د سپتمبر ۱۱مه او په جګړه د ښکېلې امريکا بدرنګ انجام!
وحیدالله مصلح
د سپتمبر یوولسمې د نړۍ په تاریخ کې ځانته خپل نوم خوندي کړی، دا یوازې یوه نېټه نه ده بلکه له دې ورځې نیولې تر داسې یوې نړۍ شمولې جګړې چې له بده مرغه بیا یې هم د افغان ټاټوبی د مرګونو په هیواد اړولی او بیا تر یوه داسې انجامه چې ښايي زمونږ د نسل ځوانۍ ورته ګردې لوګی او زړې شي ټولې پېښې په بر کې نیسي.
دادې له ۲۰۰۱ سپتمبره نهه کلونه واوښتل، د صلیب هغه جګړه چې د بوش نوي زاړه پاله ټیم یې بنسټ ایښی لا هم په خوریدو او نه مهاریدو ده… داسې یوه جګړه چې د نیویارک د دری نیم زرو قربانیانو د کسات اخیستو لپاره پیل شوې وه، تر هغې د ډېرو امریکایانو پر وژنو لا هم نه ده تمامه … داسې یوه جګړه چې د نیویارک د تجارتي اسمان څکو ودانیو د لویدلي غرور په خاطر پیل شوې وه اوس یې امریکا په یوې داسې اقتصادي ماتې درولې چې که د اوباما د اقتصادي تیوریسنانو پلانونه یې د ذلیل سقوط له ګړنګه راستنه کړي نو د لویدیز یو استدراج به وي.
د هرې جګړې شاته دوی دي!
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا په نړۍ کې د مشرتابه ترلاسه کولو په خاطر د پراخو جنایتونو تاریخ لرلی دی، حتی د خپل ولسمشر جان ایف کینیډي پر مرګ یې هم صرفه نه ده کړې!
تاریخپوه ویلیام بلوم له انده له دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر دې دمه امریکا په مختلفو پلمو ۲۳ هیوادونه بمبارډ کړي دي. یوازې د عراق د اقتصادي محاصرې په ترڅ کې تر ۵ لکو ډېر کوچنیان له ولږې مړه شوي.
دوی په نړۍ کې د تر ټولو مظلوم او شړل شوي ولس په ځپلو، د هویت له منځه وړلو او نسل وژنو کې د اسرایلو مرسته کړې، تقریباً تر ۱۸ ډېرې ټول وژنې داسې دي چې اسرایل یې په دولتي کچه د ترهګرۍ پړه په غاړه لري، خو امریکا یې تل په ننګه درېدلې ده، کله چې هیوادونه غواړي د اسرایلو پر ضد قرارداد وړاندې کړي نو امریکا یې هر ځل ویټو کوي، کله چې اسرایلو په ۱۹۸۲ کې پر لبنان د حملو په ترڅ کې ۱۷۵۰۰ انسانان ووژل، امریکا د اسرایلو په خواکې ودریده، او هر کله چې د لکونو درپه دره فلسطیني کډوالو د بیرته ګرځېدو خبره راپورته شوې نو دوی یې مخه ډپ کړې، کله چې د اسرایلو له سیمې امریکايي توغندي پر فلسطین توغول کیږي، او د اسراييلو په لاس کې امریکايي M16 جیټ الوتکې پر فلسطیني ولس بېسارې درنې بمبارۍ کوي نو بیا اسلامي نړۍ د دولتي ترهګرو پر ملاتړو، د ترهګرۍ پر مانا او د ترهګرۍ په زیانمنونکو تر نورو ډېر ښه پوهیږي، امریکا له ۱۹۴۸ نه تر ۲۰۰۳ پورې له اسرایلو سره د ۴۵ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي مرستې کړي دي، او دا مرستې ټولې د یو مسلمان ملت د له منځه وړلو په موخه په ټول مهال کې ډېرې بې درېغه استعمال شوي دي.
د اشغال پلمه!
کله چې د نیویارک پر اسمان څکو تجارتي ودانیو او نورو ځایونو بریدونه وشول نو په ګردې اسلامي نړۍ کې یې غندنه وشوه، د سپتمبر په دولسمه له اسلامي هیوادونو نیولې تر اسلامي حرکتونو چې شمېر یې تر سلو اووښته ټولو ډېر ژر نوموړې پېښه وغندله، حتی همغه مهال د اسلامي امارت پر استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل هم پېښه وغندله او نوموړي په همدا قضيه په خپل کتاب کې ذکر کړې هم ده.
خو امریکا نوموړې پېښه د خپلو راتلونکو ستراتیژیکو پټو پلانونو لپاره یوه مقدمه وګڼله، او د اسلامي هیوادونو د نیواک لپاره یې چې کومې توطیې په پام کې وې د پلې کیدا په خاطر یې همدا تر ټولو ښه وخت وګاڼه، ځکه خو د بریتانیا لومړي وزیر ټوني بلییر په ۲۰۰۲ جولای په ۱۷ مه ټایمز ته وویل چې: که ریښتیا خبره وشي نو حقیقت دا دی چې مونږ سره پر افغانستان د ناڅاپي حملې په خاطر د عامه رایې برابرولو لپاره له دې پرته بله لاره نه وه کومه چې د سپتمبر یوولسمې پېښې په بڼه راښکاره شوه.
