کرزی صاحب دژړسويډن دمالمو ښار
نن دشپې ناوخته مي دبېنوا پاڼي دادارې څخه لیک ترلاسه کړ چي پکښي دټولونړیوالو کلتوري سازمانونو او ملګروملتونو څخه غوښتنه سوې وه چي دبېنوا پاڼي او په افغانستان کي دبیان دازادۍ دخونديتوب ننګه وکړي . او پرینږدي چي دافغانستان عدلي اورګانونه په دغه هیواد کي دجنګسالارانواو جنګي جنایتکارانودخوشحالو لپاره پر ټولو بشري اوټولنیزو اصولو پښه کښږدي .
داڅومره زورونکې ده چي په خپل هيوادکي يوه رسنۍ دخپل انساني اوسوله ايزفعاليت د دوام په خاطردنړیوالو سازمانونو څخه دنیاو غوښتنه کوي اودهغه مرجع (لویه څارنوالۍ ) څخه ناهیلې او خوږ سوې ده چي دعدالت تمه ورڅخه کیده .
کفرخو ونه سوچي پدي پاڼه کي دڅولحظولپاره دفهيم دمرگ خبر نشرسو؟داخبرپه بهرکي ديوشمېر تلويزيوني رسنيولخواپه ډير ږوږ نشرسو.اوددې خبرڅخه استقبال ئي دعام ولس لخوا دفهيم په وړاندي دنفرت دبېلگې په توگه په بې ساري بڼه تبليغ کړ. خوهغوي تر اوسه هم ازاد فعاليت لري اوچاداهم ورته ونه سوه ويلاي چي پر مخ دي څوگلو نه دي .خودابې دفاع اوبيچاره ويب پاڼه چي دکوم جنگسالار اويابهرنی حلقې سره تړاونلري ديو عادي خبرپه نشرېدوتړل کيږي .
موږ ټول پښتانه ددې پاڼې تړل دډله ايزورسنيودقانون پلي کول نه بلکې دفهيم دقدرت ننداري ته وړاندي کول بولو.
په پښتوکي يومتل دی وايي ((ادې وايم تاتره پر غوږوهم ميره ))اودادي دې پښتون دښمنه کارته سيد مخدوم رهين ملاتړلی ناست وو.
کرزی صاحب ! ايا تاسو ددې لپاره ژړل چي خپل نازولی موستاسو دحاکميت په دوام کي په افغانستان کي تعليم وکړي اوبياپه بهرکي تحصيل ته ددې جگړه ځپلي ولس دسرپه عقيمت دوام ورکړي ؟ اوکه مو په رښتيادرد درلود؟ نوکه مورښتيا درد درلود، دادبينوا پاڼه چااودچادخوښئ لپاره په افغانستان کي دافغانانو پر مخ وتړل ؟؟؟
اياله ټولوسره همدا ډول چلند کېږي ؟
نه داسي نه ده .
ډيرې داسي ويب پاڼې سته چي ملي گټي ،ملي افتخارات اوملي منافع تر خپلو شخصي گټوقربانوي اوهره ورځ دولس اوملي يواولي پر خلاف خپرونې کوې ،دپښتنوسره چي ددې ټاټوبي دساتلويوازنی قربانيان دي سپک چلند اوپه خپلو خپرونوکي دهغوي تاريخ ته په سپکه سترگه گوري .
هغوي ولي نه تړل کېږي ؟
خلک وايي ځکه نه تړل کيږي چي په جنگسالارو اوبي فرهنگه گاونډيانوپوري اړه لري اوهغوي کرزی ته وايي موږدې شاته ولاړيو بې غمه اوسه .
خوددې بېغمه اوسه شعارونوقربانيان بايد ستاسو په يادوي !
کرزی صاحب !چي يوه لحظه ئي خوښ نه اوسې بيابه همدا يوه خبره درته وکړي چي په يوه چپنه کي راغلې وې اوموږاستقبال کړې ،ساتندويان مودرکړه اوشاته دې وردرېدلو. سره لدې چي داسي نه ده ،دوي ته امريکاوويل چي دبگرام هوايي ډگرته درشي اوملاتړدرنه وکړي .
کرزی صاحب !
اياتاسو خبر نه ياست چي په ملک کښي دډله ايزورسنيو سره ستاسو داړوندانولخوا څه چلند کېږي ؟ ياله هغوي چي تاسو وزيران اوياماراشالان کړه ډايرېږی .
داچي تاسو دهغوي افغان دښمنه حرکتونومخه نه نيسی داسي ښکاري چي تاسوهم دهغوي نه ډاريږی، کوم چي بهرنيانو ته مودهغوي دمقررولولپاره زاری کولې .
کرزی صاحب !
دادی هغه ورځ راورسېدل چي ستاسوپه حاکميت کي دپښتنوپر خلاف په نره عمل کوي اوتاسو ورته گوری .
کله چي غواړی ساده دله افغانان وغولوی بيانو دتمسا اوښکي تويوی .په ژړائي ځکه سرنه سره رسېږی چي ستاسو ژړا صادقانه نه ده .په خپله ژړاخلک غولوی اوله بهرنيانونه امتياز اخلی . که داسي نه ده نوپدې ملک کښي چي تاسوئي حاکمان ياست دفساداور ولي دومر بل ساتل کيږي ؟؟؟؟؟؟؟؟
موږته اوس دا معلومه ده چي تاسو په ډير مهارت دپخوانيو دولتي مشرانود ويناوونه تقليد کوی .خوستاسو اوهغوي تر منځ ډير تفاوت سته .
