غربي كلتور ته څوك ستر خطر دى ؟
داد 1993 م خبر ده په فارن افيرز نومې مجلې كې دتمدنونو ترمنځ تصادم Clash Of Civilization ترعنوان لاندې دهارورډ دپوهنتون استاذ پروفيسر سيمويل يوه ليكنه خپره شوه داليكنه خورا پاروونكې ليكنه وه دومره پاروونكې چې دمجلې مديرانو ويلي وو د 1940 م نه يې چې تر 1993 م پورې په خپلې مجلې كې څومره ليكنې خپرې كړې دي په يوې ليكنې هم دومره بحثونه نه دى شوى لكه دپروفيسر سيمويل په ليكنې چې وشول تردې چې د15 نه زياتو هيوادونو كې سيمويل ته پردې موضوع دليكچر وركولو دعوت وكړل شوى و ، پدې موضوع بيا دسيمويل نورې ليكنې هم خپرې شوې چې په1996 م كې دې ټولو خپروشوو ليكنو كتابي شكل غوره كړ اوپه لويديځ كې يې ډېر مقبوليت ترلاسه كړ .
اسلامي تمدن اوغربي تمدن دكتاب اصلي موضوع ده او ډېر زور يې پدې راوړى دى چې اسلام دلويديځ يواځينى حريف دى اومسلمان ځوانان دغربي تمدن اصل دښمنان دي ، داسلامي سزاګانو په باره كې هغه وايي چې ددې سزاګانو دعملي كېدو له امله نه يواځې داچې داسلامي هيوادونو دخپلواكۍ ښكارندويي كوي بلكې پدې سره دعيسويت بې عزتي هم كيږي او وقارته يې تاوان رسيږي .
داسلام دبيا راژوندي كېدو په هكله هغه ليكي چې دمسلمانانو دنفوس اوخصوصاً د 15نه تر 24 كلونو پورې دعمر لرونكو ځوانانو ډېروالى داسلامي بنسټپالنې ډېره زبردسته ابياري كوي اولوړو زده كړوته دمسلمانو ځوانانو لاس رسي خوخبره نوره هم ډېره زياته خطرناكه كړېدې ، هغه وايي چې مثلاً دمصر د اسلام خوښوونكو ډلو په باره كې چې څېړنې شوي دي نو ثابته شوې ده چې ددوى اكثريت د 20 نه تر 30 كلونو عمر لرونكي ځوانان دي اوكابوټول يې دپوهنتونونو څخه فارغ يا په لوړو زده كړو كې بوخت تنان وي . دوى دوروسته پاتې اوغريبو كورنيو ځوانان نه وي بلكې ډېر ځيرك بيدار اوذهين وي، دبډايو اوعصري كورنيو سره يې تړاو وي چې په ښارونوكې خلك په ځانونو ژر راټولولى شي اوهمدا داسلام دبيا راژوندي كېدو لامل ګرځي چې داډېره دتشويش وړ خبره ده .
دپروفيسر سيمويل دڅرګندونو اوبيا يې په ټول لويديځ كې د كتاب دزيات مقبوليت نه دا حقيقت په ډېر وضاحت سره څرګند يږي چې دخير اوشر په روان كشمكش كې لويديځ مسلمان ځوانان عموماً اوپه ځانګړې توګه دلوړو زده كړو نه برخمن خپل ترټولو ستر دښمنان بولي ، په عصري علوموكې يې دپرمختګ نه دبې برخې كولو هڅې كوي اودمسلمانو ځوانانو داستعدادونو دتباه كولو لپاره شپه او ورځ كوششونه كوي ، پراسلامي نړۍ دنظامي يرغل ترڅنګ دلويديځ فكري اوكلتوري يرغل دهمدې هدف لپاره دى ،. كاشكې زموږ ځوانان ځانونه ددوى دبدو ارادونه خبر كړي خپله ځيركتيا ، بيداري ملي غيرت ، خپل دين ،كلتور خاورې ته وفاداري ښكاره كړي ددوى دشومو پلانونو ښكارنشي ، خپل شرعي مسؤليت اداكړي اودمسلمانو ځوانانو په باره كې چې دلويديځ كومې اندېښنې دي هغه په عمل كې ثابت اورښتيا كړي اوداسلام دسرلوړۍ سبب وګرځي .