د پاکستان مشهور ديپلومات ذاکر -ای نایک چې یو وخت د پاکستان خارجه سکرتر هم پاته شوی، په برلین کې یې د ملګرو ملتونو په یوې غونډې کې ګډون کړی وو، نوموړي بي بي سي ته په ۱۸ سپتمبر ۲۰۰۱ کې وویل چې امریکايي چارواکو د سپتمبر یوولسمې له بریدونو مخکې د بن لادن او طالبانو پر ضد د حملو پلان تیار کړی وو، د هغه له وینا سره سم امریکايي چارواکو د جولای په نیمايي کې ورته ویلي وو چې د اکتوبر تر نیمايي پورې به د افغانستان پر ضد پوځي عملیات پیل شي.
نو ځکه داسې انګېرنې شته چې د سپتمبر له پېښې د هیوادونو د اشغال په خاطر اعظمي ګټه پورته شوه، او دا چې د افغانستان او نورې نړۍ د تسخیر لپاره وار له مخه پلانونه طرحه شوي وو.
ښه نو هغه کوم لاملونه دي چې امریکا یې پر اسلامي نړۍ تیري ته اړ کړې ده؟ دغه لاملونه کیدای شي ډېر وي خو ډېر مهم عوامل یې په لاندې توګه یادولای شو:
کله چې کمونیزم له منځه ولاړ، نو د سړې جګړې پای د یوه نوي جنګي محاذ غوښتنه کوله، د تاریخ، حال او مستقبل له شننې لویدیزوال مفکرین دې پایلې ته رسیدلي وو چې یوازې اسلام د یوه تمدن په توګه د لویدیز مادي تمدن ننګولای شي، هغوی په دې اند وو چې په اسلام کې ددې وړتیا شته چې یو ځل بیا په اسلامي ملتونو کې د نوي ویښتابه حرکت زلمی کړي او د نړۍ راتلونکی په لاس کې ونیسي او په دې ډول نو هغوی نور کمونېزم د (New World Order) تیوري په لیار کې کوم خنډ نه ګڼلو.
د امريکا پخواني ولسمشر رچارډنکسن ډېر پخوا دا خبره کړې وه چې: ” امريکا او روس چې په افغانستان کې جنگيږي . پایله به یې څه وي ؟ په دې اړه زه څه نه شم ويلاى، خو دا راته روښانه ده چې د امريکا اوروسیې گټې په خپلمنځى جگړو کې نه دی نغښتې، اصل خطره بله ده ، او دهغې د شعور پيداکولو اړتياده، نوموړی خطر اسلامي بنسټ پالنه ده. (١٩٨٥ ميلادى کال د امريکا مشهوره مجله فارین افيرز ).د امريکا پخواني ولسمشر رچارډنکسن ډېر پخوا دا خبره کړې وه چې: ” امريکا او روس چې په افغانستان کې جنگيږي . پایله به یې څه وي ؟ په دې اړه زه څه نه شم ويلاى، خو دا راته روښانه ده چې د امريکا اوروسیې گټې په خپلمنځى جگړو کې نه دی نغښتې، اصل خطره بله ده ، او دهغې د شعور پيداکولو اړتياده، نوموړی خطر اسلامي بنسټ پالنه ده. (١٩٨٥ ميلادى کال د امريکا مشهوره مجله فارین افيرز ).
کله چې شوروي اتحاد وړنګېده تر ټولو لومړی د ناټو جنرل سکرتر وویل چې: سره خطره له منځه ولاړه ليکن شنه خطره برسيره شوه . همداراز په ۱۹۹۰ کې په سوید کې د ناټو غړیو هیوادونو ته په وینا کې د انګلستان پخوانۍ صدراعظمې مارګریټ ټېچر هم وویل چې: هیڅ نظریه او فکر دخپل ځان په مقابل کې د دښمن لرلو پرته ژوندی نه شي پاتې کیدای، دلویدیز هیوادونه هم باید د خپلې بقا د ساتنې په خاطر دښمن ولري، کمونیزم او شوروي اتحاد سقوط وکړ او هغوی نور زمونږ دښمن نه ګڼل کیږي، نو ځکه باید د نوي دښمن په لټه کې شو، دغه نوی دښمن هماغه اسلام دی.
يو ډير مهم يهودي مفکر برنارډليوس چې په لندن پوهنتون کې پروفيسور دی، او د مسلمانانو په اړه په لیکنو کې مشهور دی وايي: هسپانيي ته دمسلمانانو دلومړي راتگ څخه نيولې بيا د ترکانو په واسطه د دويمې محاصرې پورې د زرو کلونو په دوران کې اروپا په پرلپسې توګه د اسلامي خطرې تر گوزار لاندى ده . د مقابلې دکومو دوه قوتونو ذکرچې کيږي اسلامي بنسټ پالنه يې يواړخ او سکولر پانگوال جمهوريت يې بل اړخ دى . چې وروستى يادشوى اړخ د جديديت د مخکښ اود يهودي-مسيحي تمدن د وارث په توگه وړاندې کيږي. (Atlaantic Monthly ، سپټمبر ١٩٩٠)
د تهذیبونو د ټکر تیوریسن پروفیسور وټنګټن هم اسلام او لویدیز یو د بل لپاره د ریښتینو دښمنانو په توګه راپېژني او وايي: د کمونېزم له ختمېدو سره سم د لویدیز او اسلام ګډ دښمن پنا شو، چې په پایله کې یې دواړه مذهبونه بو د بل لپاره غټې خطرې وګرځېدې. د اسلام او لویدیز په منځ کې د نوي ټکر بنسټ به زور او تمدني ستونزې جوړوي، تر څو چې اسلام، اسلام وي او لویدیز- لویدیز، نو د دې دواړو عظیمو تمدنونو په منځ کې به شخړې شتون لري.