تاسو واياست(( درد دارم ))،((والله درد دارم))خودانه واياست چي کوم درد لری .داوطن خو امريکايانوستاسو دحاکميت ساتلوپه خاطرپه دېگدان بدل کړی !نورنوتاسو کوم دردلري ؟ًًًً؟؟؟؟؟؟ چي دانن ستاسو مخالفينوته شين څيراغ روښانه کړي يوټک به وانه وری . چي دا اوس امريکا له تاسو نه لاس واخلي اوبل چاته واک پلاس کي ورکړي خيرخيريت به سي .
موږنه پوهېږو چي تاسو ولي بياهم د ۳۶ ميليونوانسانانوپر عقل اوپوهی تجارت کوی اوياهغوي ته دساده گانوپه سترگه گوری .
کرزی صاحب ! له ټولوژړاووسره ولس نورتاسو نه غواړي . که غواړې ملت ته خدمت وکړې تر مقام تير سئ . نوردځان اوخپل مقام په خاطر ولس دپاکستاني واسکټونواوبهرني راکټونوپه زورله خداي ورکړي ژوندنه مه محرومه وئ .
دايوه مياشت کېږي چي يوه متعصب وزيرسيد مخدوم رهين دبل اوهغه هم له بهرنه په اشاره دبينوا ويب پاڼه پدې بهانه چي مقدساتوته ئي گوته وروړې اويوخبرئي نشر کړ ه چي فهيم مړسوتړل سوې ده . که فهيم ژوندی اويامړوي وي ،چندان اهميت نلري . هغه متل دی وايي : (( دپيل په غوږ غوماشه ننوتلې وه ،کله چي وتل فيل ته ئې وويل دخداي په امان،هغه ورته وويل زه دې په راتگ نه يم خبرسوی ته خداي په اماني کوې .))
زورونکې داده چي هر ورځ بې گناه انسان وژل کېږي ،له هغوي نه پر يوعادي خبره په رڼاورځ رشوت اخيستل کيږي ،خلک زورېږي ،وطن پلورل کيږي ،ملي گټې تر شخصي گټوقربانېري ،ولي ټول چوپ دي .له پاکستان سره تاسو په هغه دوستی چي ستاسو دمقام ساتلو په گټه ده ولس غولوی ، پاکستاني چارواکي زموږ وطن او ولس ته اور راوړي اوتاسو واياست داشمعي دي چي وطن پرې روښانېږي .
موږ ستاسو داوروستی وينا چي دپوليسو افسرانوته موکوله واورېده ،هلته موتر ډيرو خبرو پښه اړول اوداموهم ونه ويل چي دچاله لاسه موکارته نوته فراروکړ ؟ مېړانه خوپه دې کښي وه چي داموهم ويلي واي ! دهغه چاله لاسه چي مودبهرنيو وزارت پرېښوداوس هغه ستاسوپه حاکميت کي دپښتنواوکه تاسوله پښتنوسره تړاولري نو ستاسوپر خلاف دادی يوځل بياعملأ گامونه اخلي اوخپلو کرغېړنوکړنوته دقانون پلي کېدل وايي .
تاسوپردې خبره ټينگارکاوه چي بهرنيان دخپلو گټولپاره راغلي دي .
بلې! موږ له هغه اولې ورځې په دې پوهېدلوچي هغوی دخپلو گټولپاره راغلي اوځکه ئي تاسوبې استحقاقه له امريکا نه راوستلاست .خوتاسوپه خپلو خبروکي دې ټکې ته اشاره ونکړه چي دفهيم نه تر تېښتي وروسته موڅنگه اودڅه لپاره له هغوي سره چي تاسو په هغه وخت کي دوطن دښمنان بلل او اوس ئي هم دافغانستان سره دمرستوپه هکله صادق نه بولئ اړيکې ونولې؟ اوتراوسه په همدې اړېکو کښي ښکيل پاته اودمقام خاوند ياست .
راځئ نوربه ئې نه سره راسپړو،رښتنيو افغانانوته هر څه لمر غوندي روښانه دي ،په کندهار اوکابل کي سياسي ژړاباندي عام ولس نه غولېږي ،ښه به داوي چي يوڅه پردې ولس باندي زړه وسوځوی .
که په خپل لاسليک قانون منئ نوډير ژربايد د سید مخدوم رهین پر پښوبوټونه ورسم کړی .
دبېنوا ويب پاڼې بندېدل له پښتنوسره دښمني ده ،موږ نه پوهېږوچي ولي ديوه جمهوررئيس په توگه پر دغه غير قانوني کړنه سترگي پټوی اوچوپ ياست .
زه ستاسوملاتړو اوهغوته چي ستاسوپر شاوخوالکه دشاتومچۍ راڅرخي داوايم چي ددې لوبې پايله ستاسو په گټه نه ده .دغه ډول مشورې دې بېچاره کرزی ته مه ورکوئ، چي دولس سر ئي په شر اچوي .
ددوستی فرهنگی ټولنه او روزگان ملي مهالنۍ خپرونه دبېنوا ويب پاڼې سره په دې لاره کي په ټنګه ولاړه ده او هراړخیز ملاتړ ئې کوي .
حبيب الله غمخور
سرپاڼه نن دشپې ناوخته مي دبېنوا پاڼي دادارې څخه لیک ترلاسه کړ چي پکښي دټولونړیوالو کلتوري سازمانونو او ملګروملتونو څخه غوښتنه سوې وه چي دبېنوا پاڼي او په افغانستان کي دبیان دازادۍ دخونديتوب ننګه وکړي . او پرینږدي چي دافغانستان عدلي اورګانونه په دغه هیواد کي دجنګسالارانواو جنګي جنایتکارانودخوشحالو لپاره پر ټولو بشري اوټولنیزو اصولو پښه کښږدي .

پر ځاي وطن ته پام واړوه !benawa.com

Comment