د طالیبانو په سر د ای ایس ای سوداګانی
نااشنا شينواری
19.09.2010 08:36
پرونې ای اس ای او ننۍ ای اس ای توپیر دا دی چې پرونې د پاکستاني پوځ په دریشو کې ږيرې رخیلي له تالیبانو سره يي معامله کوله، او نن هماغو لونګۍ وهلي جامې یی اغوستي ږیرې پریښي له ځانه یی ملایان جوړ کړي او تالیبانو ته واي چې مونږ دپاکستان حکومت په زد یو او مونږ او تاسو مسلمانان وروڼه یواو جهاد راباندې فرض دی ټول به جهاد کوو او لومړی به نړیوال له افغانستانه وباسو ځکه چې د نړیوالو هغوي ډیره سترګه سوزي.
او افغانستان کې به تر هغې جنګ کوو چې دا نوی سرکاراولږه نوې ابادي هم ختمه کړو او دا څو لوستي کسان چې بیا د کومو سوړو راوتلي دا به هم وژنو چې میدان راته د تل لپاره خالي شي.
بیا چې یو نیم افغان تالیب ورته ووايي چې پاکستان کې خو هم د کوپر نزام دی په دې حکومت خو هم جهاد فرض دی نو ورته وايي هو خو اول به دا کوپار د افغانستانه وباسو بیا به وروسته پاکستان سره ګورو لکه ماشومان.
تالیبان خبر نه دي چی ای ایس ای ددوي په سر څومره روپی اخلي چی په خپل وطن کی امن مه راولی ځکه چی! که امن راشي نو مالومه خبره ده چی بهرني ځواکونه به بیرته خپلو هیوادو ته ستنیږي
نو دا مالومه خبره ده چی تر څو چی تالیبان د افغانستان سرکار په زد جنګیږي تر هغی به بهرني ځواکنه په افغانستان کی میشت وي.
ای ایس ای نه یوازی ددوي په سر ډیری روپی اخلي د خپل وطن (پاکستان) ګټو لپاره یی هم استعمالوي ځکه چی پاکستان حکومت چی هر څه زړه وغواړي هغه کوي لاس شاته نیسي او وايي چی دا خو تالیب وکړو او د هغه په نوم یی اعلانوي.
تالیبان اوس هم په دی سر نه خلاسوي چی دا خو هماغه ای ایس ای ده چی ستاسو په سر یی عربونه روپی واخیستی تاسو او ستاسو روغ حکومت یی په امریکایانوخرڅ کړو او خپل هیواد یی د ډګر په توګه ستاسو په زد امریکایانو ته ورکړو او ستاسو رښتینې هیواد دوسته مشران یو یود پیسو په بدل کې امریکا ته په لاس ورکوي.
او اوس یو ځل بیا نړیوالو ته وايي چی نړیوال که ډیری روپی ورکړي او ددوي شرتونه ومني نو د تالیبانو بلا نه به نړۍ خلاسه کړي.
حديث شريف دی چې مومن له یوې سوړې دوه ځله نه چیچل کېږي.*خو داسی ښکاري چی تالیبان به دوهم ځل هم چیچي.
د تالیبانو د هر څه نه ډیره ګټه په دی کی ده چې خپل سرکار سره روغه وکړي او په ګډه کارورسره وکړي او خپل هیواد جوړ کړي تر څو به خپل کور ورانوي او پردي به جوړوي.
خو یو څه چې په یاد ولري چې ای اس ای یی په اسانی سره جوړې ته نه پریږدي او هر هغه تالیب چې د جوړې خبرې کوي یا یی نیسي او یایی یرغمل کوي نو په دې حال کې به سیاست نه کار اخلي.