هغه په لاندې ټکو کې وايي چې:
(60% of American people regard Islamic revival a threat to US interests in the middle east.)
(شپيته سلنه امريکايي خلک په منځني ختيځ کې اسلامي ويښتابه دامريکادګټو لپاره خطره ګڼي) . هغه زياتوي نني مسلمانان کمزوري دي خو که چيرې په کنترول کې ونه ساتل شي نو دا قتصادله پلوه هغوۍ کولاى شي چې خپل وسايل ترقبضې لاندې راولي اويو ستر اقتصادي قوت ترينه جوړشي .
دهغه دشننې دويم اړخ ډيرمهم دى ،هغه وائى :
دلويديز لپاره اصل مسئله ا سلامي بنسټ پالنه نه بلکه اسلام دى چې يو ځانګړى تمدن دى او منونکي يې دخپل تمدن پر لوړ تیا يقين لري اوپه واک کې پر خپلې لږې برخې پريشان دي .
د طالبانو د واکمنۍ په مهال امریکا ددې ډېره لېوالتیا لرله چې د افغانستان له لارې د کسپین بحیرې تیل او نفت انتقال کړي، په همدې سلسلې کې امریکايي ستر شرکت یونوکال د دې پروژې د اخیستو لپاره له طالبانو سره خبرې پېل کړې، په دې لړ کې د طالبانو یو هیئت د یونوکال په بلنه ټکساس ته سفر وکړ او هلته یې د شرکت له چارواکو سره څو ورځې پرله پسې خبرې اترې تر سره کړې.
طالبانو د پایپ لاین تیرولو په اړه خبرې یوازې د یونوکال پورې منحصرې ونه ګڼلې او لکه بل هر خپلواک هیواد یې دا د ځان حق وګاڼه چې له نورو شرکتونو سره هم په دې اړه د خپل هیواد ملي ګټو په پام کې نیولو سره خبرې اترې تر سره کړي، په همدې سلسله کې یې د ارجنټاین د برایډاس کمپنۍ سره خبرې اترې وکړې، له برایډاس کمپنۍ سره خبرې ډېرې بریالۍ وې،طالبانو غوښتل چې له برایډاس سره تړون وکړي، امریکا هم د فشار اچونې له نویو لیارو کار اخېستل پیل کړل، ډیک چیني په ۱۹۹۸ جون په ۲۳ مه د کېټو Cato انسټیټیوټ په اهتمام جوړ شوي سیمینار کې وویل چې: خدای تیل او ګاز یوازې په هغو هیوادونو کې نه دي پیدا کړي چې له امریکایانو سره دوستانه اړیکې لري، نو له همدې امله باید ځینې وخت پر هغو سیمو هم غرض ولرو چې په عمومي حالاتو کې د ورتلو پرېکړه ورته نه شو کولای، مونږ باید هر هغه ځای ته ولاړ شو چېرته چې مونږ بزنس او تجارت لرو.
د اګست ۲۰۰۱ پورې د بوش حکومت له طالبانو سره د تیلو د پایپ لاین په سر خبرې اترې اوږدې کړې او له طالبانو یې د هوکړې تمه درلوده، خو چې کله طالبانو بیا هم په خپل مخالفت ټینګ ولاړ وو نو د یوې غونډې په ترڅ کې ورته سپین سپین وویل شول چې:
Either you accept our offer of a carpet of gold, or we bury you under a carpet of bombs.
او په دې ډول لږه موده وروسته د بمونو باران پیل شو، زمونږ د هیواد خاوره او هوا ټوله په بمونو وویشتل شوه، او د هیواد خپلواکي یو ځل بیا د تیر یوه برخه شوه.
له دې ټولو وروسته ویلای شو چې د سپتمبر یوولسمه د یوه کړیدلي او ټوکر ټوکر ملت د بیا بې واکه کولو لپاره پلمه شوه، پر افغانستان برید وشو، او په تر څ کې یې د نیویارک د پېښو د قربانیانو غچ له افغان ستړي خو تورزن ملته واخیستل شو، دلته دا څو کلونه کیږي چې د ترهګرۍ ضد جګړې په پلمه د ملت پر ضد یوه هر اړخیزه کرکجنه جګړه روانه ده، خو نه د جګړې موخې تر لاسه شوې او نه افغانان د جګړې له شره وژغورل شول.
