یو څو ساده پوښتنې
نيټه: ١٣م د سپتمبر ٢٠١٠
نن موږ له ټولو پښتنو یو څو ساده پوښتنې کوو.
لومړۍ پوښتنه: ایا تالیبان او الکایده بې د پاکستاني پوځ او څارګرو د پوره مرستى او روزنې د پښتنو ټولوژنه روانه ساتلای شي؟
ځواب: نه، دا بېخي کېدلای نه شي چي تالیبان دي د پاکستان د پوځ او څارګرو ادارو له مرستى، لارښوونې، پیسو او درستې پرته یوه مرغۍ هم مړه کي. ځکه چي په پاکستان کښې ټولې مدرسې او جوماتونه د ای اېس ای تر کلک کنټرول لاندي دي. هر مدرسه له دولت سره راجسټر ده او هر ملا ته د پاکستاني دولت لخوا تنخا ورکول کیږي.
دویمه پوښتنه: ایا، نو بیا د پاکتسان پوځ او څارګرې ادارې د لوېدیځ ، په تېره بیا د امریکایانو له خوښې پرته د تالیبانو کومک کولای شي؟ او د پښتنو ټولوژنه داسي روانه ساتلای شي؟
ځواب: دا هم بېخي کېدلای نه شي. ځکه چي په لومړي سر کښې پرنګیانو پاکستان جوړ کو او بیا یې وروسته امریکایانو او پرنګیانو په دواړو په سیمه کښې د خپلو ګټو لپاره د پاکستان د ساتلو ژمنه وَکوله. دوی دواړه پاکستان ته د ساتلو تړون وکړو او پاکستان دې ته چمتو شو چي په نړۍ کښې هرچرته چي وي د امریکایانو او پرنګیانو د ګټو لپاره به هر روا او ناروا کار ته تیار وي. په بله مانا پاکستان به د کراېې وژونکی یو هیواد وي. خو د دې کار په بدل کښې به امریکه ورته پوره پوره کرایه ورکوي. دا کرایه به نغدو پیسې او درستې په بڼه وي.
هر کله چي په افغانستان کښې کوم بدلون راځي ، په تېره بیا هغه بدلون چي پښتانه یې په سر کښې وي، نو امریکایان او پرنګیان یې ارزونه کوي. که چیري دا بدلون لږ هم د امریکې له ګټو سره سمون نه خوري نو بیا دوی د راولپنډۍ او لاهور پنجابي پوځي افسرانو ته وايي چي د پښتنو په سیمه او اولس کښې د ملا او تالیب په مرسته ګډوډي جوړه کي؛ یوه داسي ګډوَډي لکه د غازي امان الله خان په وخت کښې چي یې جوړه کړې وه. هغه وخت هم افغان ملا، د راولپنډۍ د کرایې پوځیان او جاسوسان او پرنګي واکمنان پله یو شوي ول او د افغان پر کور یې ناورین جوړ کړی و.
دا کیسه څو څو واره بیا بیا شوې ده. دېرش کاله پخوا هم کله چي په افغانستان کښې یو بدلون راغلو نو د ارب او اجم ملایان، پنجابي پوځ او جاسوسان او لوېدیځوالو پر افغانستان هغه دندوکار جوو کو چي تاو یې بیا تر نیویارکه پوري هم ورسېدلو. دا چي له شماله روسانو پکښې راوَدانګل دا نو بیا د هغه غوبل بل اړخ دی چي د افغان کور یې نور هم د پنا کېدلو خوا ته ورټېله کړو.
دېرش کاله پخوا چي ملاجان، تور پنجابي او سره کاپر کومه لوبه پیل کړې وه هغه نن هم روانه ده. دا بېله خبره ده چي وخت سیاف، هزرت مجددي ، پیر ګیلاني ، رباني هم ورسره ول او نن توبه ګار شوي دي. خو دې مارانو چي کومې هګۍ هغه ورځ اچولې وې نن هغه هم خورا نېشه ورې اژدهاوې دي.
دا لا څه کوې، نن له لوېدیځو پلازمېنو څخه د جنګي رسنیو سرداره بي بي سي او امریکا ږغ داسي خبرونه راوړي چي پلاني پرنګي او پلاني امریکايي ، چي د افغانستان د چارو ځانونه پوهان بولي ، داسي ویلي دي چي د افغانستان سوهیېل دي تالیبانو ته ورکړ شي، او شمال دي نور چا ته. په بله مانا، څه دپاسه سل کاله پخوا چي دوی د خپلو ګټول لپاره یوه توره کرښه (ډیورنډ کرښه) د پښتنو پر سینه ایستلې وه، نن غواړي چي بله توره (ډیورنډ) کرښه هم وَباسي.
ایا داسي خو نه ده چي د درواغو د پاکستان ، چي د پرنګي او امریکايي له ټولو مرستو او هڅو سره سره لا نن هم یو میلت نه دی شوی، د ژغورلو لپاره دي افغانستان تباه کړ شي؟؟؟
موږ له ملا ګلبدین او ملا اومر له ملاتړو څځه دا پوښتنه کوو چي له خپلو دغو دوو ښاغلیو مشرانو څخه دا پوښتنه وکي چي ولي یې له پنجاب او امریکايي کاوبوایانو سره په ګډه د افغان دولت د پوپنا کولو او تباه کولو پسې راخیستې ده؟؟
له دې سره موږ هر هغه افغان ته په تېره تېره بیا پښتانه ته دا زارې کوو چي خپل ټول وس او توان دي د جګړې په غندولو او پای ته رسولو کښې وکاروي او د غلیم دا ناپاکې تابیاوې او چمتې دي له خاورو سره خاورې کړي.

Comment