ایا پاکستان اوس د یوه ترهګر دولت په توګه وپېژندل شو؟
نيټه : ٢١م د اپريل ٢٠١٠
کله چي د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره، اغلې بېنزیر بوټو، د پنجاب په راولپنډۍ ښار کښې په یوه ترهګر برید کښې ووژل شوه نو د هغې مېړه، اولسمشر اسیف الي زرداري، د پاکستان د ادارو په ځای له ملګرو ملتونو غوښتنه وکوله چي د دغې وژنې پلټنه او ګوېږنه وکوي
ځکه چي هغه پخپله او د هغه کورنۍ او دوستان پوهېدل چي په دې وژنې کښې د پاکستان پوځي او څارګرې کړۍ ښکېلې دي
او بې د هغوی له بشپړې لارښوونې او ملاتړ دا کار بېخي ترسره کېدلای نه شو
اوس له ډېرې اوږدې پلټنې وروسته د ملګرو میلتونو پلټونکې ډلې چي کوم ټپال تیار کړی دی په هغه کښې یې د ارواښادې بوټو د کورنۍ او دوستانو اندېښنې ریښتیا کړې دي او دا خبره یې زبات کړې ده چي ریښتیا هم په دې وژنې کښې د هغه وخت له پوځي سرلښکر، پروېز مشرف، څخه رانیولې بیا د پولیسو تر او څارګرو ادارو تر پخوانیو او اوسنیو کارمندانو ښکېل دي
د دغه راپور له مخې: د پولیسو لخوا د اغلې بوټو د وژنې د پلټنې نه ترسره کېدل دا ښيي چي دا وژنه هم په اراده شوې وه
په ټپال کښې د ډېرو کسانو نومونه په ګوته شوي دي
یوه هغو کښې سوود ازیز دی چي د وژنې ځای ډېر په زغرده پرېمینځلی و چي نخښې نښانې داسي ورکې کي چي بیا یې د پلټنې په وخت څوک و نه ویني
هغه ته د دې کار کولو وینا د جګړن ندیم ایجاز اهمد لخوا شوې وه
ندیم ایجاز هغه کس و چي نېغ په نېغه یې د مشرف تر امر لاندي کار کولو
په بل کس چي په راپور کې تور لګېدلی دی هغه تورن ندیم تاج دی چي په هغه وخت کښې د ای ایس ای مشر و او اوس د ګوجرانواله د کول اوردو کومندان دی
په راپور کښې په رامان ملک ، چي د پیپلز ګوند یو غړی دی، باندي هم شکونه شوي دي. د رامان ملک او مشرف تر مینځ هم ښه پخه یارانه وه
د پیپلز ګوند غړیو او د ارواښادې بوټو دوستانو ویلي دي چي دوی به تر هغو په ارام کښې نه ني ترڅو چي په وژنې کښې ککړو کسانو ته سزا نه ده ورکړې
تر اوسه پورې په دې لړ کښې د پولیسو اته اوسران له خپلو دندو ګوښه کړ شوي دي. دا لړۍ به روانه وي
پردې سربېره د ډېرو کسانو نومونه اوس په هغه لیسټ کښې لیکل شوي دي کوم چي له هیواده بهر نه شي تللای
که دا لړۍ هم داسي روانه وي نو کېدای شي چي نورې موندنې هم وشي
د کدیر خان د شبکې د بربنډېدلو وروسته دا دویم ځل دی چي یوې نړۍوالې ادارې د پلټنې په مټ دا خبره په زبات رسیږي چي پاکستان یو داسي دولت دی چي په کور دننه هم او په سیمه کښې د ترهګرۍ تابیاګر او لارښود دی
په افغانستان، هند، چین، ایران، اینګلیستان، امریکه، میځنۍ اسیا او د نړۍ په بېلابېلو برخو کښې هرچرته چي د ترهګرۍ پېښې کیږي نو پل یې پاکستان ته راځي چرته چي بیا د دولت پوځي او څارګرو ادارو تر لارښونې او ملاتړ لاندي ټول پلانونه په لاره اچول کیږي
د تېرو ۳۰ کلونو پېښو ته که ځیر شو نو موږ په اسانۍ سره دې پایلې ته رسېدلای شو چي ترهګري د پاکستاني دولت ، پوځ او څارګرو ادراو د سیاسي تګلاره یا ډوکټرین دی
که څه هم نړۍ د کدیرخان د شبکې په بربنډولو او اوس بیا د بېنزې بوټو د وژنې په راپور سره ډېر ستر ګامونه اوچت کړي دي موږ هیله لرو چي دا کار به نوره هم وده ومومي او نړۍ او سیمه به د دغه ترهګر دولت له شره په امان شي
دا د ملګرو میلتونو او نړۍوالو ځواکونو دنده ده چي د پاکستان ریښتونې څېره نړۍ ته
وروپېژني. او هغه څیره د یوه ترهګر دولت څېره ده
www.afghanjirga.com

هغه هم د مشرف له نیژدې یارانو څخه دی

Comment