لویدیز استعمار تل د درېمې نړۍ هیوادونه د کمونېزم له بلا په ویرولو سره د وسلو اخېستلو ته تشویق کړي دي، دا یوازې امریکا نه ده بلکه پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسیه هم په مقابلې سیالۍ کې ترې کم نه دي پاته شوي، د درېمې نړۍ هیوادونه د اسلامي مرجعیت او دولت په تشه کې کله د پخواني شوروي اتحاد او کله د امریکا پورې تړلي پاتې شوي ، بې پرې او په خپلو مټو ویسا هیوادونه ډېر لږ دي، په همدې سړې او کله تودې سیالۍ کې د استعمار د وسلو جوړولو کمپنۍ په چړچو کې پاته شوي، تل یې بې کاره وسلې په لوړ قېمت پر اسلامي هیوادونو پلورلي، چې ښه بېلګه یې د مصر – اسرایل جګړه وه، په دغه جګړه کې نوموړې وسلې د اسرایلو په مقابل کې ډېرې بېکاره وختلې، زمونږ خپل هیواد عزیز افغانستان هم دغه د زهرو ګوټونه ډېر کړي دي، شوروي اتحاد ډېرې له موده لویدلې وسلې په عالي قیمتونو راباندې پلورلې دي. کله چې کمونېزم مات شو نو د وسلو اخېستلو بازار هم سوړ شو، تولید شوې وسلې، الوتکې، ټانکونه، توغندي او نور ګڼ جنګي تولیدات پر تولیدونکو هیوادونو پنډ پاته شول، حتی د نړۍ استعماري هیوادونو د تنګلاسۍ له مخې د خپلو پوځونو شمېر راو غورځاوه. له همدې امله استعمار د خپلو وسلو پلورلو او جنګي محاذ پیدا کولو په لټه کې وو… په همدې لړ کې د بي بي سي اردو وېبپاڼې په نیویارک ټایمز کې د کانګریس د یوه رپورټ په حواله لیکلي دي چې:
تېر کال (۲۰۰۸) په ټوله نړۍ کې د بازار د غورځېدو سره سره د امریکايي وسلو په خرڅلاو کې بیخي ډېروالی راغلی دی، او په نړیواله کچه د وسلو په تجارت کې د امریکا برخه له ۲/۳ څخه ډېره شوې ده.
امریکا په ۲۰۰۸ کې د ۳۷ عشار یه ۸ میلیارده ډالرو په قېمت وسله خرڅه کړې ، چې پر دغه کال په نړیوال بازار کې د ټول خرڅلاو اته شپېته عشاریه څلور جوړوي، په ۲۰۰۷ کې د امریکايي وسلو خرڅون ۲۵ عشاریه ۴ میلیارده ته رسېده.
دلته د یوه اسرایلي شرکت بېلګې یادونه هم په زړه پورې ده:
له یوولسم سپتمبر وروسته تحولات او پرمختیاوې د (palsan Sasa) شرکت لپاره تاریخي بریاوې جوړې کړې، نوموړی شرکت د یوه صهیونیست پورې اړه لري چې زره، او د څرخي الوتکو، بېړیو اوسربازانو ته حفاظتي تجهیزات برابروي، دې شرکت په ۲۰۰۱ کې د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت وسایل خرڅ کړي وو دا رقم په ۲۰۰۳ کې ۱۶ میلیونو، او په ۲۰۰۴ کې ۱۵۹ میلیونو ډالرو ته ورسېد، د پالسن نوموړي شرکت په ۲۰۰۶ کې د ۲۱۵ میلیونو په ارزښت یو تړون د امریکا له متحدو ایالتونو، بریتانیا او اسرایل سره لاسلیک کړ.
په ۲۰۰۵ کې ددې شرکتونو خرڅلاو د تیر کال په تناسب۲۰ فیصده لوړ شوی وو، چې د لومړي ځل لپاره پر میلیاردونو ډالرو اووښته. ( لیکوال Shraga Elam، J.W المانۍ خپرونه).
۱- اسلام، د دښمن په توګه! ۲- د نفتو جنګ یعنې دا چې یا خو زمونږ له لورې د سروزرو د باران وړاندیز ومنئ او یا به مو د بمونو په باران کې ښخ کړو. ۳- د وسلو خرڅلاو ۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱ د یو شمېر شرکتونو نظامي صنعتونو سر شارې ګټې ته یو ټکان ورکړ، دې شرکتونو نه یوازې وسلې بلکه د ترهګرۍ پر ضد ځانګړي تجهیزات هم تولید کړل، نوموړیو شرکتونو په ۲۰۰۵ کې بېسارې وده وکړه. تېری او پر افغانستان يې اغېزې!
په داسې حال کې چې هیڅ افغان د نیویارک په پېښو کې لاس نه درلود او حتی یو افغان هم په بهر کې پر هیڅ راز ترهګرو فعالیتونو نه وو تورن شوی، سره له دې ټولو د امریکا متحدو ایالتونو یوازې د اتهام له مخې افغانستان د خپل برید موخه وګرځاوه، او بیا چې دلته هر څه وشول هغه تصادفي نه وو، بلکه د هرې کړنې شاته یوه دقیقه پلانونه شته وه، په لاندې ډول به یې له ځینو یادونه وکړو:
دا ډول شریر سیاست د یوه کرغېړن هدف د لاسته راوړلو په موخه پلی شوی دی، او هغه زمونږ د هیواد د ملت جوړونې ټول پاخه تضمینونه له بیخه ړنګول او هیواد د ویشنې او لږ تر لږه فدرالي مرحلې ته ننویستل دي، په دې ډول به زمونږ هیواد د یو واحد ملت له تشې سره په مخامخېدو د استعمار په خدمت کې غلام وخت تیروي.