داسلام اومسلمانانوپه اړه دلويديځوالو داصل دريځ اوپه دوى كې دپروفيسرسيمويل دفكر دخپراوي اودهغه دكتاب په اړه دلندن دپوهنتون داستاد پروفيسر فرانس روبنسن يوه تبصره خپره شويده چې په ډېرو حقايقو پكې اعتراف شوى دى نودمحترمو لوستوالو دفايدې لپاره يې دلته دغټو ټكو راوړل مناسب بولم داتبصره هغه ليكچردى چې په لندن كې داسلام اولويديځ دروابطو ترعنوان لاندې پروفيسر فرانس روبنسن وركړى و اوبيا مطبوعاتو خپوركړ
پروفيسر رابنسن وايي چې د '' تمدنونو ترمنځ تصادم اودنړيوال نظام نوى جوړښت '' ترعنوان لاندې د پروفيسر سيمويل كتاب په 1996 كې خپورشو اوپه لويديځ كې يې ډېر مقبوليت ترلاسه كړ ، سيمويل دخپلو نظرياتو بنسټ داخبره جوړه كړې چې ګواكې دسوړ جنګ نه پس دخلكو ترمنځ كشمكش دكوم فكري اختلاف يااقتصادي مسئلې پربنسټ نه وو ولاړ ، بلكې كشمكش دتمدنونو ترمنځ دى پخپله دپروفيسر سيمويل په وهم اوګومان كې به هم دانه وه چې دهغه دافكر به په لويديځ كې دومره مقبوليت ومومي اود لويديځو دولتونو دپاليسيو برخه به وګرځي خودسيمويل دنظرياتو ددې لامل شوخپراوي چې اوس په ټولې نړۍ كې دمسلمانانو سره دروابطو خبره كيږي ، نومسلمانان اواسلام دنورو اوپه ځانګړې توګه دغربي تمدن لپاره يوګواښ ګڼل كيږي ، اوس چې ټولو نړيوالو سياسي مسائلو ته دتمدنونو داختلاف له هندارو كتل كيږي نو لامل يې دپروفيسر سيمويل دكتاب خپرېدا اومقبوليت دى ، همدې خبرې ته اود 11 ستمبر دپېښې نه پس رامنځته شوو پېښو ته په پام كې مادا ليكچر برابر كړى دى .
دخپل تمدن لپاره چې موږ مسلمانان ګواښ ګڼور ددى نه وړاندې بايد موږ دتاريخ پاڼې واړوو اوداځانته معلومه كړو چې په تېرو 15 پېړيوكې دتهذيب اوتمدن لپاره مسلمانانو څومره خدمتونه كړي دي اونور خلك يې څرنګه دخپلو ځانونو نه اغيزمن كړي دي ؟
موږ داخبره له پامه نه شو غورځولى چې يووخت مسلمانان غالب وو، ايا دعربو دجزيرې نه ترهند اوچين پورې دمسلمانانو حاكميت نه و ؟ دغرب دفوځي يرغل خو ايله څه دپاسه 2 پېړۍ شوي دي په 1798 م كې چې نپولين مصرقبضه كړ نوايله قيادت دلويديځ لاس ته ورغى ، غربي فوځونو، هند ، جنوب لويديځ اسيا ، دافريقا غربي اوشمالي سيمې اودمنځني اولويديځې اسيا څه برخې قبضه كړې اود 1920 م په لسيزې كې دايران افغانستان ، تركيې ، دعربو دجزيرې منځنۍ برخې اويمن نه پرته نور ټول اسلامي هيوادونه دلويديځ دمستقيمې قبضې لاندې راغلي وو اويادشوي هيوادونه چې قبضه شوي نه وو په ځينو يې دلويديځ اغېزې وې ، مسلمانان اسلامي خلافت نه محروم كړاى شول دخپل اتحاد اويووالي دمركز نه لري وساتل شول خوبيا هم موږ وليدل چې څه وشول ؟ ايا مسلمانان له منځه ولاړل ؟ نه بلكې مسلمانان ديوملت په حيث باقي پاتې شول كه څه هم دعثماني خلافت نه بې برخې شول ، د 1990م يمې لسيزې كې د روسانو دتسلط نه دمنځنۍ اسيا اسلامي هيوادونه ازاد شول خو حاکمان يې لاهم دخپلو پخوانو بادارانو دحكمونو تابعداري كوي اوپدې هيوادونوكې يې دغرب ناسلامي كلتور مسلط كړى دى ، مسلمانان ددوى ددې عمل نه سخت ناراضه او ناهيلي دي اوهمدا ددې سيمې په مسلمانانوكې خپل اصل قرآن اوسنت ته دبيا راګرځېدلو دتحريك اصل لامل دى ، مسلمانان ددې تحريك په اړه ډېر هيله من دي او ورته دډېرو قربانيو وركولو ته حاضريږي دابيله خبره ده چې دوى په پراخه پيمانه ديادولو وړ بدلون راوستلو كې بريالي شوي نه دي خودلته 3 مهمې خبرې او اغيزې يې ډېر ديادولو وړ دي :
۱= داچې دمسلمانانو اكثريت اوس دا درك كړېده چې دوى د خپل كوم ترټولو ارزښتناكه متاع نه محروم شوي دي ، اوس په دوى كې دا احساس په ډېرې تېزۍ سره عاميږي چې دوى دغرب په مقابل كې بي وسي اومجبور دي ، دهند اوپاكستان په مسلمانانوكې ددې احساس شدت ډېر محسوس شوى دى .
