی ، او د یوه ریښتنیي افغاني په صفت يې باید وغندو او د دې لاسوهنو مخنوی وکړو چې زموږ ټولنیز او دیني هویت يې زیانمن کړى دی .
    نن په افغانستان کې د افغانستان په شمال کې سیاسي ډلې پدې مکلفې دي ، چې د افغانستان په جنوب کې د بل شوي اور مخنوی وکړي ، په ځای د دې چې د بهرنیو مصلحتونو لپاره کار وکړي ، او تر دوی وړاندې د افغانستان په جنوب کې سیاسي ډلې هم دا مکلفیت لري چې د بهرنیو د دسیسو او طوتيئو نه ځان وژغوري او خپله سیمه د دې ناوړه حالت نه وژغوري. موږ باید د افغانانو په صفت افغانستان د هند او پاکستان د سیالۍ ډګر ونه ګرځوو، او زموږ سیاسی اراده باید دهند اوپاکستان دمصلحتونو تابع نه وي ، بلکې خپلواکه او سرلوړې اراده وي

    پرنټ کول
Working...
X