ارتداد او بیا مرتدینو ته د سزا ورکولو سپکه معامله دومره سطحي ده چې یوازې او یوازې بې دینۍ او دین پرېښودنې ته د افغانانو له تشویق پرته بله معنا نه لري، له دې پرته غوښتل کیږي چې ددیني پلورالېزم لویدیز فکر ته زمونږ په هیواد کې ځای پیدا کړي، حساسیتونه له منځه یوسي، او د ارتداد منلو زغم رامنځته کړي. د عبدالرحمن ارتداد او د پروېز کامبخش ورته معامله یې ډېرې څرګندې بېلګې دي.
په همدې لړ کې جمعیت اصلاح د یوه داسې سازمان په توګه چې د خپل هیواد اسلامي ارزښتونه یې سپیڅلې موخې دي او ملي ګټې ورته خورا مهمې دي، په دې لاره کې یې هڅو د هیواد په لرو بر کې د اسلامي ویښتابه د علمي او ولسي ودې هیلې یو ځل بیا ژوندۍ کړي دي، جمعیت اصلاح دا خطر هماغه وخت درک کړی وو چې د اساسي قانون د تصویب په خاطر لویه جرګه راغوښتونکې وه، د جرګې د دایریدو په درشل کې د جمعیت اصلاح په غوښتنه استاد پوهندوی دکتور فضل الهادي وزین پر مسودې د وړاندیزونو او ملاحظو یوه ټولګه ولیکله، نوموړې ټولګې دجرګې تالار ته په ګڼ شمېر کې ولېږل شوې، هلته د اساسي قانون د دویمې مادې د نقد او بیا وړاندیز په لاندې ټکو بیان کړای شوی وو:
د (د ټولو دینونو پیروان د قانون د احکامو په چوکاټ کې د خپلو دیني مراسمو په سرته رسولو کې ازاد دي) عبارت هم باید تعدیل شي، ځکه چې په دې عبارت کې په افغانستان کې د اسلام نه پرته د نورو دینونو په شتون اعتراف شوی دی، او دا خبره د افغانستان مسلمان ملت ته کله هم د منلو وړ نه ده، ځکه چې نوموړی عبارت هیواد ته د یوې خطرناکې فتنې یعنې د نورو دینونو واردولو ته لاره خلاصوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له اسلامه پرته چې د ۹۹ عشاره ۵ فیصده وګړو دین دی او د هندوانو د ډېر وړوکي دیني اقلیت پرته چې د هیواد د نفوس له ۱٪ نه لږه برخه ده بل دین وجود نه لري، تر څو یې پیروانو ته د دیني مراسمو د سرته رسولو لپاره ازادي ورکول شي.
نو د پورتنیو ملاحظو په پام کې نیولو سره باید د مسودې د دوهمې مادې اړونده عبارت په لاندې توګه تعدیل شي: (…هندوان په هیواد کې یوازینی پېژندل شوی دیني اقلیت دی، چې افراد یې د ادابو او عامه ژوند کولو قوانینو په چوکاټ کې د خپلو دیني مراسمو په تر سره کولو کې ازاد دي).
ددې مرستو سره په څنګ څنګ کې لوی لوی پورونه هم هغه بدبختۍ دي چې په اوږده مهال کې به یې د پرې کولو وس نه لرلو له امله د هر افغان ورمېږ غلامۍ ته ذلیل کوږ کړی وي.
له تیري نه دادی نهه کلونه تیر شول خو لا تر اوسه هم ملي اردو او پولیس نه د شمېر له لحاظه او نه د تجهیزاتو له پلوه بشپړه شوې، یوازې دا څو موده مخکې داخله وزارت یو څو الوتکې راونیولې، نور بس خیر او خیریت دی… دا په داسې حال کې چې شوروي اتحاد خپلې نظریاتي ملګرې افغان اردو ته په زرګونو ټانکونه، الوتکې او وسلې ورکړې وې، حتی د هغه مهال پرمختللي سکډ توغندي د شوروي اتحاد بېسارې پوځي مرسته وه چې ملي اردو یې پرې مجهزه کړې وه، اصلاً ددې مهال او د هغې مهال اردو د تجهیزاتو او نظامي وړتیاو له پلوه د پرتلې وړ نه ده.