۲= 18 عيسوي پېړۍ دپيل نه په مسلمانانوكې د اتحاد اويووالي طرف ته ميلان پيل شوى و خواوس په عامو مسلمانانوكې داميلان ډېر زيات شوى دى ، داتحاد نشتوالى ډېر لوى كمى بولي اوهمدا نه يووالى پردى دمسلسلو ظلمونو او ټولو ناخواليو يواځينى لامل بولي .
۳= په مسلمانانوكې يومهم پرمختګ داترسترګو كيږي چې په ټولې اسلامي نړۍ كې داسلام دبيا راژوندي كولو تحريك پيل شوى دى داتحريك ډېر مؤثر اوبنسټونه يې ډېر ژور اومضبوط دي اوپه پوره ځواك داتحريك دغرب سره ډغره وهي . څوك يې مني اوكه نه خو د11 ستمبر دپېښې نه پس چې په اسلامي نړۍ كې په مختلفو نومونو څومره اسلامي حركتونه رامنځته شوي دي دهمدې اسلامي نړيوال تحريك سره يوه نوع تړاو لري ، په ښكاره به داحركتونه ددې خبرې نه انكار كوي خوچې ددوى تركيبي اجزاووته نظر وكړو نوداحقيقت تراته په ډېرې اسانۍ روښانه كېداى شي چې دې ټولو حركتونو دهمدې تحريك نه الهام اخيستى دى ، دبياراژوندي كولو خبره بايد زموږ لپاره نااشنا نه وي ځكه زموږ په پروتستانوكې هم دبيا راژوندي كولو خبره شتون لري چې خپل اصل طرف ته رجوع كول ددې اساسي نكته وي په مسلمانو هيوادونوكې داسلامي حركتونو مقابله دسيكولر خلكو يادسيكولرزم نه دمتاثرو حاكمانو سره وي چې 1970 نه پس دوى ترډېره حده متحرك ښكاري ، دمصر اخوان المسلمون ، دفلسطين حماس اودتركيې دعدل اوپرمختګ ګوند ( چې اوس په تركيه كې واكمن دى ) ديادولو وړ دي ، په 1979 كې دايران اسلامي انقلاب هم بايد له ياده ونه باسو چې دلويديځ ټول اټكلونه يې غلط ثابت كړل ، دانور سادات قتل هم اودپاكستان په قانون كې داسلامي مادو شمول هم داسلامي تحريكونو دتاريخ مهمې پېښې دي .
داسلامي تحريكونو دمشرانو په باره كې داويل چې دوى دنوي عصردغوښتنو سره بلدتيانه لري بېخي غلطه خبره ده دوى دنوي عصر غوښتنې ډېرې ښې پېژني ، ددوى اكثريت دعصري لوړو زده كړو لرونكي دي ، په غرب كې يې وختونه تېركړي دي ، غربي ټولنې يې مطالعه كړي دي اوځينې خوترې متاثره شوي هم دي .
داسلامي تحريكونو دمشرانو يوخصوصيت دادى چې په يوځاى كې دډېر وخت لپاره نه پاتې كيږي بلكې زيات ګرځي چې پدې سره ددوى پيغام زيات خپريږي اوپه هرځاى كې دخپل فكر دنيالګيو په كرلو بريالي كيږي .
دنړۍ اسلامي تحريكونه دغرب اوپه ځانګړې توګه دامريكا اهداف ځكه په نښه كوي چې ددې تحريكونو په باره كې دامريكا دسلوك نه دوى بېزاره دي ، نواوس ددې وخت رارسېدلى دى چې امريكا اونور غربي اقوام دمسلمانانو سره د خپل سلوك په باره كې بيا له سره غور وكړي ، تر 2025 م كال پورې به دمسلمانانو نفوس دومره زيات شي چې دټولې نړۍ دنفوس ۳ يمه برخه به تشكيلوي نو دنړۍ دومره لوى نفوس له پامه غورځول زموږ په ګټه نه دي اوكه مودمسلمانانو داحساساتو لحاظ ونه ساتلو نو تهذيبي كشمكش شايد ډېر زيات شي چې مخنيوى به يې ډېر ګران وي .

Comment