۱- د خپلواکۍ بایلنه: تر ټولو غټ تاوان چې زمونږ ملت وګاله هغه د خپلواکۍ بایلنه وه، دې منطق ته سړې بیخي حیرانیږي چې کله ډېره موده مخکې اوباما د مایک کریسټل په غوښتنه په افغانستان کې د خپلو پوځونو د ډېروالي په اړه د خپل احتمالي تشویش څرګندونه کوله نو ویل يې چې که پوځونه تر دې ډېر کړو نو ویره شته چې افغانان به ورته د ژغورونکو پر ځای د اشغالګرو په سترګه وګوري! له ښاغلي اوباما باید پوښتنه وشي چې که چېرې یو هیواد ستاسو پر خاوره په داسې حال کې تېری وکړي چې ستاسو د ملت هیڅ وګړی پر متقابل هیواد د برید اتهام نه لري او دا لښکر کشي یوازې ددې استدلال پر بنسټ شوي وي چې ستاسو په هیواد کې داسې یو څوک اوسیږي چې پر حملو یوازې او یوازې تورن دی، په دې اړه ازادې څېړنې او محاکمې هم تحریم شوي وي، نو ستاسو هیوادوال چې کله دغه لښکرې د نیویارک او واشنګټن په واټونو کې پر ټانکونو سپاره ویني، نو هغوی به یې خپل ژغورونکي ګڼي او که نیواکګر؟ ۲- د یو ځانګړي ولس په نښه کول: سره له دې چې جګړه له هماغه لومړیه له ملت سره د ټکر له بریده پیل شوه، او د امریکا او ناټو ځواکونه په ټول افغانستان کې په خواره شکل ځای پر ځای شول، خو بیا هم د درنو جګړو موخې زمونږ د هیواد ځانګړې سیمې او خلک وو. بمبارډ، مخامخ جګړې، ټول وژنې او نیونې زمونږ د هیواد پر جنوب، جنوب لویدیز او ختیزو سیمو متمرکزې وې، حتی د هیواد په شمال کې هم د پښتنو سیمې د بریدونو، بمبارډ او ځپلو هدف دي! ۳- د سولې تشه: له تیري نهه کلونه وروسته بیا هم افغانان د سولې او امنیت په نیشتوالي کې ځانونه غیر مصئون ګڼي، هر ځای جګړې دي، انفجارونه دي او هر ځای د مافیا بانډونه دي چې لوټمار یې خپل حد ته رسولی دی. ۴- پر دیني ارزښتونو لوبې: تیري زمونږ د هیواد ټول دیني ارزښتونه ننګولي دي، د اسلامېستانو او افراطیونو په نوم په خلکو کې له دینه د کرکې او انزجار هڅې یو داسې هدف دی چې د اشغال په غټو موخو کې ځای لري. ۵- بیا رغونه او پورونه: د هیواد د بیا رغونې په نوم چې څومره مرستې راغلي دي، لومړی خو د هماغو هیوادونو سلاکارانو، انجوګانو او شرکتونو ترې خپله غټه برخه تښتولې، او په پاتې شویو یې پرته له څو سړکونو چې د هغوی کیفیت هم دومره ښه نه دی، هیڅ زیربنايي کار نه دی شوی، لا هم زمونږ هیوادوال د لالټېن، ډیوو او شمعو په رڼا کې شپې رڼوي، او لا هم مونږ د خپل ژوند ټولې لومړنۍ اړتیاوې له بهر نه واردوو، دا ټولې بدمرغۍ په دا دومره میلیاردونو ډالرو کې لا هم مونږ بد ځپي. ۶- د منفورو خلکو تپل: د تیري د یوې بلې پایلې په توګه ټول هغه لوري چې ملت ورسره څو لسیزې جګړې کړې وې، او هغوی نور په دې ملت کې پردي وو، یوځل بیا د ګوندي تشکیلاتو په کچه ژوندي او مطرح شول. ۷- ملي اردو او ملي پولیس: د ځینو تحلیلګرانو په اند ملي اردو او پولیس په هغه شمېر کې نه دي څومره چې ښوول کیږي، له بلې خوا که د افغانستان اقتصادي سرچینو، بودیجې او بنسټونو ته وګورو نو هیواد مو په اوږده مهال کې ددغسې معاش خورې اردو او پولیسو له توانه نه شی وتلی. په جګړه کې د ښکېلې امريکا انجام!!؟
د سپتمبر د یوولسمې په پلمه امریکا د یوې نه اټکلیدونکي پراخې جګړې پیل ایښی دی، د هغوی له وړاندوینې سره سم به له جنګه ستړی افغان ملت او د امریکايي محاصرې له امله وږي شوي عراقیان د وحشي هجوم په وړاندې ګونډې ووهي، خو دا جګړه ډېره وغځېده، هر څه معکوس وختل، او د امریکا پانګه، بشري قواوې، او ټوله انرژي دلته مصرف شوه، خو څه لاسته راوړنې یې ولرلې؟ په دې کې شک نه شته چې امریکا هیڅ هم لاسته رانه وړل، بلکه په لاندې حوالو یې د خپل بدرنګه انجام په لور ګامونه اخیستي دي:
له بحرانه واته څنګه دي؟
په دې کې شک نه شته چې امریکا یې پر جنګ نه شي ګټلای، که شوروي اتحاد د ۳۷۰ زره شوروي او افغان وسله والو قواو په درلودلو سره مقاومت ونه شو ځپلای نو امریکا ته به ډېره ستونزمنه وي چې د ۱۱۹ زره داخلي او خارجي ځواکونو په لرلو سره یې وګټي.
په سیمه ایزه او نړیواله کچه د روانې شخړې حل به امریکا ته دومره دروند تمامیږي چې د ارزښتونو له بایللو پرته به یې بل څه ونه بولي، دحل لارې ځينې اړین موارد په لاندې ډول یاد شوي دي البته نوموړي حلونه د لرلیدونو په حد کې دي او د عملي کیدا لپاره باید په ډېرو موخو، مقاصدو، او فعالیتونو وویشل شي:
امریکا باید د اسلامي هیوادونو لپاره دوه مخی سیاست پای ته ورسوي چې په ترڅ کې یې په ځینو هیوادونو کې د استبدادي نظامونو ننګه کوي او په ځینو کې یې لښکرې د دیموکراسۍ د پلی کولو په پلمه ټول وژنې تر سره کوي. په دې اړه د Free Muslim Coalition يا (د ازادو مسلمانانو ايتلاف) چې د اسلام په امریکايی تعبیر کې ځانګړې پوهه او استعداد لري او پر امریکايي مرسته چلیږي، د راپور هغه ټکي ډېر پام اړونکي دي چې په کې یې ویلي دي:
(که دا نن په عرب هيوادونو کې ازادانه او منصفانه ټاکنې وشي نو ولس به حتما متعصبه اسلامي سخت دريځه انتخاب کړي، اقتدار ته ددې سخت دريځو راتلل به د سيکولريزم او جمهوريت مرګ وي، مونږ ته په عرب او اسلامي هيوادونو کې د جمهوريت د روح پوکولو څخه مخکې هلته د سخت دريزو او ترهګرو ختمول په کار دي).
همدارازد اسلامي حرکتونو ځپلو ته د اړوندو دولتونو د هڅولو کرغېړن تاریخي سیاست باید د امریکا د نه لاسوهنې پر سیاست واړوي.
د مسلمانانو په اقتصادي سرچینو باید خپله ولکه خوشې کړي، او پریدي چې مسلمانان خپلې سرچینې او پانګې د خپلو اړتیاو سره سم وکاروي.
دحل لارې ټول موارد په دې لڼده لیکنه کې د رانغاړلو له وسه پورته ده، خو بیا هم پورته موارد هغه څه دي چې په پلی کیدا یې له نړۍ تښتولې سوله بیا راستنېدای شي.
_______________________________________
اخذلیکونه:
۱- د امریکا ماته دبدبه او غرور: امریکا د دوه حیثیتونو له امله د تحلیل وړ ده، له سپتمبر یوولسمې مخکې امریکا په نړۍ کې د یوه نه ماتیدونکي او مغرورې امریکې په بڼه شتون درلود، خو اوس یې غرور د عراق په دښتو او افغان په غرونو کې دومره مات شوی چې نړۍ یې ویشلي ګڼ قطبیتوب ته شېبې شماري. ۲- امریکا او بشر پالنه: کله چې د همدې اوږدې جګړې په تل کې په میلیونونو عراقیان او افغانان له منځه لاړل، په ابوغریب کې شويو ظلمونو او جنسي تیریو ته کمونیستي عذابونه واړه شول، په ګوانتانامو کې له کوچني ۱۲ کلن افغانه نیولی تر بوډاګانو پورې بندیانو شکنجې وزغملې، او بالاخره کله چې په قلعه جنګي او شبرغان کې د وژل شویو طالبانو په اړه د بریتانوي جیمي ډوران په مستند فلم کې امریکایانو د لاس تړلیو بندیانو پر مخونو او زخمونو تیزاب وشیندل، او کله چې هغوی له درده سوې سوې چیغې وهلې، نو د المان په پارلمان کې هم ورته خلکو بې اختیاره وژړل… خو د سیا کارکوونکو ورته په قهقو خندل… په همدې انځور کې د امریکا ریښتینې څېره نړۍ ته څرګنده شوه، او د بشر د حقونو تش په نوم دعوې د اوبو ځګونه شول. ۳- ځپلی اقتصاد: امریکا په اقتصادي لحاظ دومره ماته خوړلې چې د اوباما دولت د اقتصادي ځان وژنې څخه د خلاصېدو په غم کې له دوه هیوادونو سره پېل کړې جګړې بایللې شمېري، د عراق او افغانستان په اوږدو جګړو کې د امریکا د ډالرو لګښتونو له یوې خوا او د خورو ورو سودي پورونو بانکي نظام له بلې خوا د امریکا اقتصاد له شدید بحران سره مخ کړی دی، په دې حساب کیدای شي د همدې افغان جګړې له امله د پروني شوروي اتحاد ځپلی اقتصاد سره د نني امریکا عین ورته والی دوی هم په هماغه انجام ورمات کړي. ۴- د امریکا بدمست انځور: د همدې جګړې او همداراز تاریخي شالید له امله نن په نړۍ کې امریکا د یوه دیکتاتور او بدمست نظام په توګه منل شوېده، دوی له یوې خوا د خپلو ګټو په رڼا کې د دیموکراسۍ د تپلو ټولوژونکې جګړې پر مخ وړي، له بلې خوا په منځني ختیز کې له لسیزو را په دېخوا د دیکتاتور و نظامونو ملاتړي او تمویلوي یې. ۵- پوځیان یې ډېر وژل کیږي: پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال به چې د شورویانو مړي خپل هیواد ته لیږل کېدل، یو وخت یې شمېر دومره ډېر شو چې د شوروي اتحاد په سیاسي بیورو کې یې پر شناختو د یادګار پر لیکلو ناندرۍ راپورته شوې، او یوازې ددې په خاطر یې له یادګارونو تیر شول چې د خپلو وژلو شویو پوځیانو شمېر له خلکو پټ وساتي، عین همدا تکرار نن د هغوی ځایناستي هم لري. ۶- د تمدني زغم له منځه وړل: بوش د جګړې په پیل کې خپله جګړه صلیبي وګڼله، هغوی د داسې یوې جګړې بنسټ کېښود چې هاغه د تمدنونو په منځ کې د ډیالوګ مرحله یې د جګړې په درشل ور ننویسته، نن که په اروپا کې مروه د حجاب په سر شهیده کیږي نو د همدې جګړې له امله زیږیدلې اسلاموفوبیا یې لاملونه دي، دې جګړې په خلکو کې د تمدني زغم او منلو یوه بېسارې تشه راپیدا کړې ده چې د عواقبو پړه به یې د امریکا پر دولت او د تمدنونو د ټکر پر مفکرینو په ځانګړي توګه پروفیسو سمویل ون ټنګټن، فرید ذکریا او فرانسیس فوکویاما باندې پنډ وي. د دې بدمرغې تپل شوې جګړې له امله به کوم کوم تاوان او پیغور وي چې امریکا به یې د لرلو ویاړ، ونه لري. ۱- د اشغال پای: امریکا باید د ګران هیواد اشغال ته زر تر زره پای ورکړي، او د بین الافغاني پوهاوي په ترڅ کې دې د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته د تاریخ د بدرنګې جګړې د تکرار د مخنیوي په خاطر تضمینونه کېښودل شي، په یوه داسې میکانیزم دې بین الافغاني توافق وشي چې زورواکۍ ته د تل لپاره پای کیښودل شي، او د اسلامي ښوونو پر بنسټ دې د پراخه افغاني زغم په پیدا کولو سره د یوه انتخابي زعامت بنسټونې ته لیار پرانېستل شي. ۲- د ترهګرۍ عواملو له منځه وړل: د ترهګرۍ زیږونکي ټول هغه عوامل چې د امریکا په بهرني سیاست کې پټ دي باید له منځه یووړل شي، د ساري په توګه د فلسطین د اشغال ننګه، د هغوی د وژلو په موخه اسرایلو ته د وسلو ورکول او د اسرایلو د ټولو مظالمو ملاتړ باید نور پای ته ورسول شي. ۳- د امنیت شورا بې مهاره واکمني: نړۍ ته باید نور د امنیت شورا له غلامۍ او انحصاره نجات ورکول شي، د وېټو هغه قانون چې د شوروي اتحاد په غوښتنه یې امنیت شورا پنځو عیسوي مذهبه دایمي غړیو ته په نړۍ د دایمي واکمنۍ تضمین ورکړی له یوې خوا باید د رایو د اتفاق پر ځای د رایو اکثریت ته واوړي او له بلې خوا باید د نزدې یونیم میلیارد مسلمانانو استازیتوب ته تر یوې ډېرې څوکۍ په پام کې ونیول شي. دا د تاریخ تر ټولو ستر ظلم دی چې د نړۍ ټول مسلمانان یې د قانون په چوکاټ کې ځپلي دي. ۴- تمدني ټکر که تفاهم: په دې اړه باید د داسې بنسټونو تضمین رامنځته کړای شي چې له مخې یې د تمدني ټکر پر ځای تمدني ډیالوګ او معقوله سیالي رامنځته شي. ۵- د سپتمبر یوولسمې بې پرې څېړنې: د سپتمبر یوولسمې پېښه د دومره سترواله سره سره د امریکا خپل دولت په بې پرې او خپلواکو څېړنو ونه ارزوله، د سي این این (جنوري ۲۹مه ۲۰۰۲) د راپور پر بنسټ ، ولسمشر بوش په خپله د سپتمبر پېښو څخه څو ورځې وروسته له سناتور Tom Daschle چې د سنا په مجلس کې د دیموکراتانو رهبر وو وغوښتل چې د سپتمبر یوولسمې په اړه دې خپلې څېړنې محدودې کړي، دا مذاکرات بیا د ډېک چيني په واسطه د یوې تلیفوني تماس په واسطه تعقیب شول، او چیني هم د بوش همغه غوښتنه تکرار کړه! ۱- ثروت جمال اصمعي، دهشت ګردي اور مسلمان، انسټیټیوټ اف پالیسي سټډیز. ۲- دکتور فضل هادي وزین، د افغانستان د اساسي قانون مسودې ته څېړنیزه کتنه، جمعیت اصلاح. ۳- امریکہ اسلحے کا سب سے بڑا تاجر، بي بي سي اردو ویبپاڼه
?BBC Urdu? - ??? ???? - ??????? ????? ?? ?? ?? ??? ???? ?
۴- سیمویل پي وټنګټن، تهذیبو کا تصادم.
۵- سپتمبر و سود بزرګ
http://www.ayenda.org/11septembar%20...e%20Bozorg.pdf
۶- عوامل فاجعه سپتمبر را در کجا باید جستجو کرد. عوامل فاجعۀ "سپتمبر" را در کجا باید جستجو کر&#
۷- اسلام کا غلط تعبیر، Free Muslim Coalition، ترجمان القران میاشتینۍ خپرونه.
۸- پروفیسور نجم الدین اربکان، د لویديز او اسلام د خبرو اترو راتلونکی

Comment